پښتو ادب · شاعران
مجيب الرحمن احساس
د مجيب الرحمن احساس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
10 خپاره شوي شعرونه
ای کاتب تقدیربشپړ شعر ولولئ
ای کاتب تقدیر
مجيب الرحمن احساس
داوردوژبې ديوې پخوانۍ سندرې نه په الهام .
اې کاتب تقدير!!
خوږې خوږې خبرې
دګرمې غېږې عطر
دشونډودلمبواور
دګرمواحساساتو
دتګ راتګ بهير
اې کاتب تقدير!!
____
ديارخالي اوربل ته
يوڅاڅکى دسپوږمۍ
ماښام دغني خان
يوتاردسپېلني
چې وچ يې کړم نذير
اې کاتب تقدير
__
دشپې لېونۍ چيغې
دسپين سهارهنداره
يوڅوشنه پسرلي
دچادمستوسترګو
دچاپه يادشوګير
اې کاتب تقدير!!
__
داوړي يوه غرمه
وږمې دسنځل ګل
ګلاب ګلاب جانان
دويښوسترګوخوب
چې يوبل ته ووځير
اې کاتب تقدير!!
__
دستوروپه شان سترګې
دمينې اداګانې
دخپل زړه په هنداره
له رنګ اونوره ډک يو
همداسې يوتصوير
اې کاتب تقدير!!
عزلبشپړ شعر ولولئ
عزل
مجيب الرحمن احساس
اوس چې ستادبېلتون خيــــال راسره نشـــــــــته
اوس عــــــــــــــــــروج يمـــــه زوال راسره نشـــــــته
ستااوربـــــل ته له سپوږمۍ نه څاڅــکي غواړم
فقــــــيرنه يم اوبـــــــــــــــل سوال راســـــــــره نشته
اوس دهرښــــــــــــــــــکلي ځوانۍ ته هوس نه کړم
اوزګارنه يـــــــم اومجـــــــــــــــال راســـــــــــره نشته
اوس لـــــه خـــــــــــــپلوارادونــــــــــه بــــــــــــــهرنه ځم
دهمــــــــــــــادپروازخيـــــــــــال راســـــــــــــــره نشته
چې دوخت مسيرمې ګوتوکې ايســـــــــــــــــاروو
اوس خوهغســـــــــــــــــــــــې کـــــــــمال راسره نشته
دابلیس بدرنګ لاسونهبشپړ شعر ولولئ
دابلیس بدرنګ لاسونه
مجيب الرحمن احساس
دنړۍ له ستوني تاودي
دنړۍ لمن په خپلووينوسره ده
ديوچاپه توروجودکې
ديوزړه په نوم يوڅه دي
دادرنګ اونوره ډکه
نړۍ وينه ورته ښکاري
دانسان انسان وژونې
لړۍ مينه ورته ښکاري
___________
مجيب احساس
خوببشپړ شعر ولولئ
خوب
مجيب الرحمن احساس
خوب
خوب مې لیده دونوپاڼوکې مرغۍ ناستې وي
کلی له شوره ډک وي
ماشومان ګورم پټ پټوني کوي
ستړی شپونکی دچینې یخې اوبه
په لپولپو وڅښي
ــــ
خوب مې لیده دکارېزسپینې اوبه
له څوکږو،وږولښتیو ا وړي
زموږدکلي بزګر
بېلچه په لاس پوله په پوله ګرځي
...
اوله خوښۍ نه یې خوله نه ټولیږي
ـــ
خوب مې لیده د دریال غږ اوڅوخوږې زمزمې
له پورې کلي راځي
شینکي آسان کتار،کتارولاړ وي
له کجاو نه دولونګوبوي ځي
ناوې په زړه کې امیدونه لري
زوم ته داټوله نړۍ خپله ښکاري
ــ
خوب مې لیده دښارپه ټولوڅلورلاروکې ګلونه شنه وي
خلک په زړه کې وېره نه ګرځوي
میندې دخپلوماشومانوپه ویر نه وېرېري
په سړکونوکې دخلکوغوښې نه وي پرتې
خلک له یوبل څخه لرې نه ځي
ـــ
خوب مې لیده چې څوک دچا کورته دشپې نه ورځي
اوماشومان دترهه ګرپه نامه څوک نه وژني
مورګانې ټوله شپه نارامه نه وي
ــ
خوب مې لیده چې لوېې لارې له ماینوتشې وي
اودټوپک میله له خاوروډکه
خلک یوبل ته هیڅ په شک نه ګوري
ــ
خوب مې لیده خلک په ډلوډلونه وي تقسیم
وروڼه له یوبل نه بېزاره نه وي
دانسانانوسوځېدلې څېرې نه وي چیرته
دچاله کوره څخه غبرګې جنازې نه وزي
ــ
خوب مې لیده چې دتیارولمنې اور اخیستی
دیوه نوي سهارسترګې له خوښۍ څلیږي
ژوندون په لپوکې دمینې اوبه
په انسانانوباندې بیاوویشي
زمادوطن سیتم ځپلي بچي
چاته دښمن نه وايي
څوک یې دښمن نه بولي
ــ
مجیب احساس
تعبیربشپړ شعر ولولئ
تعبیر
مجيب الرحمن احساس
تعبیر
دیوشېتمې پېړۍ ستړی انسان
نیم دهوس قرباني
نیم له ضمیرسره په جنګ کې راګیر
اونیم لګیادی له نړۍ څخه کلا ګرځوي
دشرق له ځمکې څخه وینې څاڅي
په سپېره غولي یې داورلمبوته سیوري ناڅي
اودلویدیځ له صحراګانوڅخه
دتمدن رڼانړۍ ته ګوري
دنړۍ غیږه کې دشرق اوغرب تعبیر ورک شوی
نړۍ له درده چوي
مجیب احساس
فریادبشپړ شعر ولولئ
فریاد
مجيب الرحمن احساس
فریاد
زړه مې اوس دتوروخاورسپېره څلی
دتقدیراودتدبیردبادڅپې یې
اوس دهرکس اوناکس په لاره شیندي
تیرپرون مې دژوندون ماته هنداره
او هوډمنې ارادې مې
دڅپواخیستې پاڼې
ژونده تیرشه نورمې لاس نه درسیږي
مجیب احساس
چيغهبشپړ شعر ولولئ
چيغه
مجيب الرحمن احساس
چيغه !!!
زمادزړه په تل کې مړه اورته پکى مه وهئ
زمادهنداروښيښي ماڼۍ ته لاس مه وروړئ
زمادزړه په تل کې مړا وي اورني يادونه مه ويښوئ
زمادقسمت وزرونه مات دي مانورمه خوځوئ
نوردتقديراودتدبيردورازې نه ټکوم
ماپه تياره کې پرېږدئ
زه ديوچادڅونيمګړوارمانوله پاسه خوب کومه
زه مې په زړه کې درنګونو اويادونوډکه
ديوې سپينې اوبې داغه مينې يوه ويده ،ويده دنيازنګوم
زمادخيال ماڼۍ ته نورمه راځئ
هسې نه زمادزړه لمبې څه ژبغړاندې نه شي
بيانوزمامنصوري هوډدتم کېدلونه دي
بيانوزمادانالحق چيغه اسمان ته رسي
بيادژوندون په لاس کې اورنه منم
بيانوضميرته هتکړې نه منم
بيانوله غرونونه لمبې پاڅوم
بيانوله خپل زړه نه توبې پاڅوم
نوروزته ليکل شوي يوشعربشپړ شعر ولولئ
نوروزته ليکل شوي يوشعر
مجيب الرحمن احساس
نوروز
نن مې دذهن دروازه ټګېده
نن دشېبوله تسلسله سره سم روان شوم
دژوندپراخه دښته ټوله سرابونيولې
زمالېونى اوجل وهلى قسمت
په خپله ورکه پسې منډې وهي ....
دژوندپه شونډوماناداره مسکاوغوړېده
ژوندنوى ګام واخيسته ...
زه په حسرت څلورويشتم سپرلي ته وګورمه
ژوندڅه بې رنګه هستي
ژوندڅه رنګين ښکاريږي
مجيب احساس
ننګرهارپوهنتون
١٣٩٠ دنورزلمړۍ شپه
في البديهه مشاعرهبشپړ شعر ولولئ
في البديهه مشاعره
مجيب الرحمن احساس
فی البدیهه مشاعره ــــ نوښت خلیل
پرون (۲۰۱۱ډسمبر ۲۱) د ورځې شا وخوا یوولس بجې وې چې زه ( نوښت خلیل ) او زما ګران ملګری مجیب احساس په دفترکې بام په سر د لمر تودوخي ته ناست وو ، ما مې د پوهنتون د یو مضمون شل سلنې ازموینې ته درس وایه ، چې درس ورو ورو په کیسو واوښت، کیسې کیسې یو ځلې په شعر واوښتي مامې یو پخوانی بیت :
مرګ راته ښه دی ژونده غلی شه ساه مه راکوه
ددې ناکامه ضمیر شاته پناه مه راکوه
احساس ته واوراوه ، احساس دا بیت نه و اورېدلی خوښ یې شو اوپه پیتاوي کې یې لاس په تندي نیولی وو زما خوا ته یې کتل او وویلي چې راځه په همدې بیت مشاعره وکړو زمونږ دخبرو سره سم ګل رحمن رحماني او بختیار تلاش هم راغلل ، هغوی ته مو وویلې چې فی البدیهه مشاعره کوو ، ویې منله او ما قلمونه او پاڼي وویشلې فی البدیهه زما په بیت داسي پیل شوه
مرګ راته ښه دی ژوند غلی شه ساه مه راکوه
ددې ناکامه ضمیر شاته پناه مه راکوه
نوښت
د تقدس په جام کې څښمه ریاضت د مینې
د ژوند موجونو ته مې شور او غوغا مه راکوه
احساس
زه لکه اوښکه ستا په څېر نه یم چې وڅڅېږم
ماته سرور راکوه ماته ژړا مه راکوه
تلاش
یو ناڅاپي راشه چې زړونه درزېدو کې مات کړو
خو د راتلو وعدې سهار او بېګاه مه راکوه
رحماني
ما دغریو و سړې غېږي ته پناه وړې ده
ماته د عشق د ګرمي غېږي خندا مه راکوه
نوښت
د مرګ او ژوند په پوله څو شېبې آرام کومه
یم د افق لوېدلی ستوری رڼا مه راکوه
احساس
زه به پتنګ شم تاته رابه شم خو مه مې سېزه
بې رحمي زړه دې لږ را ټینګ کړه سزا مه راکوه
تلاش
زه خو پښتون یم او شرمېږم له پرېوتي غرور
دومره قېمت خو د مغروري ادا مه راکوه
رحماني
زه په ازل کې د خپل فکر سره نه ومه جوړ
همداسي ښه دی زما فکر پخلا مه راکوه
نوښت
زما توبه ده زه د خیال دنیا کې نه اوسېږم
دا د رنځونو او دردونو دنیا مه راکوه
رحماني
زما د ستړو اسویلو په سر اوده ژوندونه
ماته مې نن راکه ، پرون را ، سبا مه راکوه
احساس
زما ژوندون خو د یارانو په یارۍ ښکلی دی
هستي مې واخله خو د زړونو خلا مه راکوه
تلاش
زه په ښېرا کې رالوی شوی یم د درد کلې کې
ماته زارۍ مه کوه ماته دعا مه راکوه
نوښت
په دغه درد چې زه د مرګ تر بلۍ ورسېدم
په درد دې وکړېږم خدایه شفا مه راکوه
تلاش
ما خو ویل چې زما ژبه په بلا کې ښه ده
کلا مې نه ده خوښه ماته کلا مه راکوه
نوښت
له تانه جار شي ان د ستورو کهکشان ښاغلې
د زړه اینې ته مې د ستورو نڅا مه راکوه
تلاش
یوه خبره چې له یاده مې ونه وځي هغه دا چې مجیب احساس له مشاعرې نه وروسته له ډېرې خوشحالۍ نه سید عبدالله نظامي ته زنګ وهلی و، چې چې مونږ خو مشاعره وکړه هغه له کابل نه ګیله کړې وه چې ماته مو ولې نه ویلې چې آنلاین مو په ټلیفون کې مشاعره کړې وای او له درده یې احساس ته ویلي چې ماهم ستاسو په ضد دري نوي غزلې لیکلي دي. ۲۰۱۱ ډسمبر ۲۱ جلال اباد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مجيب الرحمن احساس
فاصلې
زمااوستاترمنځ اوږدې اوږدې پرتـــې فاصلې
هــــــــسې خيالي راټولوم خـــورې ورې فاصلې
زه مې د خپـل تاريخ په ورک باب پسې ستړي يمه
ديوه ارمان اويوامکان دوه تلوســـــــــــــې فاصلې
درواجـــونودديوال ترشـــــــــــــــــــــــــــاله يوبل پنا
خدايه يوځاي کړې ته دادوې فاصــــــــــــــــــــــلې
ديوه ملت ستـــــــرقامتـــونه هره ورځ پکې مري
خوبياهم نه نيـــــــسي په خپـله له جګړې فاصلې
ورکه يوسفـــــــــــــــــــــــــه دتعبــــيرپه ژبه څه تريږي ؟
دچادسترګودلمبودفلـــــــــــــــــــــــــــسفې فاصلې
احساس