د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

مشفق حريتمل

د مشفق حريتمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

53 خپاره شوي شعرونه

سوله به راولمه /// فضل جان((سليم))بشپړ شعر ولولئ

سوله به راولمه /// فضل جان((سليم))

مشفق حريتمل

 

لاس مې په هيچا ندی بر سوله به راولمه

کړمه له کلي نه سفر سوله به راولمه

اينځر يې هم دی قتل کړې چنار هم قتلوي

وار کړي په لمنځې او نښتر سوله به راولمه

ما که هرڅومره زهر وپاشل دشر په فصل

بيا يې هم ورک نه شولو کر سوله به راولمه

چې بې وسۍ له ګريوان ونيومه برناحقه

په خپل قصور نه يم خبر سوله به راولمه

پښو ته به يې پرېوزمه دوخت زنه به هم ونيسم

 زما که ومني نظر سوله به راولمه

له شره لرې لرې لاړمه خوبيا ((سليمه))

اوښتې بياهم يم په شر سوله به راولمه

 

ټوله شپه ويښ يم ////جانان خدرخيلبشپړ شعر ولولئ

ټوله شپه ويښ يم ////جانان خدرخيل

مشفق حريتمل

لکه ستوری داسمان ټوله شپه ويښ يم

ستا په غم کې ستا جانان ټوله شپه ويښ يم

ستا په ياد کې ياره تړمې تړمې اوښکې

څڅومه په ګريوان ټوله شپه ويښ يم

خورم قسم درته چې ګرانه هير مې نه يې

يادومه دې قربان ټوله شپه ويښ يم

ته نو څه زما له حال څخه خبريږې؟
چې زه څنګه يم پريشان ټوله شپه ويښ يم

شبګيرو مې زندګي کړله خرابه

ګل ځواني مې شوه خزان ټوله شپه ويښ يم

دوصال په مرهم ټول خلک ويده شي

زه له درده دهجران ټوله شپه ويښ يم

ګوندې خوب کې راشې وايم چې ويده شم

((خدرخيل)) په ډير ارمان ټوله شپه ويښ يم

 

ورک ارمان//// شريف الله ((نيکمل))بشپړ شعر ولولئ

ورک ارمان//// شريف الله ((نيکمل))

مشفق حريتمل

 لکه څنګه چې دې حسن بې اختياره زړګی اخلي

نو همداسې دې خواږه خويونه ياره زړګی اخلي

هرښايست راته دستاتصوير ښکاريږي کابل جانه

له مونږ څه ښکلادې هم لا له اغياره زړګی اخلي

هم يې وړه احسان چې شي راپېښ له ماتو وعدو وروسته

ځکه واړه خوبان مخکې له اقراره زړګی اخلي

له غمګينو سره غم ويشي دورکو ارمانونو

خود به ستانغمې ربابه له سيتاره زړګی اخلي

هم چې مينه هم حيا او هم خواږه لري ((نيکمله))

داسې خلک رانه والله چې سم له واره زړګی اخلي

حماسي غزل ///مدثرهمرازبشپړ شعر ولولئ

حماسي غزل ///مدثرهمراز

مشفق حريتمل

راپه زړه دي کړه صنم زاړه يادونه
راشه اوګوره دغم زاړه يادونه
خواراولس مي دبارودلوګووهلي
بياتازه شوپري دغم زاړه يادونه
څوک په توره دنيکه تاريخ ژوندي کړي
څوک يي کاګي په قلم زاړه يادونه
هادښکلوشهيدانويادګارليکم
په غزل کي يادوم زاړه يادونه
ستاپه سترګوکي ((همرازه)) راته ښکاري
هرسعت دي ژړوم زاړه يادونه

غزل // لطف الله ((خيرخوا))بشپړ شعر ولولئ

غزل // لطف الله ((خيرخوا))

مشفق حريتمل

حق شي دغره په سر کې زباد سړی په مخه واخلي

ناره دحی علی الجهاد سړی په مخه واخلي

يوه دنيا،يوه عقبا، يو تصور دخوځښت

دمجاهد دڅڼو باد سړی په مخه واخلي

هره تپه هره څېړۍ هره ډبره سنګر

دطبيعت دمينې داد سړی په مخه واخلي

ورانه مورچه،سوې چانټه، په وينو سره ډبره

دشهيد شوي جانان ياد سړی په مخه واخلي

ستا دعظمت په لمن ټوله شپه سجدې کفر شي

دغه ژړا دغه فرياد سړی په مخه واخلي

يوه معنا،يوتصوراو حماسه ده (خيرخوا)

ستاغزل خواږه اوراد سړی په مخه واخلي

دښاغلي ولي ممحد ((همدرد)) څو شعرونهبشپړ شعر ولولئ

دښاغلي ولي ممحد ((همدرد)) څو شعرونه

مشفق حريتمل

ښاغلی ولي محمد(همدرد) دقدرمن امين ګل زوی او دافغانستان دپکتيکا د ولايت  دی  خو لاهم دهجرت په ديار کې سړې او تودې ګالي اود پاکستان دسرحدا يالت  په ټل کې دژوند شپې  سبا کوي . نږدې ۲۸کاله مخکې  يې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې  عصري زده کړې يې تر نهم ټولګي کړي خوپه ديني زده کړو کې يې دبخاري شريف له خوږو څخه هم برخمن دی .يعني ديني زده کړې يې پوره کړي او دفضيلت دستار يې هم له سره تړلی دی. له کوچنيوالي يې له شعر سره مينه لرله دنورو شاعرانو شعرونه يې لوستي  او دايې ارمان وو چې کله به  خپله شعر وليکي خوخدای (ج) داپېرزوينه هم پرې وکړه او زياته موده کيږي چې شعر ليکي او دهغې برسيره په ادبي فعاليتونوکې هم پوره ونډه لري او اوس مهال هم د(پښتو ادبي چمن ټل) دټولنې فعال غړی او ددې ټولنې  دکتابتون مسوول ده . دښاغلي همدرد داوږدعمر او نورو پنځونو په هيله يې درته دشعر څونمونې ږدو هيله ده چې دپاملرنې وړ به مو وګرځي.

 

 

غزل 

دمحبت درشتې تار يم غوڅوې به مې نه

ستا دحسينې غاړې هار يم خرڅوې به مې نه

زما تر کور چې غزېدلې ده خونخواره لارده

زه لاروی ددغې لاريم ودروې به  مې نه

  ستاګمان دی چې دامړې ايرې دي اورنه اخلي

پټ په ايرو کې سور انګار يم پوکوې به مې نه

چې په سفرتلو ماولي ته يې څه داسې وويل

چې ته مې يار يې زه دې يار يم هېروې به مې نه

 

غزل

تور ماښام بلامزل دې په دی غره کې

نابلديم اول ځل دې په دی غره کې

ترهيدلې يو خوا بل خو زر زر ګورم

نورڅه نشته تور ځنګل دی په دې غره کې

دشهيد دوينو مسته خوشبويي ده

کيفيت زما بدل دی په دې غره کې

خوډاډه يم چې دچاپه لار روان يم

ګام په ګام راسره مل دی په دې غره کې

ابادۍ ته مې زړه نه کيږي حيران يم

نه پوهيږم چې څه چل دی په دې غره کې

اوس مې وېره له چا نه کيږي ((همدرد))

اوس بلدشوم واک مې خپل دی په دې غره کې

 

غزل

داسې زړه مې دی چې يو ې کيسې ته رنډ شي

نوبيا اور اخلي که لږ هم پکې ځنډ شي

په خفګان کې يې خمار دسترګو زيات شي

چې څه سرې شي او څه اوښکې پکې ډنډشي

خپل پښتون مې هم په لر او بر کې ويشي

پښتانه به څنګه يو غېږې ته غونډشي

په رڼاکې دروزګار غم پرې راخپور وي

چې تياره شي ستا يادونه پرې راپنډشي

ما((همدرد))خوکيسې ډيرې اوريدلي

خويوه نيمه کيسه مې زړه کې خنډ شي

 

غزل

زه چې دستم له زوره پرېوتم

اوس لکه چې سم له زوره پرېوتم

ته به دامنې چې شودې زور اوبه

زه خو يې منم له زوره پرېوتم

ستاغمونو دومره وارخطاکړمه

غورزمه چې ځم له زوره پرېوتم

مابه چې ترې اخيستو دتورې کار

مات مې شو قلم له زوره پرېوتم

نشته د (همدرد) په زړه کې هغه زور

نوره دې صنم له زوره پرېوتو

 
غزل

لاړو تېر مې شو دعمر دوران داسې

تويوي چه لکه پاڼې خزان داسې

داڅاروان راته دغلوملګری ښکاري

په غلطه لار چې بيايي کاروان داسې

دټول عمر په سجدو به پوره نشي

ربه تاکړی په مادی احسان داسې

زه يې حکم ته ولاړ لاس په نامه يم

يم شيدا په ناليدلي جانان داسې

خرڅ مې نکړو خپل ضمير او دی مې پرېښود

ځکه سختې تېرومه په ځان داسې

جوړ جنون دې ياغي شوی دی (همدرده)

چې په خپل لاس دې څيرلی ګريوان داسې

 

 

 

 

نوي کال ته!!! جانان خدرخيلبشپړ شعر ولولئ

نوي کال ته!!! جانان خدرخيل

مشفق حريتمل

نوی کاله پخېر راغلې نوی کاله بختور شې.

نوی کاله پسرلی شې نوی کاله لوي اختر شې

نوی کاله دخوښيو خنداګانو پېلامه شې

نوی کاله له غمونو ژړا ګانو ناخبرشې

نوی کاله دبې وروره اود ورارې خور ټيکری شې

نوی کاله دبې څوکه مسافر لالي څادر شې

نوې کاله دوژنو او ويرونو تياره مه شې

نوې کاله ته دفتحې،ازادۍ او سولې لمرشې

نوې کاله دافغان اولس دردونو ته دواشې

نوی کاله ته دوزخ شې او محشر په يرغلګر شې

نوی کاله اختتام دبلواکۍ دتروږمۍ شې

نوی کاله افتتاح دخپلواکۍ دسپين سهر شې

نوی کاله نوی کاله دليدلي خوب تعبير شې

نوی کاله خدرخېل ته  درحمت راحت ثمر شې 

 

غزل ///اتليار واکمن///لوګربشپړ شعر ولولئ

غزل ///اتليار واکمن///لوګر

مشفق حريتمل

نه يې په مال نه په طاقت نه په دولت خوړی شي

نه يې په رعب په بدمعاشۍ نه په جرﺉت خوړی شي

دانه په مينه نه په وينه نه په سر خپليږي

نه يې په ‌ډېر اوچت کمال نه په دولت خوړی شي

نه يې په زور څوک خپلوې شي نه خپل کړی دی چا

نه چاګټلې په رضا نه په محنت خوړی شي

ډېرو دمينې لېونو پرې خپل سرونه ورکړل

دخدای دلارې ليوني دي چې جنت خوړی شي

بس دادسرو شونډو سرونه په قسمت خوړی شي

دې نه لوريږي اخر څوک به يې خوري؟(اتليار)په

نه يې په مال نه په طاقت نه په دولت خوړی شي

نه يې په رعب په بدمعاشۍ نه په جرﺉت خوړی شي

دانه په مينه نه په وينه نه په سر خپليږي

نه يې په ‌ډېر اوچت کمال نه په دولت خوړی شي

نه يې په زور څوک خپلوې شي نه خپل کړی دی چا

نه چاګټلې په رضا نه په محنت خوړی شي

ډېرو دمينې لېونو پرې خپل سرونه ورکړل

دخدای دلارې ليوني دي چې جنت خوړی شي

په اتليار)دې نه لوريږي اخر څوک به يې خوري؟

بس دادسرو شونډو سرونه په قسمت خوړی شي

وروڼه وژني /// عزيز الرحمن حبيبيبشپړ شعر ولولئ

وروڼه وژني /// عزيز الرحمن حبيبي

مشفق حريتمل

دچاغټ شـــــول اورميږونــــــــــــــــــــــــــــــــه په حرامو

چاکړې ســــرې دظلــــــــــــــــــــــــــــــم تورې پـه عوامو

چاپه وينو دشــــهيـــــــــــــــــــــــد کړې بنګلې جوړې

څوک شوې کـــونډې څوک شوې بورې په اقسامو

څـــــــــــوک قــدرت دومره مستان کړه وروڼه وژني

شــــــــــــــــــــــــــــــوې کيسې يې مشهورې په بدنامو

څوک خوشـــــــــال دي له خندا يي خېټې درد کړي

دچــا درد کــــــــــــــــــــــــــــــــــوي ججوري په ګمنامو

چــــانيکي په بدۍ خرڅه کړه چــــــــــــــــــــــــوکۍ ته

کــــــــــــــــــــــړي لعنت پرې ښکلې حورې په ناکامو

چې لــــــــــــــــــــــه خدايه نه ويـريږي ځان ترې ساته

(حبيبي) ژمنـــــــــــې مـــــــــــــعذورې شوې په ژامو

دغرونو په سينه کې/// شمال خان ناصريبشپړ شعر ولولئ

دغرونو په سينه کې/// شمال خان ناصري

مشفق حريتمل

چې سرې مرمۍ لګيږي ددې غرونو په سينه کې

تېره ازغي خښ شوي دګلونو په سينه کې

زمونږ دورونو غوښې دي هرخوا ګورم پرتې دي

داڅومره ډېر بارود دي دبمونو په سينه کې

داڅومره ښه ګلونه دي خزان پکې ګډشوی

ګلونه دي قتليږي دباغونو په سينه کې

غليم ښاماره تانه د لال طمعه کوی نشم

ستازهر به پکې وي دلعلونو په سينه کې

شراب نه دي ظالمه زه يې پېژنم چې څه دي

سرې وينې دي پرتې دي دجامونو په سينه کې

دښمنه ځواب راکړه چې خبرې دغيرت کړې

غيرت چېرته اوسيږي دوهمونوپه سينه کې

خېر زه ((شمال ناصر)) که په وطن باندې قربان شم

ځوانان دي خاورې شوي دقبرونو په سينه کې