پښتو ادب · شاعران
مشفق حريتمل
د مشفق حريتمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
53 خپاره شوي شعرونه
مازديګره ///مشفق حريتملبشپړ شعر ولولئ
مازديګره ///مشفق حريتمل
مشفق حريتمل
دژوندانه بوختياوې مې ډير وخت ساعت تيرې او سياحت ته نه پريږدي خو نن دڅو يارانو سره په چکر ووتم چکرخوند راکړ اودغه شعر مې وليکه چې څنګه به وي؟
دستړي ژوندسکون او اطمينانه مازديګره
دلبره مازديګره او جانانه مازديګره
ستا وصل کې دټولې ورځ ستړياشي رانه هيره
راحته مازديګره او درمانه مازديګره
ځواني لرې مستي لرې ځوانان درسره خوښ دي
ژوندون دې نيمه خوا مه شه ای ځوانه مازديګره
که چارانه د ژوند دخاطرو پوښتنه وکړه
نو بيابه مې خبرشي له بيانه مازديګره
داشکر چې نفرت نه وي ياران سره راټول وي
وي مينه محبت درکې پرېمانه مازديګره
قسم دی که په ډيروښکلاګانو يې زه ورکړم
زمادخوار وزار افغانستانه مازديګره
خو ژوند به دې مشفق درسره هروختې پرېنږدي
يو ورځ به يې مرګی کړي بيل له تانه مازديګره
۲۰۱۲/۳/۱۶ يکشنبه
نازاوسلام ///جانان خدرخېل
غزل ///اتليار واکمن
غزل ///سعيد رحيمي
باران اوري ///سيد احسان الله ((الهام))
غزل/// سيداحسان الله ((الهام))
غزل///خوږمن جراح
دارواښاد ملنګ جان يوشعر
سوله به راولمه /// فضل جان سليم
ټوله شپه ويښ يم // جانان خدرخيل
ورک ارمان /// شريف الله نيکمل
حماسي غزل// مدثر همراز
غزل /// لطف الله خيرخوا
دښاغلي ولي محمد((همدرد))څوشعرونه
غزل//سيدجمال الدين ((فاطمي))
غزل///محمدنبي شريفي
غزل ///محمد عليم ((بسمل))
له کمره چېغې خيژي //هدايت الله هجران
ناز اوسلام ///جانان خدرخېلبشپړ شعر ولولئ
ناز اوسلام ///جانان خدرخېل
مشفق حريتمل
په ډير احتياط د محبت په لاره ګام اخلو
مونږه ديو نيم ښکلي نوم په احترام اخلو
اول يې ګورو چې وفا اخلاص لري او کنه ؟
داسې خو نه چې دهر چا ناز او سلام اخلو
چېرته په سلو کې يوه ته مونږه هم وګورو
کنه د ډيروغلچکو سترګو انعام اخلو
څوک چې دعشق او رښتينې مينې قدر کوي
په درنو ټکو بيا دهغو خلکو نام اخلو
چې دمجنون په قدم ځو دليلی سپي ښکلوو
خود به تهمت په غاړه وړو خود به الزام اخلو
چې خپل عاشق ته دسپوږمۍ رخسار ديدن ورکوي
دسر په بيه دهغو زلفو ماښام اخلو
لدې نه وروسته به دښه اوبد توپير کوو نور
د((خدرخېل))له غزلونو به الهام اخلو
دليکوال نورې ليکنې
ټوله شپه ويښ يم
غزل ///اتليار واکمنبشپړ شعر ولولئ
غزل ///اتليار واکمن
مشفق حريتمل
عشق اسان دی دکمال خبره نه ده
کار دزړه دی دا دمال خبره نه ده
وي تور رنګی خو زړګی درڅخه واخلي
دا دحسن اوجمال خبره نه ده
که مو يار ترڅنګه وی او که جدا وی
څه دهجر اووصال خبره نه ده
مونږ يې صرف په ليدلو خپلوی شو
د طاقت او دمجال خبره نه ده
لاس وراچوو ګريوان ته دحسينو
محبت خو څه دسوال خبره نه ده
په سړه سينه به حل شي اتلياره
مينه دومره دجنجال خبره نه ده
غزل//سعيد رحيميبشپړ شعر ولولئ
غزل//سعيد رحيمي
مشفق حريتمل
په دې پوهه شه چې دهرڅه ترديد نشي
په هوښياروعاقلانو تنقيد نشي
افلاطون که افلاطون دی پخپل ځای دی
خوپه شعر کې به همسيال دلبيد نشي
چې په دين او په مذهب سره جدا وي
بيا بيعت دداسې پير او مريد نشي
ګناهونو يې چې زړونه وي تور کړي
دهغوی نه بيا دخير څه توريد نشي
چې په خوله دې يوه او په زړه بله
ای دوچې شيخه داسې توحيد نشي
چې په ژوند((سعيد رحيمي)) سعيد نشو
پس له مرګه به هيڅ کله سعيدنشي
باران اوري /// سيداحسان الله ((الهام))بشپړ شعر ولولئ
باران اوري /// سيداحسان الله ((الهام))
مشفق حريتمل
دتا لــنـــدي دربـى دى بــــاران اوري
په غروکي مــي لالـى دى بـــاران اوري
بياراوړې خـــوړله پاسه ماتې څـانـګي
شــړپى دى او شــرنګى دى بارن اوري
شنه يخ ده بيـاله تيکي تــوره ايسـتې
تري تـــم وچ لـــرګى دى بـــارن اوري
څاڅوکي دي څک څک سندرې وايي
دخــــوني بام ســـورى دى بـــاران اوري
دښــارو ګـــړي تنــګ دي لــه چيــکـړو
خوشحال بزګـــرسـړى دى بـاران اوري
هيـڅ غــم دلنـــدېــدو ورســـره نشته
رمه پيايي شپونکى دى باران اوري
رخصت ورته په ورينه ټنډه ورکړئ
سنګــرته ځـي زلمـــى دى باران اوري
انعــام زوى مــي په خـټــو کـي لـوېدلى
الهام زوى مي مسکى دى باران اوري
غزل///سيد احسان الله الهامبشپړ شعر ولولئ
غزل///سيد احسان الله الهام
مشفق حريتمل
مين زړګي ته مي خپه يمه له كاره ووت
لكه مات شوى شوخ بنګړى له شرنګهاره ووت
زه ملامت يم كه مي زړه دى ملامت راباندي
ماله رخساره صبراوه دى له روزګاره ووت
څنګه به چاته صفت وكړم دنامرده زړګي
چي داوربل په مينه تورمخ له دياره ووت
خيركړې لاس به يې دچاترګريوانه ورسي
له ګناه ډك غافل زړګى مي له حصاره ووت
پوهيږم نفس به يې ژركندې ته وغورځوي
دتوروشپوپه لورمي زړه له سپين سهاره ووت
بلبلوخداى دپاره ځان سره احتياط كوئ نور
پرون مي وليد اوږد ښامارچي له چناره ووت
نه چي تنهاباندي ځورېږمه شرمېږمه پرې
مه راته واياست چي زړګى دى له اقراره ووت
دشرعي قانون منګول ته به يې سپارم (( الهام))
زړه مي له نرخ سره يوځاى باغي له ښاره ووت
اې آسمانه راته ګوره ///سيد احسان الله الهامبشپړ شعر ولولئ
اې آسمانه راته ګوره ///سيد احسان الله الهام
مشفق حريتمل
ترتالاندي ځورېـږواې اسمـانه راته ګوره
اورونوکي سوځېږواې اسمانه راته ګوره
سپېڅلى سپين ايمان مودغليم دسترګوخاردى
ناحق پـه دارځـړېـږواې اسمانه راته ګـوره
غربي ياغي طوفان موراته کلى کور وران کـړى
په غـرونوکي اوسـېـږو اې آسـمــانـه راته ګـوره
يامــروپه بمـبــارونــو يـادتـورټوپک خــوراک شو
يابندپـه بندغـوڅېـږواې اسمانه راته ګوره
دريږي مو زندان کي له شکنجـونه ستړې سـاوې
له ديـنه نه تـېـرېـږواې اسمـانه راتـه ګوره
پـردي څه چي خپلوان راته شيطان دي غولـولي
دورورپـه لاس قتـلېـږواې اسـمـانه راته ګـوره
پراخـه غـوړولــېـده نـړي لمـن هـرچــاته
يومـوږنه کي ځايـېـږواې اسـمانه راته ګوره
يوخوف مودى په زړونوکي دپاک خداى له غضبه
بل چانه نه ډارېــږواې اسمانه راتـه ګوره
کافي ده بس همـــداچي ته شاهدسه پرموږ باندي
چي رب ته قـربـانېـږواې اسمـانـه راته ګوره
هېر نکړې ګوره! دغه الهـامي يادګاربيـتـونه
ځوبـريدته روانـېــږو اې سمـانه راته ګوره
غزل/// رياض خوږمن جراحبشپړ شعر ولولئ
غزل/// رياض خوږمن جراح
مشفق حريتمل
چې دسر قيمت ته ګرانه تيار نه يې
لار دې نيسه ځه ورځه خريدار نه يې
لا موسکا دې په درشل دلبو اوسي
ورګډ شوی لا دعشق په بازار نه يې
بې احساسه ژوندون مه کوه دنيا کې
څه هدف ته يې راغلی اوزګارنه يې
چې په لار دشملورو زلمو نه ځې
ترهغې پورې ټيکری يې دستار نه يې
شازلميو يې په وينو سېراب کړی
ای وطنه ته به څنګه ګلزار نه يې
ستا مزاج کې چل بازي او تېښته نغښتې
د زمري څرمن کې پټه دښکار نه يې
ترهغې به يې خوږمن خوږمن زړګيه
ګنډل شوی چې دمينې په تار نه يې
دپنجشنبې ماسپښين شعري ټولګه کې غوره بيتونه///شريف الله نيکملبشپړ شعر ولولئ
دپنجشنبې ماسپښين شعري ټولګه کې غوره بيتونه///شريف الله نيکمل
مشفق حريتمل
دپنجشنبي ماسپښين د تکړه شاعر ښاغي محمد عليم ((بسمل)) دويمه شعري ټولګه ده چې تازه دسالنګ خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوی ده دښاغلي بسمل په شعر که څوک خبري او بحث کوي نو ډير څه به پرې وليکي خو ما دلته د پنجشنبې په ماسپښين کې غوره او په زړه پورې بيتونو دراټولولو هڅه کړی چې تاسو سره يي شريکوم هيله ده دخوښئ وړ مو وګرځي .مننه
کوم انسان چې ليونی شي ،شي روان غرونو ته خيږي
زه بسمل ليونی نه يم خو اُحد ته مې زړه کيږي
کله سر کله تندی کله زړه حسنه
بايد هره ورځ يوشی درپسې مات شي
په نورو دخندا غشي بس څرښنده تيريږي
يوازې دبسمل له زړګي پورې وورې وزي
باڼه دښکلو هم ملګري ملتونه بويه
خوراک يې وينې دي په زړونو کې وهي لاسونه
زمونږ پرکور به غدۍ پريوځي تلاشي به راشي
دعدالت قهرمانان خپل او پردي به راشي
ددې وخت منافقين دوه مخي ندي
په شپږ اړخه څرګنديږي لکه خښتې
دخپل ذهن او دفکر په قالب کې
خرڅېدلو ته جوړيږي لکه خښتې
په دنياکې خو خام پاتې شول بسمله
په دوزخ کې به پخيږي لکه خښتې
دخلکو به جنت حورو غلمان لپاره خوښ وي
زما بيا پدې خوښ دی چې جګړه به په کې نه وي
چې يې په دين باندې پښه کيښوده او نوم يې لوړ کړ
جهاديې نه منو او بياورته رهبر نه وايو
کافران نه يو له خاينه خدای پاک ښه پيژنو
خو دهر چا تکبير ته الله اکبر نه وايو
که هميش دپيښور په څنګ کې ميشت شم
ننګرهار غوندې به تل ګل ګلزار يم
پېښې باد او مونږه څانګې يو بسمله
چټي داهيله کوو چې کراري شي
که قيامت غواړې اسرافيله شپيلۍ مه پوکوه
حورې ته وايه چې دنيا ته يو سترګک ووهي
کوم کافران چې له اسلام سره په جنګ اخته دي
دطيارو تيل دکعبې منجوران ورکوي
حسن ته خدای کاشکې زړه او سترګې هم ورکړې وای
ډيره مې سودا ده چې له چا سره بې مينه وه
زړه په زړه اينه ده خو دې تا سترګې زړه نلري
زړه يې که درلودای نو به له ماسره بې مينه وه
چې تبليغيان يې بستره کې درپه در ګرځوي
دين به بې قدره شي داعي به بنجاره غوندې شي
ځان يې چې يوسف باله دنيا يې زليخا ښوده
نن دهر يوه ګريوان له مخې نه شکېدلی دی
چې هوا رانشي په غيږ کې يې راپورته نکړي
خاورې خځلې په هوا پورې ځان نه نښلوي
جنت کې ږيره نشته حورې شته عشق شته ځکه چې
غيږ کې ليلا له غټې ږيرې سره خوند نه کوي
ودې کړوي او بيا احسان هم په تا واړوي
ښکلو دا عادت له سوله ساتونه زده کړی ده
د زړه مبايل مې په هجران کې انتن نه ورکوي
زه چې ديار ترڅنګه نه يم له ساحې خارج يم
مور زما نيمايي روح ده که يې زه دزړه ټوټه يم
چې په کوم غړي يې درد شي هم هغه ځای مې خوږيږي
څه مې چې درلودل ټول دې ختم کړل
يوسترګک دې وواهه فارمټ دې کړم
جنګ دسترګو ای بسمله لکه جنګ د اصحابانو
دواړه لوري په حق بويه ګرمول يې په کار نه دي
لاړل دبسمل دپنجشنبې دماسپښين ياران
اوس به لکه شمعې په قبرونو بلوو ډيوې
چې هر ځای وي ياره تاته به راجع وي
بسمل ستا يومنفصل غوندې ضمير دی
حالات ترينګلي دي څوک مينې ته زړه نه ښه کوي
ملا بسمله سړی چاته يو سترګک ووهي
په دې وطن کېبشپړ شعر ولولئ
په دې وطن کې
مشفق حريتمل
څومره چې د مينې پروا نې په دې وطن کې دي
هومره د با زا نوا شيا نې په دې وطن کې دي
هومره به د ښمنه ستا د و ينو څا څکي و څا څي
څومره چې د ا و ښکو د ردا نې په دې وطن کې دي
چا د ترهګرچا د مذ هب په نوم ځپلی دی
هرظا لم موند لې بها نې په دې وطن کې دي
څومره د غېرت لا خزا نې په دې وطن کې دي
څوک يې خزا نې څوک يې مذ هب څوک يې کلتو لوټي
هرچا بيا نخښه نشا نې په دې وطن کې دي
نوره به لا موج وهي نشه په دې سرونوکې
ډ کې د غرورلا پېما نې په دې وطن کې دي
راليږونکی : مهاجر وزيري