پښتو ادب · شاعران
طاېر ځلاند
د طاېر ځلاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
69 خپاره شوي شعرونه
نن مې زړه غواړي چې غزل ولیکم/طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ
نن مې زړه غواړي چې غزل ولیکم/طایرځلاند
طاېر ځلاند
نن مې زړه غواړي چې غزل ولیکم
طایرځلاند
پوره دوه میاشتې وشوې
څه مې لیکلي نه دي
د يو غزل په نامه
څه مې ويلي نه دي
هغه دردونه ، کړاوونه، څړېکې
چې يې سېنه کې لرم
هغه مې چالره ښودلي نه دي
خو نن مې زړه غواړي غزل ولیکم
ددې اوږدې مودې چوپتیا ماته کړم
زما بالخت لاندې بنډ ل بنډل خطونه ايښي
موبایل هم له مېسجونو ډک دی
زما ياران ، ملګري ،څه نالېدلي خلک
له ما غزل غواړي خو څه ولیکم
اوس کومه څړيکه دخپل زړه ولیکم
زما ملګري ، مينوال مانه خواږه به غواړي
ځکه حیران يمه چې
څنګ اوس تراخه ولیکم
خپل کمپيوټر ته لاړم
په( ډي) فولډر کې مې د(لمر) په نوم کړکۍ پرانسته
يوه شېبه کې مې د دولس کالو
دتېرو شويو شېبو
په مزار کښېناستلم
ستا په څنګل،ستا په زنګون، ستا په سينه خوبونه
له جذبو ډک نشه نشه خوبونه
ستا دوريښمينو زلفو
شرارتونه دباد
ستا په نا زکو شونډو
دژوندانه حرفونه
ستا داواز په شور کې
دفطرت ټول خوندونه
ستا په ګريوان کې خوشبو يې دعطرو
قسم دی ټول زما په یاد دي او راياد شو راته
اوس زه غزل لیکمه
اوس يې لېکلی شمه
اوس دې ستایلی شمه
خپل مينوال مې خندولی شمه
قلم مې لاس کې دی غزل لیکمه
خو دضمیر په نامه
يو بوت سړی راته غږونه کوي
خلک خو وایې، چې جذبات نه لري
خلک خو وایې احساسات نه لري
خو هغه بل ډول خبرې کوې
هغه دستاستایل څه بد نه ګڼي
خو ددې ټول چمن خبره کوي
دګلابونو په نازکو پاڼو
دازغو خاپي شماري
دی، دمشرق په تالاشويو سپرلو
رانه څه فکر غواړي
او دمغرب په دې بد مسته طوفان
دسوچ دعوت راکوي
پوره دوه میاشتې وروسته
ما غزل ونه ليکه
ځکه په زړه مې مرحلې نوري دي
او دوحتونو تقاضې نوري دي
.................
انټرنيوز دفتر کابل
غزل:طايرځلاندبشپړ شعر ولولئ
غزل:طايرځلاند
طاېر ځلاند
غزل
طایر ځلاند
داسې دحالاتو پیچ و تا ب کې راګیر شوی یم
راشه کنه یا ره اظطرا ب کې راګیر شوی یم
ژوبل مې احساس شو په تیرو تیرو ازغو دوخت
پوه نه شوم خو سحر دګلا ب کې راګیر شوی یم
پخو لاندې نه زمکه لرم نه په سر اسمان مې شته
بیا نن دحالاتو کوم عذا ب کې راګیر شوی یم
څیره دیقین راکړه تیرو ځنې مې وبا سه
ژونده دوهمونو په حبا ب کې راګیر شوی یم
ماترې فلسفه دتغیر طایره زده کړله
زه یې چې دسترګو په کتا ب کې راګیر شوی یم
د نن ورځې خبر / عاشق الله یعقوببشپړ شعر ولولئ
د نن ورځې خبر / عاشق الله یعقوب
طاېر ځلاند
یوه افغان پیلوټ ۸ بهرني پوځیان ووژل
عاشق الله یعقوب
د افغانستان د هوايي قواوو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل : احمد ګل نومې افغان پيلوټ د هوايي قل اردو په غونډه کې پر بهرنیو پوځيانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۸ بهرنیان ووژل شول، یو بهرنی او۲ افغانان ټپیان شول.
په دغه وسله واله نښته کې په خپله افغان پيلوټ هم وژل شوی دی .
ملي دفاع وزارت د پیښې پخلۍ کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې (د غوايي ۷مه ) ديوه افغان پيلوټ او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د وسله والې نښتې له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د خبرپاڼې پربنسټ نښته له بهرنيو ځواکونو سره د افغان پیلوټ تر له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوه.
په دې هکله نور جزیات وروسته خپاره شي.
دثور ۷ / عاشق الله یعقوببشپړ شعر ولولئ
دثور ۷ / عاشق الله یعقوب
طاېر ځلاند
نن دغوايي اوومه دخلک دموکراتیک ګوند واک ته رسېدو له ورځې سره سمون لري.
عاشق الله یعقوب
د ۱۳۵۷ کال پر همدې ورځ یو شمېر پوځي افسرانو چې دخلک دموکراتیک ګوند غړي وو دیوې کودتا له لارې دافغانستان لومړنی ولسمشر محمد داوود خان او دهغه د کورنۍ غړي ووژل او پر دولتي واک یې قبضه ولګوله.
واک له رسېدو سره سم له یوې خوا په خپله دخلک دموکراتیک ګوند ترمنځ هم ژور اختلاف رامنځ ته او له بله پلوه ددوی پروړاندې ولس هم وسله وال پاڅون وکړ.
په لومړي سر کې نورمحمد ترکی دانقلابي شورا ریس او صدراعظم څوکۍ ونیولې خو له یونیم کال وروسته ترکی دهغه د مرستیال حفیظالله امین په لاس لومړی له ټولو دولتي او ګوندي څوکیو ګوښه او وروسته ووژل شو.
حفیظ الله امین هم له درې میاشتو اولسو ورځو واکمنۍ وروسته روسي ځواکونو وواژه او روسانو خپل باوري کس ببرک کارمل واک ته ورساوه.
افغان ولس دخلک دموکراتیک ګوند واکمنۍ او روسي ښکیلاک پروړاندې کلک غبرګون وښود چې په پایله کې یې شاوخوا دوه میلیونه افغانان ووژل شول او میلونونه نورکډوال شول.
قلندر مومند ته/ نجیب الله منلیبشپړ شعر ولولئ
قلندر مومند ته/ نجیب الله منلی
طاېر ځلاند
قلندر مومند ته
لیکوال : نجیب منلی
سپکه بڼکه چې په باد پورته شي
اوړي را اوړي په هوا کې ناڅي
په دې امید چې به دلمر له کاسې
ورته کوم څاڅکی درڼا وڅاڅي
خو چې باد غلی شي بڼکه هم په ځمکه پرېوځي
دارزو ګانو موچۍ وپاريږي
نو دسپوږمۍ دپلوشو په پړو
مين ديار غېږې ته ورسيږي
خو چې له ونې پانې لويږي دا رسۍ وشلوي
شاعره ته چې دژوندون په لار کې
داسې بې باکه ښه یاران داووې
لاهم دجنګ په خونړي ډګر کې
هغه دلارې رفیقان یادوې
شاعره ستا هره سندره ژوند دی
درڼآ لښکر هم ستا په پل قدم ږدي
ته يو زېری دسبا دانقلاب يې
په دې څه که درقيب دسترګو خار شوې
ای شاعره چې دیار دبڼ ګلاب يې
شاعره ته يې چې نمرود سره تکرار کې خوښ يې
شاعره ځه انسانیت له پاره
دروڼ سبا دموسکا زېری لیکه
دا دتيارو قصرونه ونړوه
مونږ ته دنوې رڼا زېری لیکه
دولس سترګو ته يو ځل کبريايي وښيه
خو
ای دپښتو ادب ځلانده لمره
ای قلندره دادب سلطانه
دتا شعرونه لارښونکي ستوري
ای دپښتون دهيلو ډک اسمانه
ها دبڼکو پلوشو مثال راياد کړه يوځل
داخو منم چې پسرلي کې باغ ته
څوک دکوڅې مړاوی ګلاب نه لېږي
دستورو ډک اسمان لمنې ته څوک
هسې مړ ژواندی خړ شهاب نه لېږي
زه نور څه نه لرم ده شنه پاڼه سوغات د درويش
زما خوارۍ ته په اغماض وګوره
د ارادت دغه پېغام ومنه
شاعره ستا دې په خپل شان قسم وي
دنااشنا شاګرد سلام ومنه
درڼا څاڅکي په بڼکه باندې وڅڅوه
په خوار مين باندې د وړانګو طناب مه لنډوه
هغه وخت او داوخت /بشپړ شعر ولولئ
هغه وخت او داوخت /
طاېر ځلاند
((هغه وخت او داوخت))
دا په ما څه وشول دا زه ولې بدل شوم دومره
دا په ما څه وشول دا زه ولې بدل شوم دومره
زه خو دکلي دجرګو دمرکو سړی وم
زما دکلي بنډارونه به اباد و په ما
زه دخپل کلي دزلميانو دزړګي سړی وم
دډيرو ژڼو دژوندون کیسې له ماسره وې
دکلي ډيرو نازنينو پېغلو
زما خوبونه لېدل
ښې راته يادې دي دکلي دڅو کالو کیسې
ديو څو پېغلو دلاسونو دسمالونه . ښېښي
ديو څو وچو مقدسو شونډو
څو مقدس لفظونه
خو هغه وخت زما معيار بدل و
وه زما لاربدله
اخ خدایه څه وشول دا زه ولې بدل شوم دومره
دچا دوه سترګو لره
ما ولې ځان بدل کړ
ماخپل جهان بدل کړ
ماچې دچا دسترګو نور غوښتلو
هغې زما له سترګو نور واخيسته
اوس زه دژوند په ډګر
داسې شېبې تېروم
چې دماضي دتېر موسم پسې ارمان راغی
نظم/ طايرځلاندبشپړ شعر ولولئ
نظم/ طايرځلاند
طاېر ځلاند
ورکه ماضي
(يو داسې چاته چې اوس رانه ډيره موده وشوه چې ورک دی )
طايرځلاند
ژوند لکه سيند په مخ روان دى په شا نه راګوري
وخت دهوا په اوږو سور دى چاته وار نه کوي
څومره کلونه څومره ورځې څومره شپې تيرې شوې
خو څو شېبو ته مې درزا دزړه ونه درېدله
اوس هم ستا لارې څارم ګرانه او هم تا يادوم
ځکه يوخــــــت تاهم زما په ياد ژوندون تــــيروه
يووخـــت به تاهم زما لارې غونډه ورځ څارلې
هرڅو زما او ستا ترمنـــــځ که فاصلې پرتې وې
خو پرمختـــــــــــګ او وسايلو فاصلې وړې وې
تابه سپوږمۍ ستوروته شپه کړه زما ياد کې تيره
اوچې رڼابه خپلې وړانګې راخورې کړې په تا
ته به دروڼ ســـهار په تمه تـــــــلويزون ته راغلې
شوګيروهلې اوسرې سترګې به دې کش کړې سره
اوڅو شيــبو ته به دمــه شوې دشمشــــــاد لمن کې
زه هم خبروم چې ريموټ به ستا په لاس کې وي اوس
مابه دستــــــــــا په خوښــه سپينه جوړه واغوستله
زه به په زړه کې وم خوشاله چې ته ګورې ماته
مابه سټوډيو نه سلام وکړه او مسکى به شومه
زه پوهيدم چې تا سلام واخيست،مسکۍ به شولې
مابه چې هرڅه وويل ، ياره مخاطب مې ته وې
ښه پوهيدم ، زما همکاره به دې ښه نه راتله
تابه وئيل چې دې ته مه ورګوره ، ماته ګوره
تابه چې څه وئيل، نومابه بس هم هغسې کړل
لکـــــه هم ته دخــــپرونې پروډيــوسره چې يې
زه هم نورنه پوهيــــــــــدم، ولې؟په ما څه چل شوى
خو ســـتا اواز رانه پنځــــــــه واړه حواس وړى وو
ستاســـندريزغــږ به زما روح ته مستــي ورکړله
ماســــــتا دمخ کتــــــاب به ستا دغږرڼا کې لوسته
ماتـه ليـــــــــــــــدلې نه وې ،ماته پيــــژندلې هم نه
خو ستا دې ډيرې ليوالتيا زه هم له ځانه ورک کړم
چې به ســـحر شو،نو به زه دروڼ ســـــــــهار لپاره
څـــــــــلورپنــــــځه ځلــــــــې هنـــدارې لره ودريدلم
ځکه زه پوى وم،چې به بيا ويې ريموټ ستا په لاس کې
بيا به دې جنګ وړکي رور سره ريموټ باندې وي
چې بـــــــه بريښنــــا کله سحر يو څو شيبې لاړله
نـــو ولـــسمشرلـــــــــره هم به دې خيرې کولې
داستا ددې دومره ليوالتيا هم زه له ځانه ورک کړم
ماته ليدلې نه وې ، څوک يې ته او څنګه به يې
خو ستا دې ډيرې ليوالـتيـا هم زه ليـــواله کړمه
هغه ورځ هم راغله ، چې تا يې هم شيبې شميرلې
ګله زه هم دخپل ارمان مـــــعراج ته ورســـيدم
ستا دښکلا په باغ کې وګرځيدم څو شيــــــبو ته
له هغې ښکلې وې چې ما دې تصـــور کړى و
تاهم احساس کولو داسې چې جنــــت کې وسې
لکه چې خداى وي پوره کړى ستا ارمان دژوندون
او بيا زمونږ ترمنځه ټولې فاصلې ختمې شوې
چــې به مـو کلـــــــــه هم يوبل په زړه راوريده
نوپه يوبل به مونږ ه دواړو سترګې يخې کړلې
خو اوس پوه نه يم، ددې دومره جدايۍ باوجود
چې شو يو کال تير ، خو مونږ يو بل سره ونه ليدل
ستا دموبايـل شميره اوس هم له ســــاحې بــــــهر ده
کلــــه ناکـــله مې يو تـــوره انـديـــښنه ونيـــــسي
چې هسې نه تا په ريښتيا دژوند ساحه پريښي وي
يـــادتـــا ورور وي څوک وژلى په ناحقه باندې
جـــرګې دســـــولې فيصــــله کړې دتا په سر وي
ته يې په بدو کې ورکړې يې ،په ښار کې نه يې
ياکــورنې دې تــــا کوژده وي ، چرته لرې کړي
دکــــــور دپــــاره دې په تير ژوند اړولي خاورې
ماخــــودژونــــــد په لاره دومره پړاوونه سر کړل
چې تـــير وخـــتونه هيرول زمـا په وس کې نه دي
ګـلــــه اى ګــلـــــه اى زمــــــــــــا دسـردسترګو ګله
دتــــــــــا لپـــــــــــــاره زه ترننـه زړې لارې څارم
دموبـــــــايــل شمــــــــــيره تر اوسه مې هغه ساتلې
هر څـــــوک زنـــــــګ ووهي ماته ستا يادونه راشي
ژوند مې دزهروګوټ دى خدايګو تيرول يې ګران دي
کـــه تــه دژونـــدو په لارو ستړې يې او تللې يې ترې
زه هم دژوند له باره ستړى يم نور وړل يې ګران دي
غزل/شېرمحمد حیدربشپړ شعر ولولئ
غزل/شېرمحمد حیدر
طاېر ځلاند
غزل
ستړی مزل، دمينې مل، دعشق انداز مې خوښ دی
پښتو غزل، دزلفو ول، دښکلو ناز مې خوښ دی
درباب ترنګ، دپانزېب شرنګ، دپیالوکړنګ او خمار
پټی دبنګ، په ډول کې ډنګ، دستار ساز مې خوښ دی
دلمر رڼا، دشپې ښکلا، دسپينو ستورو پړکا
سپوږمۍ تنها، دباد شغا، دسايې راز مې خوښ دی
زړه سره جنګ، خوی دپتنګ، په دښمنانو غورځنګ
رهبر ملنګ، په مظلوم ننګ، دقام سرباز مې خوښ دی
غوره اوصاف،ښکلی اهداف او دکعبې نه طواف
سپین اختلاف ژوند کې انصاف دحق اواز مې خوښ دی
خدای، پېغمبر، صدیق ،عمر،ورسره يوځای حیدر
پراخ نظر،هريو بشر، مسلم اعزاز مې خوښ دی
شېرمحمد حیدر
پښتو نوی غزل او انځور/طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ
پښتو نوی غزل او انځور/طایرځلاند
طاېر ځلاند
پښتو نوی غزل او انځور)) ))
طایرځلاند
شاعر چې څه محسوسوي او دڅه په اړه چې سوچ کوي، هر کله چې هغه ته د لفظونو جامه ورپه غاړه کړي او د تخيل پر مرسته د تخليقی عمل په بڼه د اظهار وجود ورکړي او شعري ځانګړتياوې په کې مراعت کړي نو ادب پوهان ورته د شعر نوم ورکړي، هرانسان فکر کوي چې په ورځني ژوند کې له ډير څه نه اغیزمن کېږي، امکان لري هغه د دې اغیزې په غبرګون کې له نورو لارو هم کار واخلي او د خپلو احساساتو اظهار وکړي ، خو د يوه هنرمند او تخليقي ذهن لرونکي انسان او د هغه چا ترمنځ چې تخلیقي فطري استعداد او وړتیا ونه لري ډیر توپیروي،
ځکه چې ديو عام انسان په پرتله ، شاعراو تخليقکار ورته نوی وجود نوی ژوند او نوی ارزښت ورکړي اودا کمال يواځې دلفظونو پرمټ ترسره کوي، ښکاره خبره ده چې يو عامي انسان لفظ څه ډول کاروي؟ او يو شاعر او تخليق کونکي څنګه یوه لفظ ته روح وربښي؟ عام لفظ به وي چې کله د يو غېر هنرمند په لاس کې وي، له هغه نه يو ډول کار اخلي، خو چې کله هم هغه لفظ د يوشاعراو تخليق کار په لاس ورشي نو هغه نوی ژوند، نوې مانا او نول تصور ور وبخښي،
که د لږې شېبې له پاره پر همدې خبره غور وکړو نو راته ښکاره به شي چې دلفظونو له فنکارانه استعمال نه پرته تخليقي عمل نيمګړی وي اوهغه احساس او فکرچې شاعر او تخلیق کوونکی يې داظهار په کوښښ کې وي، شعري مقام نه شي خپلولی، موږ سره ډیر داسې لیکونه شته دی چې د فکر او احساس له مخې خو به ډیر په زړه پورې وي خو چې کله يې هنري خوا ته ځیرشواو په ليک کې هنري ارزښتونه وڅيړو نو د فنون لطیفه (ارټ) له ډګره ووځي، نو زما په خيال له همدې کبله په لیک کې دلفظ هنري کارونه ډیر ارزښت لري
کله چې لومړيو انسانانو په خط اوکتابت پیل وکړ نو دلاس ته راغلو اثارو له مخې هغوي دلفظونو او حروفو پر ځای ددموجوداتواوپه ذهن کې دپرتو فکرونو او په زړه کې دا راټوکېدلی جذباتو او احساساتو، ((انځور))ونه کاږل، که څه هم دانسان داظهار دالومړۍ پېرايه به ډيره نېمګړې وه خو داړتیا له مخې دهغې زمانې انسانانو پرې دخپل مافی الضمير اظهار کاوه اوپه خپلو منځونو کې يې دافهام او تفهيم دا لاره کاروله، خو دوخت په تېرېدو سره چې انساني ذهن پرمختګ کاوه له نويو کايناتوسره مخ کېده، په تخليقي ذهنونو کې دژوند اوکايناتو په اړه نوي تصورات راپېدا کېدل، دانسان په ذهن کې راټول شوي نوي تصورات د اظهار په لومړۍ پېرايه کې تنګ شوي وو، نو ديوې نوې لارې پېدا کولو په هڅه کې انسان دې پايلې ته ورسېد چې دماناو له پاره يې حروف رامنځ ته کړل،
زه نه پوهيږم چې لومړي هغه انسان چې کله يې ماناو ته دحروفو او لفظونو جامه ورپه تن کړله په کوم منطق ماناوته ځانګړي دا حروف وضع کړل؟
البته امکان لري د هغه انسان په ذهن کې چې کوم څه پراته وو دغو حروفودهغو عکاسي کولی شوه او دافهام او تفهيم له لومړنۍ پېرایې نه بشپړه وه، خو په کراره کراره له دې لفظونو او حروفو سره تصورات وتړل شول اوچې کله هم اوس موږ کوم لفظ دچا له خولې نه واورو نو سمدستي زموږ په ذهن کې يو ((انځور)) هم جوړ شي، داسې ښکاري چې له کوم څه نه موږ په ژبه دلفظ او حروفو په ذريعه تعبير کوو په همدې وخت کې دهمدې لفظونو داستعمال سره جوخت په ذهن کې تصويرونه هم جوړيږي،نو چې څومره دژبې استعمال په هنري پېرايه کې وشي نو هومره به په ذهن کې د((انځور))ونو جوړېدنه روښانه او بشپړه وي همدا وجه ده چې دکومو لفظونو سره په ذهن کې ((انځور)) جوړ نه شي نو انسان په اسانۍ پرې پوهیدلی هم نه شي او نه هم دهغه په زړه ذهن کې ځای پېدا کولی شي
هرکله چې مونږ شاعر ته دلفظونو جادوګر وايواو شاعردلفظونو سره لوبې کوي دلفظونو په فنکارانه استعمال پوهيږي نو ښکاره خبره ده چې دهغې ژبه به دې ته زياته جوړه وي ترڅو دلوستونکي ذهن کې ((انځور)) رسم کړي، مونږ که په خپلې کلاسيکي شاعرۍ نظر اچوو نو تر ډیره حده له ((انځوره)) ډکه ده هرڅو که زمونږ دکلاسيک دور شاعرانو دې ته په شعوري توګه کومه خاصه پاملرنه نه ده کړې ، او نه هم هغه وخت د (((انځور))) په اړه کومه اصطلاح وه، خو په لاشعوري توګه دهغوي په شعرنو کې ((انځور))ته ډیر ارزښت ورکړل شوی دی، امکان لري هغه وخت په شعر کې ((انځور)) کوم مصطلح ارزښت نه درلود،خو داچې لفظ دمفهوم تصوير وي اوشاعردلفظ په فنکارانه او هنري کارونه باندې پوهيږي نو په شعرونو کې يې دشعري ترکيبونو پرمټ، دخيال په مرسته،دلفظونو په هنداره کې ((انځور)) تخليق کړی دی، زما په نظر په شعر کې تخليقي ((انځور)) ديو احساس او حسي تجربې له مخې رامنځ ته کيږي، اوهنرمند او تخليقي ذهن لرونکي له احساس اوجذبې سره يو ځای ذهني او عیني ((انځور)) هم تخليق کوي،
شاعر چې په خپل په خيال کې کومه دنيا اباده کړې وي نو په شعرونو کې دهغې ((انځور)) په لاشعوري او شعوري توګه خلکو ته ورڅرګندوي،
دپښتو شاعرۍ په لمن کې د((انځور)) ارزښت له پوخوا نه موجود دی که له ديواني ادبياتو نه لږ مخکې لاړ شو او شفاهي ادبياتو باندې نظر واچوو نو هلته هم تخليق کارانو دې ارزښت ته پوره پوره پاملرنه کړې ده يواځې پښتو ټپه په دې اړه دومره شتمنه ده چې دنړۍ له هر ې ژبې دشعر سره د((انځور)) په برخه کې مقابله کولی شي،
پاس په کمر ولاړه ګله
نصيب دچا يې اوبه زه درخېژومه
زه چې کله هم دا ټپه اورم نو فکر مې واخلي چې دا ټپه به دکوم هنرمند انسان له خولې وتلي وي دهغې حواس څومره ژوندي ول هغه دغه منظر څنګه زړه ته کوز کړی دی اوبیا هغه انسان به دتخيل څه ډول قوت درلود چې دلفظونو په پيرايه کې يې يو مفهوم داسې ((انځور)) کړی دی؟
تاسې په دې ټپه لږ فکر وکړۍ ، په کمر ولاړ ګل ، هغه به دلمر تودوخې مړاوی کړی هم وي پاڼې به يې خړې وي، اويو چا به ورته اوبه راروانې کړي وي، په غره ختل ، يو بیل انځور دګرمۍ له کبله به په ده خپله هم خولې راماتې وي او سانيولی او ورخطا به وي ، که ددې ټپې په علامتي انداز سر هم ونه ګرځوو نو يواځې دا ((انځور)) يې هم دمعيار له پاره بسنه کوي او همدا وجه به وي چې ترننه دخلکو په زړونو او حافظو کې خوندي ده
همدا روايت چې مونږ په ديواني ادبياتو کې او په ځانګړې توګه په شعر کې هم ګورو نو په هردور کې شاعرانو دې هنر ته پوره پوره ارزښت ورکړی دی تاسې دبیټ نيکه مناجاتي نظم وګورۍ
لويه خدايه، لويه خدايــــــــه
ستا په مينه په هر ځايـــــــــه
غر ولاړدی درنـــــــــاوی کـې
ټولـــــــــه ژوی په زاری کـــې
دلته دي دغرو لمــــــــــــــــــنی
زمونږ کږدی دي پکې پـلنی
دا وکړی ډیر کړي خدايـــــــــه
لويه خدايه،لويه خدايــــــــــه
تر اخره .......................
که دبیټ نيکه دا مناجاتي نظم تر پايه ولولو نو هربند يې يو ځانګړی ((انځور)) لري، همدا رنګه زمونږ په زړه شاعرۍ کې تر ډیره حده پورې ددې خبرې خيال ساتل شوی دی چې څنګه يو شعر ته ((انځور)) ورکړي،
روښانيانو چې په شعر کې يې زيات وخت تصوف ته ځای ورکړی دی اوپه غزل کې يې پراخه موضوع همدا تصوف دی، تصوف دروحانياتو سره اړيکې لري او روحانيات په يو ډول غیرې مادي موضوع ده خو چې کله شاعر داموضوع په شعر کې بیانوي نوبیا ورته يو مادي رنګ ورکوي تاسې راشۍ د(وحدت) الوجود نظريه دمرزا خان انصاري په دې شعر کې وګورۍ چې دخيال په مرسته يې څنګه تصويري بڼه ورکړې ده
د (کثرت) لباس يې واغوست
راڅرګند په څو انواع دى
د (وحدت) ونه يوه ده تل تر تله
او (کثرت) يې په ښاخونو تار په تار شي
(مرزا خان انصاري)
په لومړي شعر کې دلباس اغوستنه يومجسم تصوير په ذهن کې جوړوي،په دويم شعر کې د(وحدت) د ونې يو کېدل،اوبیا د(کثرت) دونې ښاخونه تار په تار کېدل يو نوې ((انځور)) ذهن کې جوړوي، همدا ډول که دخوشال بابا شاعري لولو دهغې په شاعرۍ کې هم ((انځور)) يو اهم عنصر دی
په بل ځای مې پېرزو نه شې ديار غمه
ته زما دزړه دمات کودي ریحان يې
(خوشال بابا)
خو که دنن دور شاعرۍ ته ځيرشو نو دنن دور لیکوال په دې ډیر ټېنګار کوي چې باید شعر ((انځور)) ولري او بغېر له ((انځوره )) شعر ته نن سبا چندان ارزښت هم نه ورکول کیږي، هغه شاعرانودخلکو زړونو کې هم ځای پېدا کړی دی کومو چې دلفظونو ځنې دتخيل پرمټ ذهني او عيني ((انځورونه)) جوړکړي دي
دپښتونوی غزل چې دکلاسيکي دور له غزله رابیل شوی دی نو دنورو ډیرو ځانګړتياو ترڅنګ يوه ځانګړتيا يې همدا ((انځور)) هم دی، غزل چې يوډول ډیرنازک صنف دی او په خپل ذات کې ډیر نزاکتونه لري نو ځکه يې په خپلې غيږې ((انځور)) ته ځای ورکړی دی ځکه چې په دې سره اختصار ایجاز اوتخيلي ژبه لاهم قوي کیږي، بله داچې په غزل کې شاعر نه شي کولی چې يوه موضوع له سر نه تر اخره لوستونکي ته وړاندې کړي، دا ډول موضوعات کیدی شي په نظم کې په ډیره ښه پېرايه وړاندې کړلی شي خو غزل چې مدام په کې له ایجاز او اختصار نه کار اخېستل کيږي هلته بيا شاعر زیاتره وخت له داسې مشکلاتو سره مخ کيږي او نه شي کولی چې يوه موضوع په بشپړه معنی لوستونکو ته وړاندې کړي په داسې مرحلو کې دغزل شاعران همیشه دشعري صنعتونو نه کار اخلي، دعلامت ، ترکيبونو، استعاراتو، تشبیهاتو تلمیحاتو، اونورو شعري صنعتونه په کار راولي
په همدې وخت کې دغزل شاعر کولی شي چې د((انځورګرۍ)) له لارې خپل هغه خیال او فکر چې شاعر يې اظهار غواړي لوستونکو ته منتقل کړي ، شاعر دا نه وايی چې زما په کلي جنګ تېر شوی دی زما کلی لوټې لوټې شوی دی زما دکلي ښایستونه خلکو چور کړي دي خو داسې شاعرانه اظهار يې کوي ځکه چې دايې شعري او هنري ضرورت دی
مرغان دې راشي زمونږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري کلی مو چنار نه لري
(پېرمحمد کاروان )
دنن دور شاعر دخپل غربت دخپلې دربدرۍ دخپلې بې وسۍ داستان چاته نه شي لیکلی نوځکه هغه غواړي چې هغه حسي تجربه چې دی وسره مخ شوی دی په يو ((انځور)) کې لوستونکي ته وړاندې کړي
خلک دې کډې ګرځول له مانه زده کړي
چې مې زوړ پاس په اوږو دکور سامان شو
(ریاض تسنيم)
دنن دور شاعر خپل لوستونکي ته دفلسفيانه موضوع توضيحات نه شي کولی ، ځکه چې هغه دخپل لوستونکي له بوختياو خبر دی هغه ورته دا فلسفیانه فکر اوخيال په شعري ((انځور)) کې وړاندې کوي
هریو شی په تغیر دی هريو شي کې يو قوت دی
مړی هم په حرکت دی ژوندی هم په حرکت دی
(خالد پښتون)
مغربي نقادان د((انځور)) او تصویر جوړونې په شا درې عناصر په ګوته کوي او وايې چې ((انځور)) ياتصویر له دې نه سرچينه اخلي
1 يوهغه ډول چې دورځنيو پېښو دريښتينو حقایقو دخپل دور دغوښتنو سره سم او دخپل عصر دکړه وړه مطابق رامنځ ته کړی شي
لکه دقیصر اپریدي په دې شعر کې
اسمان او زمکه دباګرام څه درته ووايمه
خوبس يو لوښی دی برغولی پرې نسکور پروت دی
(قیصر اپریدی)
2 دويم قسم هغه چې ديوې ريښتني او عصري پېښې ((انځور)) ديو نه لېدونکي ياغېر مري تصوير يا تصوره سره وکړی شي او په نتیجه کې يې يوشعري ((انځور)) رامنځ ته کړی شي
لکه دښاغلي پېرمحمد کاروان په دې شعر کې
څنګه يې وڅکم څنګه وخندېږم زهر دې شي
په اباسين کې دکابل دغرونو اوښکې راځي
(کاروان)
3 درېم ډول هغه دی چې له کومې مذهي يا قومي پېښې ، ياهم له فلکوريکو داستانوله هيرو سره اړيکه ولري او په اړه يې دلوستونکي په لاشعور کې تصورات هم پراته وي لکه دکربلا واقعه ياهم دلیلي مجنون په اړه چې په ياد يې سمدستي دلوستونکي ذهن هغې خوا ته ځي په دې اړه چې لوستونکي څه تصویر لري نو ددې سره سم په دې اړه دهغه په ذهن کې جوړشوي چوکاټ کې ترې مانا اخلي، چې ددې مثالونه په پښتو شاعرۍ کې ډير زیات دي ، که دې سره تلمیح ياده کړو نو هم بده به نه وي په دې برخه کې له تلميحانو نه شاعر پوره کاراخیستلی شي
که دمغربي نقادانو، ډیوډ ايف مارکس،جیمز ډی راته او ددوي دنور ملګرو دې نظريې ته وګورو نو ویلی شوچې په پښتو شاعرۍ کې په دې درې واړو قسمونو سترګې يخېدلی شي، په دې برخه کې زه يوه بله خبره هم کول غواړم هغه دا چې زمونږ پښتنو شاعرانو د((انځور)) يا تصویر جوړونې کې له درې مهارتونو نه کار اخيستلی دی
1 يو ډول هغه شاعران دي چې هغوي تقليد کوي دنورو شاعرانو په شعري تصویرنو دخپل شعر دارزښت زیاتولو کوښښ کوي
2 دويم ډول هغه شاعران دي چې هغوي په تصویر جوړونې کې دنورو له تجربو نه هم استفاده کوي او هڅه کوي دنورو شاعرانو له تخلیقي تجربو نه استفاده وکړي اودخپلو شخصي تجربو سره په امتزاج يوه بېله لاره پېدا کړي دنورو شاعرانو تصویري تصورات دخپلو تصوراتو سره ګډ کړي او يو نوی رنګ تصویر ته ورکړي
3 او درېم ډول هغه شاعران دي چې هغوي په دې برخه کې نه خو دنورو تقلید کوي نه هم په خپل تخلیقي عمل کې دنورو شاعرانو له شعري تجربو نه استفاده کوي بلکې هغوي ځانګړي او نوي تصویرونه رامنځ ته کوي
زمونږ پښتو شاعري او په ځانګړې توګه غزل دا درې واړه ډوله شاعران لري چې دغزل له پاره په خپل خپل ځای درې واړه ډلې ارزښتمنې دي او په خپل خپل حیثیت يې ارزښت زیاتوي
نو که ددې ټولو خبرو نچوړ را واخلو نو ویلی شو چې دپښتو په غزل کې د((انځور)) ياتصویر ارزښت دغزل دنورو ځانګړتیاو په څیر ډ یر اهم ګڼل کيږي او شاعران کوښښ کوي چې له دې هنره دغزل په ښایست کې پوره پوره کار واخلي
(ڼوټ)له، پښتو غزل په نويو پړاوونو کې ، کتاب نه )
غزل؟ نور يه وهاببشپړ شعر ولولئ
غزل؟ نور يه وهاب
طاېر ځلاند
غزل : نوریه وهاب
دشپی راپاڅم د سپوږ مي په مخ داغونه شما رم
په سبا یی کی می د خپل زړه پرهارونه شمارم
عمرونه تیر شول لامی صبرترینه نه دی سوی
په تصورکی دشهید پلارجان کلونه شمارم
زما دمورپه شانی ټولی ارمان جنی ښکاری
په هره لارکی چی دکونډوکتارونه شمارم
په خواروسترګو کی یی هره ګړی ځان وینمه
چی په کوڅو کی یتیمان ببرسرونه شمارم
افغانستان یم هرچا وکړل ګوزارونه په ما
په خپل بدن کی می د توروپرهارون شمارم
دا زه نوریه به یی سنګرته نظر ما تی شمه
په توروغروکی د غازیانومرکزونه شمارم