د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

طاېر ځلاند

د طاېر ځلاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

69 خپاره شوي شعرونه

طرحي مشاعرهبشپړ شعر ولولئ

طرحي مشاعره

طاېر ځلاند

طرحي مشاعره

 (طایرځلاند)۲۳ـ۳ـ۲۰۱۲

 ننګرهار رودات قدرځی

 د فی البديه یا طرحي مشاعرو دود په پښتنو کې کوم نوی دود نه دی بلکې له پخوا راهيسي چې چرته هم څو شاعران سره راټول شوي دي نو ددغه دود دژوندي ساتلو هڅه یې کړې ده

تېره شپه (دمارچ ۲۳د۲۰۱۲)چې همداسې يوه موقعه په لاس راغله هڅه مو وکړله چې دخپلو اسلافو راپاتې شوي دا دود وساتلی شو

له کوزه پښتونخوا نه ځوان شاعر ښاغلی عثمان علي عثمان راغلی و او په همدې پلمه ښاغلی ارشاد رغاند، ښاغلی عبدالله هوډ، ښاغلی محبوب شاه محبوب ،ښا غلی زیارخان یاد  مې مل شول او دجلال اباد ښار په ۲۰ کېلومېترۍ کې د روداتو ولسوالۍ د قدرځي په کلي کې دا ضمینه برابره شوه چې دوستانو سره ادبي بنډار وکړلی شم

هوډ او رغاند صیب ټېنګار کاوه چې یوه مشاعره وکړو او چې ريښتیاخبره وي نو زه (طایرځلاند) او ښاغلی عثمان علي عثمان لږ غلي غوندې شو خو چې محبوب صیب او یاد صیب هم هغوي سره ملګري شول نو زه او عثمان علي عثمان هم اړ شو چې پر پل يې پل کښېدو

دطرحې په توګه دا مطلعه وړاندې کړی شوله

 

(د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل)

 

بس نو ټولو ملګرو قلمونه راویستل خو مونږ دیو یو شعر پر ځای چې کله ټولو پوره کړل او ټاکلی وخت ختم شو نو سره راټول شو او همدا طرحيیزه مشاعره موسره یو بل ته وړاندې کړله چې تاسې هم ځان سره په کې شريکوو

 

 

 

طرحي مشاعره

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

لږ که مې وژړل اشنا دا به کمزوری نه یم

یم به کمزوری که اشنا په دار مې ډیر وژړل

 

هر یو کم عقل د دی خاوری مې خاموشه خو

خو دومره ده چې د دی خاک هوښیار مې ډير وژړل

 

عثمان علې عثمان

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

 

له وخته مخکی مرګ ته ګوره چې را اخیستی یې یم

مازدیګر څه تله چې په شنه سهار مې ډیر وژړل

 

په مرګ یې ما نه ژړل څکه مرګ خو حق دی کنه

اخ د لالې په دغه ورک مزار مې ډير وژړل

 

عبدالله هوډ

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

نن موده وروسته سره مخ شو خو په دغه ځل کې

د بیلتانه د بیا راتلو په ډار مې ډير وژړل

 

ستا په اقرار چې څومره خوښ وومه باور دی وشه

تر هغی ډیر په  نني انکار مې ډیر وژړل

 

د کلې خان چې ستا په سر کلې نه وشړلم

رقیب مې خوښ وو مګر مور او پلار مې ډير وژړل

 

ما ته دی هر عمل په نوي رنګ وو نوی ژړا

څه مې پوښتی چې ستا په کوم یو کار مې ډير وژړل

 

لاړی یو بل معصوم ارمان دی راته بیا وواژه

ستا د غرور په دی ړانده بمبار مې ډير وژړل

 

ارشاد رغاند

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

 

تنده مې ما ته د نظر په یوه لاره نه شوه

ستا د یادونو په بې رنګه ښار مې ډير وژړل

 

د هغی بام تماشه ما نه شوه نیمګړی پاتی

له بې وسئ ځینی د وخت په دار مې ډير وژړل

 

بیګاه خو بیا وي زما سترګي د خوبو مقتل

د تعبیرونو په رڼا سهار مې ډير وژړل

 

نتیجه دا شوه چې ازغې شو د خوشبو قاتلان

د پسرلې په دغه نوي کار مې ډير وژړل

 

عجیبه نه ده چې مې کاڼو ته نیولی تندی؟

عجیبه نه ده چې د ګل په وار مې ډیر وژړل

 

شو ل چې قدونه پیمانی دتشخص  طائره

د زماني په اوسنې معیار مې ډير وژړل

 

طائر ځلاند

 

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

شاید چې زه به د زړګې څنې مجبوره وومه

چې ستا د کلې نه وتم تر ښار مې ډير وژړل

 

نورو که وکړه خو اشنا ته په ما نه پوهیدی؟

لکه منصور یم د شیبلې په وار مې ډير وژړل

 

د اختر ورځ چې په زړو جامو کې ځان دی جوړ کړو

ستا په نیمګړي نیمه خوا سینګار مې ډیر وژړل

 

یوازی دا نه ده چې ستا د شپیلۍ ستونی ټپ شو

لکه سیتار د هر یو ترنګ د تار مې ډير وژړل

 

یوازی ته نه وی چې تا یې په غم وژړلی

ګوره هغی پسی مې زړه بیمار مې ډير وژړل

 

محبوب شاه محبوب

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

په مخه ښه کې مو د اوښکو ملګرتیا یوه وه

خو د کلا تر وره یاره، یار مې ډیر وژړل

 

د زماني رهبر دا پریکړه کړی ټول میینان دار ته خیژو

وار مې رانغلو د اشنا په وار مې ډير وژړل

 

هغي ته زه او هغه ما ته ائینه غوندی ده

خو د یو چا په نالیدلي څار مې ډير وژړل

 

کا کا پنځه روپئ به راکړی د څپلیو د رنګ

آه د تنکې ګلاب ماشوم په کار مې ډیر وژړل

 

ویلنټاین ډیبشپړ شعر ولولئ

ویلنټاین ډی

طاېر ځلاند

ويلنټاین ډی :

طایرځلاند                                                                                                   

له هرې لورې ماته

ډير میسجونه راغلل

په میسجونو کې ګلاب او زړګی هم رسم دی

دسرکو شونډو خاپې هم ښکاريږي

لکه چې ماته مې نن ورک مینیان

دمحبت دورځې

مبارکي راکوي

سره له دې چې په دې ورځ کې نه څوک ويره کوي

او نه له چانه څوک شرميږي په څه

نن خو له تېرو شپږ پېړیو دمینو کیسه

هر یو مین یادوي

دمامخ چې ماته

غټ تلویزون ایښی دی

ددې په سکرين هم څه لیکل ښکاريږي

جینۍ خپل نوم لیکلی او په ډاډه دخپل یار نوم اخلي

خو زه چې ژوند په داسې زمکه کوم

چې دیرش کلونه وشول

او لامې دا خپله وارنه شوې څېره

ښيښه کې ونه لېده

لا مې دخپلو سترګو

په اوښکو زړه سپک نه دی

لامې لاسونو کې ګلان نشته

ازغي لرمه

نو ازغي زه

دویلنټاین په ورځ چاته ورکړم

یوه جینۍ چې لا تر ننه پورې

زه دهغې په تقدس قایل یم

زه يې مریم ګڼمه

او زه له دې ټولې دنیا

هغې ته زړه کې احترام لرمه مینه لرم

هغې ته څنګه ازغي ولېږمه

زما مین ملګرو

او په مین باندې مین ملګرو

که مونږ ريښتیا چا سره مینه کوو

راځۍ اول دژوند له لارو کوڅو

دا بدرنګۍ ورکې کړو

ازغي ګوزار کړو او لاسونو کې ګلاب را واخلو

که دا ګلاب دکومې ښکلې جینې

زلفو ته وروړو

نو ریښتیا وایم چې

مونږ به دخپلو محبوبو سره  دزړه له کومې مینه کوو

راځۍ له نن ورځې الهام واخلو چې

په ژوندانه کې مینه هم پکار ده

مونږ به ترڅو قفس کې ژوند تېروو

او دجیلوان لور به ګلونه راوړي

او یابه بیا مونږه  شو په دار اویزان

ددار په سر به ویلنټاین دچا نوم اخلي

راځۍ له نن ورځې الهام واخلو

14ـ2ـ 2012    کابل انټر نیوز

 

 

غزل/ ازروال سالار احمدزیبشپړ شعر ولولئ

غزل/ ازروال سالار احمدزی

طاېر ځلاند

غزل

ازروال سالار احمدزی 

راځه ځانونه ګورو د ضمير په اېنه کې

چې زه به کوم ځان ته، که ته وير په اېنه کې

يقين سره به مخ داځل له خپلې خېرې تاؤ کړي

که وليدلو خپل مخ مو امير په اېنه کې

ېو ځان راته دوه ځان شي، دوه ځانه مې څلور شي

چې ګورمه ملګرو د تقدير په اېنه کې

ما وېل چې ستا د سترګو په هندارو کې ځان ګورم

خپلواک زړګی مې پاتې شو اسير په اېنه کې

سپين مخ يې چې ښکاره شو هيندو د تورو زلفو

په شوخ نظر اوس وګوره کشمير په اېنه کې

دا زه يې چې جوهر ته د حېرت په نظر ګورم

سالاره! شته دی شته دی څه تاثير په اېنه کې

غزل

ازروال سالار احمدزی 

راځه ځانونه ګورو د ضمير په اېنه کې

چې زه به کوم ځان ته، که ته وير په اېنه کې

 

يقين سره به مخ داځل له خپلې خېرې تاؤ کړي

که وليدلو خپل مخ مو امير په اېنه کې

 

ېو ځان راته دوه ځان شي، دوه ځانه مې څلور شي

چې ګورمه ملګرو د تقدير په اېنه کې

 

ما وېل چې ستا د سترګو په هندارو کې ځان ګورم

خپلواک زړګی مې پاتې شو اسير په اېنه کې

 

سپين مخ يې چې ښکاره شو هيندو د تورو زلفو

په شوخ نظر اوس وګوره کشمير په اېنه کې

 

دا زه يې چې جوهر ته د حېرت په نظر ګورم

سالاره! شته دی شته دی څه تاثير په اېنه کې

دطایرځلاند نوی غزلبشپړ شعر ولولئ

دطایرځلاند نوی غزل

طاېر ځلاند

په اوږو يې اخیستلی لکه خس دی

هوس ژونددی او که ژوند خپله هوس دی

توراوربل دې  دمخ لمر دی مړاوی کړی ؟

که پرېشان له نوي غم زما اولس دی

محبت دې حوصلې کړې زما لوړې

ګنې درد دې له پخوا نه یو په لس دی

په غزل کې مې خواږه له بل ځي نه دي

راټول کړی مې دتا له شونډو رس دی

کتابونه مې خواره واره پراته دي

پکې ورک رانه تصویر دزړه دکس دی

بیا مې چادکور ور نیمه شپه ټک ټک کړ

بیا مې ولې ورخطا هر یو نفس دی

ستوري کاڼي دي ، په کاڼوباورنه کړم

انتظار دلاسو کرښو ته عبث دی  

شېبه مخکې په دې ځای کې څوک ولاړ و

دا چې اوس دلته ولاړ ګل د نرګس دی

 

 

دخالد ریحان غزلبشپړ شعر ولولئ

دخالد ریحان غزل

طاېر ځلاند

غزل : خالدريحان
د سپېڅلي ضمير تـــول کـــې را ايســـــار يم
ســـمنـدر يم په کـــــچکول کې را ايسار يم

را نـــــه تاو دې شي شـهيـــد شــهيد يادونه
بس دحـــورو په کهول کـې را ايســــار يــم

د آواز لښــتې مې مـاتـــــې ډنګ مې نشته
اوس د خپل جـــود په ډول کې را ايسار يم

در نه ورک نه شـــم په اوښــــکو کې جانانه!
ستا دســترګو پـه کـــنډول کې را ايسار يم

د شــهيدې کـــوچۍ خــال يـــمه لوېـــــــــدلی
چــــې په لپــو د غاټـــول کې را ايســـــــار يم

د کا بل د د ر د ر مه يمه ر ا پنډ ه
د خو ږ من ز ړ ګي په شپو ل کي ر ا ايسا ر يم

نوی غزل/ طايرځلاندبشپړ شعر ولولئ

نوی غزل/ طايرځلاند

طاېر ځلاند

غزل

نوي څه. ځان سره رانه وړل وختونو
منظرونه دي دتېرو موسمونو

 ستا په نوم ګلاب مې ګوتو کې نیولی
باور نه کوم په کرښو دلاسونو

دوخت زلفو کې تیاره اوس هم ویده ده
په کنډو څه ته  راخيژیه لمرونو

دارمان درد په هرځای کې راسره وه
يم رغلی زه تر  تا په تېندکونو

حرارت مې دجذبو زړه کې محسوس کړ
چامې ونیول لاسونه په لاسونو  

چې په سترګو کې يې خوب طایره نشته

تعبیرونه څنګه ورکړو دخوبونو
طایرځلاند

9ـ11ـ2011 کابل

 

نوی غزل/ طايرځلاندبشپړ شعر ولولئ

نوی غزل/ طايرځلاند

طاېر ځلاند

غزل

الحذر او الامان له دې حالاتو

 لاس مې بر نه دی اشنا په امکاناتو

دخزان دمازیګر یخ یخ موسم دی
تجربې دنوي نوي کیفیاتو

چې رڼا ته ددې زمکې ضرورت دی
ستوري ولې نه راځي له سماواتو

پرمختګ دزمانې هرڅه بدل کړل
پېرایه غواړي دنوي احساساتو

ته په خپلو شونډو یاره باور راکړه
مزه څه وي دشکرو او دشاتو

څوک دې زلفو کې طایرڅو شېبې ځاي کړي
زړه يې تنګ دی ددې وخت له واقعاتو

طایرځلاند

۱۹ـ۱۱ـ۲۰۱۱کابل انتر نیوز

غزل /طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ

غزل /طایرځلاند

طاېر ځلاند

غزل

له ساړه ساړه امکانه بغاوت دی

شور دپاڼو له خزانه بغاوت دی

خپلې سترګې يې دځان په لور نیولي

زمکې کړی له اسمانه بغاوت دی

ماښامونو ډيوې کېښودې په لاره

ښکاري داسې له هوانه بغاوت دی

ستا په لور مې چې دزړه ستنې کږې شوې

داخویار نو له ځانه بغاوت دی

دایرو کې ژوند طایره دمرګ لار ده

دژوند لاره خو جانانه بغاوت دی

طایرځلاند

16ـ11ـ11 کابل انترنیوز

سيداکبرساېر/غزلبشپړ شعر ولولئ

سيداکبرساېر/غزل

طاېر ځلاند

غزل

ښکاريږي چې دا هم د پښتنې سيمې منظر دى

اسمان په وينو سور دى چا وژلى مازېګر دى

سور رنګ چې راڅرګند شو په رګونو د چينه کې
شوم پوې چې ښکته شوى تل د ځمکې ته پرهر دى

کوچۍ سره اوس مينه ستا ناشونې ده شپونکيه
ستا لاس کې دى ټوپک دهغې شين منګى په سر دى

ته تل وايې چې ولې راته لار کې نه درېږې؟
دا ځکه چې په دې کې ګرانه ستا د سر خطر دى

ماضي او مستقبل او حال چې واړه ورته ښکاري
ساېره! بس هم دغه د شاعر سړي نظر دى
    ١٦ -٧-٢٠٠٩ سعودي عرب الطاېف

دقدرت الله درمان ښکلی غزلبشپړ شعر ولولئ

دقدرت الله درمان ښکلی غزل

طاېر ځلاند

غزل/قدرت الله عتیق
سپني کوتري زماپيغام وطن ته ورسوه
زما دزړه هم دامرام وطـن ته ورســـوه
دوطن خلګوباندي وغوړه وه ښکلي وزر
زمــا تحفه زما سلام وطــن تــه ورســـوه
سپيني کوتري!داسي هم وکړه زمادپاره
دسولي پاک سپيځلی نام وطن ته ورسوه
زماسوچونه اوخیالات ټول دوطن ده پاره
زمادژونـــددغه الهام وطــن ته ورســــوه
زمادزړه پـــه دردخبري دهواکـــــوتري
نودغه دردمي نن ماښام وطن ته ورسوه