د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

امیل همدرد

د امیل همدرد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

22 خپاره شوي شعرونه

د اومان نـــيازي څو تازه شـــــــــعرونهبشپړ شعر ولولئ

د اومان نـــيازي څو تازه شـــــــــعرونه

امیل همدرد

 

کميس

غږ مې  نه اورې

ګڼه ګوڼه ده

نن سهار مې

جامې ومينځلې

شمال سو

کميس مې د توت له څانګې

 باد يووړ

د ګاونډي د دېوال

پر اغزن سيم پورې نښتی

نن مې ټوله ورځ

لوڅه شا

دېوال ته تېره کړه

کميس مې

د اغزن سيم پر اندامونو پورې

وچ شو

 

څنګه ؟

 

دا خبره مې په کولو ارزي؟

زما خپلې خونې ته

دومره رڼايي په کار ده

چې ماښام مې

رانه بېل کاندي

خپل سیوری

 

لحظه 
په تا پسې راووتم

وځنډېدې

يوه لحظه هم عمر دی

 

حافظه 
بیګاه شپه چېرته لرې

ورېدلی و باران

نن سهار مې حافظه ډېره لنده وه

 

دربچه

 

په مخ دې وشه، سرې، سرې ګرمکې

چې په بد رنګ شې سپینې نازکې

د خدای پيدا يو، په موږ دې شپه کړه

د پردي کور په دربچه کې

 

سيوری

 

 زه ودرېدم

ته روانه سوې

چې پر دغه لور

 رڼايي تمامه سوه

زه،

زه، د خپلو پښو پر برابر

 پر خپل سيوري کښېناستم

 

 

 

 

 

 

توري

 

توري به پيدا سي

خو نه پوهېږم

تاته بايد پاڼه څنګه توره کړم

 

انتقام

مینه مې تر لاس ونيوه

لوږې، تندې، فقر، جنګ

ماتې، بري، تېښتې، انتقام

بګاو، بګاو راته کتل

 

 

منی

 د مني د پای ورځې

د ځنګله لار 
رژېدلې پاڼې

ماشومان

زېړې، نصواري جامې په غاړه

لکه برخه د ځنګله 

رڼايي

 

زما د کوټې

په کم سورې کړکۍ کې

ته

ګلاب

سيوری

 رڼا

 

 

 

 

ترنم

که دې وخت و

راشه

شېبې ډېرې نالوستې پاتې دي

هغه به ترنم کړو

پړونی

باد يې پړونی واخيست

ژوندی شو

هوا يې وکړه

 

د غرونو خلک يو...بشپړ شعر ولولئ

د غرونو خلک يو...

امیل همدرد

د خدای مارغان راځي نغمې د ملکوت غږويمطرب ته اړ نه يو او ذکـــــــــــــر د ستار نه کوو

د ســــر قاتل ته هم ســــلام کوو سلام يــې  اخلوولو  يې  مخــامخ  له  شانه  پرې ګوزار  نه کوو

په ستن کې تار شو اچلوی د سپــــــوږمۍ په رڼاڅراغ کې تېل نه سيزو   دا  د  تـاوان کار نه کوو

له پړانګ څرمنه اړوو چې لنګې غواوې داړيپر څانګې ناستې مرغکۍ د کــــاڼي وار نه کوو

پير محمد کاروان 

د سيد جــــيلاني جـــلان دوه تازه شــــعرونهبشپړ شعر ولولئ

د سيد جــــيلاني جـــلان دوه تازه شــــعرونه

امیل همدرد

 

په سپین لباس کې سپینه ځلیده روانه وه

ته وا رڼو اوبو کې اینه روانه وه

 

هر څه که مې د ستړي زړه غږونه پسې وکړل

خو نه یې اوریدل نه اودریده  روانه وه

 

شرنګا یې له قدم قدم درګرده پاشیده

دنګ غاړې بې پروا لکه غرڅه روانه وه

 

سحر یې راته وې چې په ژړا ژړا دې مړه کړم

په خوب کې دې جلانه ! جنازه روانه وه

 

           غزل

 

چې ستا پر شونډو تماشه مې د غزل کومه

د ګلابونو دریابونو کې مزل کومه

 

شوخي د مینې معیار مینه کې مزه کوینه

خوابدي کیږمه چې کله زورول کومه

 

جوهري یاره تا کړو جوړ رانه مرغه دجوهر

اوس به درو د اینو کې الوتل کومه

 

نور ښه سړی یم خو  چې ښکلي مې پنجو ته راشي

بس بې اختیاره شم بې واره ښکلول کومه

 

ته چې په مینه راته ووایې جلانه ګله!

هغه مهال لکه اوبو کې غمی ځل کومه

 

سیدجیلاني  جلان

 

د زړه آوازبشپړ شعر ولولئ

د زړه آواز

امیل همدرد

چي په اخلاص ابادوي ویجاړ کورونه د بل
د هغه چا کور دی ودان وي تر قیامته پوري

کفر يې نه سي ختمولاى ذمه یې خداى اخیستې
روښان روښان به پاک قران وي تر قیامته پوري

د حق باطل جنګ را روان دي له ازله څخه
دحق باطل جنګ به روان وي تر قیامته پوري

خپل سره ما توم دي ټيټومه خو دي نهبشپړ شعر ولولئ

خپل سره ما توم دي ټيټومه خو دي نه

امیل همدرد

 

 منم دا چي د یو پلاره پیدا د مور زامن یو

چي ته من زه چهاریاک سم قبلومه خو دي نه

 

غرور ته د فرعون چي د موسی عراده نه سي

 ژوندونه تانه تېرغلامومه خودي نه

 

 د پلار نیکه شملې پت به دي ساتم تر قیامته

لوګی به درنه ځان کړم شرمومه خو دي نه

 

خړوبی به دي شاړي کم د زړه په تورو وینو

اغزي چی دي ګل نه کړم ورانومه خو دي نه

 

مسکنه د جرګو آی د میرويس نیکه وطنه

جنت که په تا راکي بدلومه خو دي نه

 

غورځنګ ده ابدالي یې د محمود د توري فتحه

په شان د شاشجاع و خرڅومه خو دي نه

 

عزت ابرو د پیغلو د ملالي د پت کوره

په سرو زرو لالونو ورکومه خو دي نه

 

پوړنی د نازو یې د شهید غازي ټاټوبی

چي سر په تاکي ږدمه بیا پرېږدمه خو دي نه

 

خالپوڅي در کښي کړي امیدوار کږه وال ډیري

څو سترګي پټي نه کړم هیرومه خو دي نه

 

 

د الفت صاحب فريادبشپړ شعر ولولئ

د الفت صاحب فرياد

امیل همدرد

پنځو روپو باندې ولې هره ورځ خرڅوې

 دين و ايمان دي مسلمانه ډېر ارزان که نه وي 

 

آه و فرياد د چا له لاسه دغه خلک کوي؟

چیرې بې رحمه، خدای ناترسه ظالمان که نه وي

 

دا ميدانونه ولې سره دي په سرو وينو باندې

په هر هېواد کې شرمښان يا قصابان که نه وي

 

لکه واړه په څو پيسو باندې غوليږي ولې

په خوی او عقل دا لوی خلک ماشومان که نه وي

 

خوار و غريب او بېنوا که په راحت و په کې

جنت يې بولم خير دی حوري او غلمان که نه وي

 

چې مظلومان کړي فريادونه د ظالم له لاسه

ورته دوزخ وايه هيڅ اور لړم ماران که نه وي

 

دا ناداري دا ناداني دا بدبختي له څه ده

زمونږ کارونه زمونږ فکر او خوی وران که نه وي

پر اسلام مينبشپړ شعر ولولئ

پر اسلام مين

امیل همدرد

پر اسلام مين

دوست محمد عرفان

څوک دئ د مال څوک د دنیا څوک د دولت په ارمان
موږ  امتیان  يو د  سلطان د شفاعت  په  ارمان
**
چي مو د مرګ صحنه د سترګو څخه لیري نه ده
د مخلوقاتو د لوئ رب د مغفرت په ارمان
**
چي مو مشغول وي تل په حمد و ثنا ژبه  و زړه
د پاک الله (ج) د سپین  قران د شهادت په ارمان
**
چي مي د زړه په کور کي نور د محمد (ص) د نوم دئ
ټوله امت يو د يو بل د صداقت  په ارمان
**
زما عرفان ټوله ښکلا ده د قران په رڼا
ځک چي روح مي د الله د محبت په ارمان

 

 

ليكوال پيرمحمد کاروانبشپړ شعر ولولئ

ليكوال پيرمحمد کاروان

امیل همدرد

دوې شاهينې سره ناستې
دوې دې وروځې سره جوختې
لکه مينې سره ناستې
زه شاهين ومه په خوب کې
ښکار د مينې پسې تللی
وم له ځانه تښتيدلی
په شاهينې پسې تللی
ما په خوب کې له يوې ورکې
ښاپېرۍ وې سترګې غوښتې
دې را وليږلې غبرګې
د کعبې په تور حجاب کې
زه يې ورو ورو تاوومه
د خپل زړه په سره ګلاب کې
زه په تورو شپو کې ګرځم
دا ډيوې به مې په کار شي
ستا ملالې او ځلاندې
سترګې دوې به مې په کار شي
کاروان

 

پيرمحمد کاروان غزلبشپړ شعر ولولئ

پيرمحمد کاروان غزل

امیل همدرد

آرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوب
په خوا کې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه
حيا يې پښتنه ده په حجاب کې ده نغښتلې
خاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپه
رانجه د ليونۍ مينې يې څکلي وو نشه وه
په غېږ کې وه بې واکه را نسکوره لکه شپه
د ستورو په چشمو کې نظر واچوه تر لرې
په شپې پسې کاروانه غلی ګوره لکه شپه

سليم راز
سپوږمۍ ستا شانې ښايسته ده
دا تشــــــبیه مبالغــــــــــــــــه ده
اوس دې چرې سحر نه شي
په زلفانو کې مې شپه ده
مينه ځای ګوري نه عمر 
زما خپله تـــــــــــجربه ده
+++
سترګو يې خوږ مزاحمت کولو
باد د سحر چې شرارت کولو
چا په نفرت کې محبت لټوه
چا محبت نه هم نفرت کولو
که يې تيارو سره نسبت نه وي نو
ما به د زلفو عبادت کولو 

سلطان احمدزى 
غزل
ژوند مې څو سلګۍ خو پاتې ترېنه ځمه روانېږم
د خپل ذات سره يو كېږم د خپل ځانه جدا كېږم
ستا د سپين رخسار رڼا وه اوس چې نشته نو زه نه يم
د تيارو په تور وجود كې لكه سيورى فنا كېږم
پښه نيولى يم په دې چې ستا د سترګو ديدار غواړم
د ژوندو له هسكه بامه په كرار كرار كوزېږم
عشق دې داسې چارې وكړې له هرڅه نه مې زړه موړ دى
نه له ژوند سره جوړېږم، نه تر تا پورې رسېږم
د خندا هېڅ وسيله په زړه كې نه لرم سلطانه
لېوني غوندې له سوزه، په خپل ژوند پورې خندېږم

حنيف حيران
غزل
ګرځي اوتر لار له شپانه ورکه ده
ترېنه رمه د ژوندانه ورکه ده
ځم له هندارو غبارونه څنډم
يو تلوسه مې له خپل زړه ورکه ده
دا سړی چاته په سجده پرېوزي؟
ترېنه قبله چې په لمانځه ورکه ده
زه چې بې لارې وم نو ده په لار کړم
اوس خپله لاره له هغه ورکه ده
غل او خاوند دواړه يې لټه کې دي
لار کې سيکه بېرته له غله ورکه ده
حيرانه خدای خبر چې چرته به وي؟
مينه د زړونو له کاله ورکه ده

سعدالله فطرت
غزل 
زما اخلاص او د يار چل په خپل ځاى
خو زړه کې يې بيا هم ساتم تل په خپل ځاى
والله چې دواړه د يو بل نه سخت دي
انکار په خپل ځاى او اجل په خپل ځاى
حقيقت دا دى چې هېڅ فرق يې نشته
قيامت هم سخت دى خو خندل په خپل ځاى
ته زړونه وړې هغه کورونه لوټي
ستا هوښياري منم د غل په خپل ځاى
زما د قصده له محفله وځي
پښتو يې نه منم بدل په خپل ځاى
فطــــــــــرته تاو د دواړو سيځي سړى
د اور په خپل ځاى د اوربل په خپل ځاى

د حقيقت ورځبشپړ شعر ولولئ

د حقيقت ورځ

امیل همدرد

چې پلو له مخه لېرې د هر چا شي

دا رنګينې جامې څيرې د ريا شي

 

حقايق ټول رابهر شي له حجابه

پټ کارونه را څرګند زما او ستا شي

 

که رازونه که رمزونه که اسرار دي

لکه ستوري د اسمان هسې رسوا شي

 

مقصدونه ، غرضونه ، عملونه

بې پردې او بې سيرته برملا شي

 

د تلبيس ښايسته رنګونه ټول شي محوه

پخپل څېر ښکاره روا او نا روا شي

 

د هر چا زړه کې چې هر څه وي ليکلي

دی پخپله د هغه نقش ګويا شي

 

هغه دغه ښه او بد مخونه لوڅ کړي

توره شپه له منځه لاړه شي سبا شي

 

ليک د حق او حقيقت وي په هر لاس کې

د تيارو شپو واقعات واړه رڼا شي

 

ډېر ښايسته او سپين مخونه به تک تور وي

ډېر ښاغلي به په دغه ورځ سرتور وي