پښتو ادب · شاعران
طاېر ځلاند
د طاېر ځلاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
69 خپاره شوي شعرونه
د اميد څراغ/ طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ
د اميد څراغ/ طایرځلاند
طاېر ځلاند
د اميد څراغ
طایرځلاند
زۀ د ژوندون دلارې داسې لاروى يمه اوس
چې هره لاره او کوڅه راته پردۍ پردۍ ده
په هر ګوډ پير کې زه د ځان په تماشه راځمه
په هر قدم د خپل احساس دقتل چغې اورم
زۀ اوس مزل کوم د ژوند په داسې لارو باندې
چې د ازغو او مار کونډونه بل څه نشته پکې
په داسې لاره چې مزل پکې کم نه دى له مرګ
هر څهره نا پېژندلې هر نظر اجنبي
پولۍ پولۍ پښې يم د خلقو په هجوم کې روان
خپل پرهرونه مې سينه باندې تازه ساتلي
د احتجاج د غرۀ په سر مې ده خېمه وهلې
هم مې جامي دي تکې سرې د بغاوت اغوستي
تڼاکې پښې يمه روان دې اجنبي خلقو کې
خود اميد دا يو څراغ مې دى ساتلى زړۀ کې
خير دى که نن ددې بازار خلق ما نه پيژني
زما دفکر او نظر تقليد ته نه دي تيار
خو سبا ورځ چې د وهمونو له دې جاله خلاص شي
او د بادارو له دې او ږد استحصاله خلاص شي
دوئ به ما او پېژني څوک يمه زۀ څه غواړمه
دوئ به زما د مفکورې تايېد کې لاس اوچت کړي
بيا به په ګډه يو تحريک بوځو په مخه باندې...
ددې جونګړو د مظلمو حمايت به کوو
ددې خوارانو غريبانو حق کې غږ به کوو
د يزيد لاس نه به خنجر د مرګي هم اخلو
او دحسين په پرهرونو به مرهم لګوو
بيا به کوفه کې کربلا دوباره نه جوړيږي
بيا به سرې وينې په کوڅو کې داسې نه بهيږي
بيا به د چيچنيا زلمو ته باغيان نه وايې څوک
او دکشمير په ښائستونو به اور نه لګيږي
بيا به زما ښکلى کابل د ښاپېرو مملکت...
بيا به زما دقندهار د عظمتونو شمله
بيا به زما دننګرهار د سپين غر هسکې څوکې
په سرو لمبو کې د باردو داسې نه سوزيږى
او دهلمند مازديګري به داسې نه غميږي
بيا به مورګانې پېغلې خويندې داسې نه خواريږي
بيا به نغمې د ژوندانه دلته په زوره زوره
د ادم خان په هغه زوړ رباب کې وۀ غږيږي
د ګودرونو مازيګر به خداىۚ اباد ودان کړي
د بام په سر به سرې لمبې دلوپټو شي جيږي
د غرۀ لمن به دکوچيانو په کيدګو شي ښائسته
او غلغلې به دسندرو اوټپو شي جيږې
کنډر کنډر کورونه نه به وي بيا داسې ويجاړ
چوپه چوپتيا د اوږدو شپو به سپين سحر کړي ماته
بيرغ دامن به په هر طرف کې ورپيږي
په دې اميد په پولۍ خپو ګرځم د خلقو مينځ کې
چې ددې خلقو د ذهنونو دا صفا هندارې
مدام به نوي د حالاتو په ګردونو خړې
دوئ به زما په څير جامې دبغاوت واغوندي
د ژوند رنګونه به په خپله باندې اوپيژني
په دې اميد په دې ارمان په سرو سکروټو باندې
يمه روان په نابلده اجنبي کوڅو کې
غزل/بختيار ځدرانبشپړ شعر ولولئ
غزل/بختيار ځدران
طاېر ځلاند
وو رانه پاتې لکه ګل غوندې یوګل وجـــــــــــود
چې چېرته لاړم بېرته راغلمـه ترخپل وجـــــــــود
چې مې هرڅومره له خپل ځـان سره حساب وکړ
هسې ورغاړه دی ژوندون ته، تراجل وجـــــــــود
لکه ایوب غوندې صابردی په خوله نه وایي څه
خالقه ښه کړې دزخمي ،زخمي کابل وجـــــــــــود
په عجیبه رنګه فــــــکرونومبتــــــــــلا کړم مینې
تریاره لاړشم مګر نه وي راسره مـل وجــــــــــــود
بختیاریې ځار شه له خوږوسترګــــوغزل وجـود
ګل هم راوړئ دی دښکلـــــو تر اوربل وجــــــــــود
غزل:طايرځلاندبشپړ شعر ولولئ
غزل:طايرځلاند
طاېر ځلاند
غزل: طایرځلاند
زخم زخم دی، پرهر، لکير لکير دی
داپه لاس کې مې دنن ورځې تصويردی
دهندارو ښاريه کې مې ژوندون و
فرېبونه ددې هر يو خوب تعبير دی
دا خو دواړه د ارمان لارې راښايي
که ستا زلفې دي جانانه که زنځيردی
د حا لا تو په کوفه کې راحصار يو
د دې ښار په دېوالونو باندې ويردی
زما زړه دې تا په ياد باندې اباد دی
زما زړه دې تا په ياد باندې کشمير دی
د دې لارې له منزل نه خدای خبر دی
په دې لارې مو يو نوی تن امير دی
په خپل لاس کې مې دخپل ژوندون تقدير دی
په تش لاس يې خرېدار یمه طایره
زمونږ عشق خو په ريښتيا هم بې نظير دی
نوریه وهاببشپړ شعر ولولئ
نوریه وهاب
طاېر ځلاند
راليږونکی : نوریه وهاب
وختونه
وختونه تیر شول
ښه ډیر کلونه تیرشول
سپرلی می وبایلل
ټول خزانونه تیرشول
ستا په دیدن پسی می
اینظا رونه تیرشول
تا خپله لاربیله کړه
په ما مزلونه تیر شول
ته په لوګی هم نشوی
په ما اورونه تیر شول
تاته یو درد نه رسی
په ما رنځونه تیرشول
له تا می صبر نشی
څمره عمرونه تیرشول
نوریه په سیندلاهوشوه
ډیر پری موجونه تیرشول
غزل / طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ
غزل / طایرځلاند
طاېر ځلاند
غزل
ولاړ په نزاکت چې دى اساس دآيېنې
دا ځکه زخمي کيږي تل احساس د آيېنې
ورکۍ چې خپل ښائست ته داد په لاس د آيېنې
زياتيږي ځکه ورځ په ورځ وسواس د آيېنې
په ځان کې ورته ښکاري ټول دخلقو نظرونه
اغوستى چې اشنا کله لباس د آيېنې
چې ده زما دقد دهرې برخې ترجمانه
خالي نه دى شعور نه انعکاس د آيېنې
ښائست ديو مړوند يې دپوره ملک ننداره ده
خلاف نه دي ديو بل نه اجناس د آيېنې
ګيله دخپل تصوير د هېرېدو مۀ کړۀ طايره
د ورېځو په مثال دي ټول خواس د آيېنې
يخې شونډې/ طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ
يخې شونډې/ طایرځلاند
طاېر ځلاند
يخې شونډې
لیکوال: سید تفسيراحمد
ژباړه : طایرځلاند
زه سټوري هوټل ته دچای څکلو په نیت دننه شوم، دکیناستلو له پاره مې دځای پېدا کولو هڅه وکړه خو یوه چوکۍ هم تشه نه وه نو له مجبورتیه زه هم په هغه کتار کې ودرېدلم چې دچای اخیستلو له پاره یې قطار جوړ کړی و، دغرمې وخت هم نزدې و فکر مې وکړ چې ترڅو زما نوبت راځي نو کومه چوکۍ به هم وزګاره شي، خو دکافی اخیستلو نه ورسته مې چې یوځل بیا دهوټل په چوکیو نظر واچوه نو یوه هم خالي نه وه
له مجبوریته مې دغرفې په څنګځني تکیه ووهله او په ولاړه مې چای څکلو باندې پېل وکړ. دلته هرډول خلک تلل راتلل. له نزدې پوهنتون ځنې محصلین ، له دفترونو نه کارکونکي او هغه خلک چې دسودا له پاره راغلي ول ټول ددمې له پاره دلته راتلل. هغه ددېوال غاړې ته په یوه چوکۍ ناسته وه او په مخ کې یې دکافي خالي ګلاس هم ايښی و. خو دهغې سترګې په مېزې پرتې پرچې باندې وې
دزلفو یو ول یې پرانګو ټالۍ وهلې ما دهغې له سترګو داوښکو څاڅکي ولیدل چې پرګلابي انګو یې لکه دشبنم ځلېدل اوچې له ګلابي انګو نه به یې خوۍ شول نو پر میز پروت کاغذ باندې به پرېوتل . ما غوښتل معلوم کړم چې پرمیز پروت کاغذ باندې څه لیکلي دي چې داسې یوه ښکلې پېغله په سرو سترګو ژړوي ، امکان لري چې ملګري یې ورسره دملاقات وعده کړي وي خواوس نه وي راغلی ؟ يایې هم دکورنې مشرانو ددې کوژده دیو بل چاسره کړي وي چې دا پرې خوښه نه وي ؟ یا امکان لري چې غریبه وي او دنورو زدکړو له پاره ورسره روپۍ نه وي او دکورنۍ له لورې ورته خالي پاکټ راغلی وي؟
زه په همدا سوچونه کول او سترګې مې په هغې خخې کړې وې چې دیو شېبې له پاره یې سترګې راپورته کړې او زما و دهغې سترګې سره وجنګېدلې او بېرته یې سترګو تې ښکته کړلې ، داڅومره غمژنې سترګې وې ، ددې سترګو په ځلا کې څومره کیسې وې ، او دبڼو په دې پرېشانۍ کې څومره درد پټ و، چې ما خپل زړه کې هم محسوس کړ
هغې یوځل بیا په خط سترګې خخې کړلې او په ګلابي ګلابي انګو یې اوښکو لیکې جوړې کړلې . هغه یو دم ودرېدله او په تېزو قدمونو له دروازې بهر شوله، زما حیرانه سترګو اوس هم دهغې څار کوه ، هغه دسرک په غاړې ودرېدله ما لا سترګو ته رپ هم نه و ورکړی چې دموټر دبریک اواز دهوش دنیا ته راوستلم، زما له لاسه پیاله پرېوتله او منډه مې کړله ترڅو چې زه ورسېدلم له هغې نه خلک راتاو ول
ما په مشکل سره په خلکو کې ترهغې لاره وکړله هغه په وینو کې لت پت پرته وه، دستي مې وویل چا امبولاینس له پاره زنګ وهلی دی
هو ؛ دچا له خولې مې واورېدل
زه له هغې سره نزدې کیناستلم او دنبض معلومولو هڅه مې وکړله خو نبض یې په ځای ولاړ و، ما دهغې دزړه درزا اورېدلو له پاره دهغې په سينه سر کېښود خو زړه یې ډیر په مزه مزه درزېده هغې یوهټکی وکړ او دزړه درزا یې هم ودرېدله
چا راباندې غږ کړ، تنفس ورکړ، ما دهغې پوزه بنده کړله په خوله مې ورته خوله کېښودله اوږدې اوږدې ساګانې مې ورکړلې بیا مې دهغې په سينه پنځلس ځلې زور وکړ، ماغوښتل زه دهغې دزړه درزا یوځل بیا واورم ، خو زړه يوې ستړۍ خاموشۍ نيولی و
ما بیا دسا ورکولو هڅه وکړله خو دهغې شونډې یخې شوې وې ، په سرک باندې هم خاموشي خوره وه ، ورسته مې پام شواو دهغې له لاسه مې خط راکش کړپه هغې خط کې لیکل شوي ول
زه له تانه بغیر ژوند نه شم کولی تاته چې کله هم داخط ورسېد نو مابه دې ستړې نړۍ سره خدای په اماني کړي وي
دهغې له دسکول ځنې په مزه مزه دموبایل ټالۍ مې ترغوږ شوله ، موبایل مې پورته کړ
هلو،
داڅه نخرې کوي زما ورسره ډیر مهم کار دی او ډیر اهم پېغام ورته لرم؛
ته څوک يې؛ ما ترې ووپوښتل
زه یې ورور یم ، نازو ته وایه چې جميل ژوندی دی ،
دهغې دکړس کړس خندا سره زما له لاسه موبایل ولید
غزل/ ماښام خټک کراچۍبشپړ شعر ولولئ
غزل/ ماښام خټک کراچۍ
طاېر ځلاند
غزل
ماښام خټک (کراچۍ)
فیصلې دی چې ماتیږی فاصلې دی چې اوږدیږی
دلته داسې سړے نشته چې پرې زړونه راټولیږی
د نظر تر حده ګورم ېو سړے هم لیدے نه شی
په غوږونو کښې مې شور دے دا ېو زړه مې دے درزیږی
دغه خلق چې خاموش دی دغه خلق ګونګېان نه دی
که خبره د خلې ووباسی په خبره سر غوڅیږی
هر ېو خاڅکے ې تېره دے د وجود نه پورې ووځی
دا د کوم موسم باران دے دا په ما چې راوریږی
زما زمکه سره وورونه زما کور تالا والا شو
دا د چا د ګټې جنګ دے چې تر ووسه نه ختمیږی
دا زما د چم همزولی دا زما د کلی خلق
ېه ما ښامه دېر ساده دی ېه ماښامه نه پوهیږی
غزل/ ننگیال یوسفزیبشپړ شعر ولولئ
غزل/ ننگیال یوسفزی
طاېر ځلاند
غزل
ننګیال یوسفزی (کراچۍ)
په سپرلي کې کیفیت دخزانونو
اعتبار څه دی دښار په موسمونو
نه یې ور نه یې دیوال نه یې چنه شته
څه وجود شته ددې کلي دکورونو ؟
دا تابوت دچا په نوم باندې خوندي کړو؟
داتابوت ډک دی له سوو اندامونو
سیاست خو دسرونو سودا نه ده
سیاست خو سر ښیندل دي په سرونو
دایو څو دزړه خبرې مې تخلیق کړې
په سبب دسندریزو ماښامونو
مسلسل دغه یو خوب وينم ننګیاله
درز دی چغې دي ګډا ده دلاشونو
غزل / طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ
غزل / طایرځلاند
طاېر ځلاند
غزل
طایرځلاند
داچې ژوند ماښام ماښام دی تورې شپې دي
دتهذیب په منار ټولې ډیوې مړې دي
سياهي دزلفو نور دڅېرې زیات کړ
غلافونه تور زاځوړند په کعبې دي
بیا په زړه نوی غذاب راتلل یقین دی
بیا مې ماتې دنظر ستړې توبې دي
ما دلمر په لورې وړي خو عجیبه ده
چې مې شاته په سایې پسې سایې دي
تصور دې دښکلا دملک امير کړم
په خیالونو کې مې ټولې رنګينې دي
هرسړی ځان سره خپل خپل نظر واخلۍ
ورکې شوي په دې لاره قافلې دي
څه بلا دلته ضرور راځي طایره
داچې بندې دکورونو دروازې دي
غزل/طايرځلاندبشپړ شعر ولولئ
غزل/طايرځلاند
طاېر ځلاند
غزل
طايرځلاند
مجرم ګڼلم خلکو دلته نور په څه طايره
خو بس ملګری درڼا به ومه زه طايره
حادثه څه وه دبېلتون خو دقسمت پېښه وه
پوهېدم نه خو بس وختونه تېريده طايره
خپلو درنو روايتونو سره څومره خوند کړي
ښکته شي څومره چې بدل شي پښتانه طايره
دتغزل موسم مې ځکه و پېکه غزل کې
دالهامونو سره اور هم ورېده طايره
چرته و هغه وخت ښکلاباندې مين وګړي
چې په رڼا ورځې ګلونه قتلېده طايره
داچې اوس کاڼی دی سينه کې شور دژوند نه لري
يو وخت همدا سړی څراغ و بلېده طايره