پښتو ادب · شاعران
محمدسرور وکیلي
د محمدسرور وکیلي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
59 خپاره شوي شعرونه
جنونه راسهبشپړ شعر ولولئ
جنونه راسه
محمدسرور وکیلي
ساقي راکه جام چي له ځانه مي بې ځانه سم
په جنون کي به ټول رازد کائنات وینم
بـېـله شــکه هـوښـیـارۍ کي ستـونزه ډېـر وي
په جـنـون کي ښـه او بد وي ټول عـدم
غـواړمـه ژغـورنه له دې دهـر د بد حاله نه
ځکه هره ورځ ئې تردابولي هم بتروینم
هــرهــوښـیـارکه پکښې ویـنـم درد سـرلـري
ورسره ئې دټولـني غـمې وي بــې شـوکم
زه یـم پکښې ورک څـنګه چي داحال ګــورم
ښــه ئې څـرګـند نه دي بد پایلـنه ئې پالم
وونـۍ پـه سـرد ستـرګـو د حال دی د څـېړني
ځان پکښې وګـورۍ چـیـري به یاست تم
دبې ننګوخبريبشپړ شعر ولولئ
دبې ننګوخبري
محمدسرور وکیلي
خوښ یمه په دې چي قدرت مي استعمار لري
بــــادارمــي کــل اخــتــیــارلـــري
هرڅه شکېلاک وایي مـنم او کـړم پــه مــیـنه
ځــکه ئې منم چي ښـه کردارلــري
زه که هـر څه پوه یـم زما پـوه څه پکار نه ده
ټــوله سـرښـتـه مي اسـتـثـمارلـري
زه کــه ښـه هــوښیار اویا ښــه روڼ آنـد یـمه
ترما ښکېلاکګرښه ډېراظـهـارلري
واورۍ زما خـبري ځکه زه په هرڅه پوه یمه
دوی مي ښه قدرت او ښه بازارلري
آزادي څـه پـکارنه ده خـپـل بادار پسې به ځـو
لرونکي د صنعت اوښه دربارلري
داخـبـري په رموزکي د بېـننګو داسي ښـکاري
له یون نه ئې څرګند دغه بانډار لري
منصورحلاجبشپړ شعر ولولئ
منصورحلاج
محمدسرور وکیلي
په توحید کي ډوب منصورله حاله ووت
ځکـه نُوّرئې دالله پخـپـل ځان کي وکوت
بیا ځلي سوې پورته نارې دان الحق دده
ناخبره ملایانو اخردی په کفر دارته بوت
منصورمست ووپه دیدارکي دارئې نه لیده
وُلآړپه شـوق ذوق نوځکـه دار ته وخـوت
دی له ځـورولوټـکـولو په دا ټـولوبې پروا
ډوب په ان الحـق کي مبین لـه ژونده ووت
حــلاج سـوپـه دارځـکـــه رازئـې و وایــه
بند نه وو په هیڅ ورک دحق دیدارکي پروت
په پردیوکيبشپړ شعر ولولئ
په پردیوکي
محمدسرور وکیلي
ګَنکّ ګــرځــم په پـردوکي یمه زه پردی
څــوک مـي نه بامي لـکـه داسي یـوخدّری
عمرتېرپه بل ګومل دی نه سومه شناخته
نــه بـه سـم شناخته زماپای دغـه ژوند دی
مــرمــه پـه پردوکي کله پېژني ما څوک
ټــول راتـه پـردي کـورپردی اوګـورپردی
ای آسـمـانــه بـسـکه وکــه لـــږڅـه رحـم
د پـرديـــو انـګـړمـېـشت لــري کله بــری
دعاء راته کـوۍ په برخه مي بېـلتون دی
هېوادمي دی پرې یښی جنګ ئې لامل دی
ای خـلکونـه یوازي چي پـرمادی دا ذلیل
چي ژوندکا په پردوکي تل لري دغه غمګی
ژبهبشپړ شعر ولولئ
ژبه
محمدسرور وکیلي
وایي داچي ژبه هم کلاده هـم بلا
بــې شــکه داخــبـره پـه حـق سره رښتیا
ژبه ژبـه ژبـه ده هــم دغـه ژبـه
غـړې، ژمـنه اوخـبـره بیا لـُـوّړه هـم ده دا
زده کړه دخپل ژبي بوله ته کمال
کـړې داخبـره پوهانـو په رښتیا سره اشنا
په ژبه کي حالات نغښتي دټولني
هـره لـنـډې اوهرمتل ئې فلسفي بـوله وینا
هرمـلت نومول کیږي پخپل ژبه
لوی ویاړدی وهرکام ته چي لري دغه وړتیا
هره پوهـه ده ستایـلې پخپل ژبـه
نـوژبـه ده پـه سـرکي دپوهـنـو پـه رښتـیا
د ګل ښایستبشپړ شعر ولولئ
د ګل ښایست
محمدسرور وکیلي
دګل ژوند یوه موسکا تازه په یـوشـبـنـم
بڼ اوچمن په ښاېسته رنګوبوی ئې دصنم
داځګه بلبلان اوپـتـڼګان پرې هـوسیـږي
دوران ئې دژونـد لـنډدښایستې وي ډېربرم ګلان وي په ګلزارکــي رنګ پــه رنــګ
هـررنګ تې چي کاته سي يوتربله وي خُرّم
چمن بڼ په ښایسته غـراودامان په ښایسته
ښکلائې ده اوچته چي نه راځي په هـیڅ قلم
د سـهـارتازه وږمه چي چـلېـږي پـرګلانـو
تـه بـه وائې جـنت جـوړ پرځمکه دغـه دم
له شرابوتوبه باسمبشپړ شعر ولولئ
له شرابوتوبه باسم
محمدسرور وکیلي
زه که شرابي یم له شرابوتوبه باسم
څـوځـلي توبه وکم توبه ماته پرچیښا سم
کله پیاله ماته کله سم خُم ته پرګونډو
سـاقي ومـنه عـذر زه ګرم یم پرخطا ځم
ساقي اومیخانه مي نه وُځي له سره
هرڅوچي توبه وکړم زه خپل هغه ډم باسم زاهداومحتسب دي پخپله ګرېوان سرکا
د خپل بدوځـوابـونـه بـه پخـپـله زه ادا کـم زماپوښتنه به دشیخ اوزاهد څخه ونسي
هرچا ته خپل عمل دلاري مل دا ورته وایم
سوله او رضابشپړ شعر ولولئ
سوله او رضا
محمدسرور وکیلي
پـردي مي غـیرت نـه غـواړي نـه مني رښتیا
نوځکه مي په دې نامه په هانامه کوي رسوا
زه مـي هـم هېـوادغواړم په سوله کي ژوندون
لکه دانورچي خپل خوشهاله ژوند کا په رضا
وټـولـوته ښه ژوند غـواړم وځان ته لا هـم بیا
زه نـه یـم یــرغـلګر دا خـبـره ومـنـه رښتـیـا
نـه نیکه او نه آبا مي په تاریخ کي یرغـلګروه
داټـولـوتـه ښـکاره ده نوبه زه ولي سـم بلنا۱
که رشتیا حق انساني دی سره کښې به نو محفل ته
ته وایه زه بې اورم که زه وایم ته هم بیا
تـرزوربـه جرګـه ښـه وي چـي سـولـه راولـي
غـوټـه پـه غـاښ مه په لاس خـلاسه کـه بیا
۱) بلنا=بل شی
زه اوساقيبشپړ شعر ولولئ
زه اوساقي
محمدسرور وکیلي
زه اوســاقــي لا د پــخــوا مــلـګــري یــــو
دې مـیخانې ته په خنداله دوستـانوسره ځو
زاهد اومحتسب په خواږه خوب لاويده دي
ســاقــي جاموراوړه وخـت نه ضایـع کـوو
دپسرلي جامونه ارغـواني راوړه پـه مـینـه
سحرګاه ده وچمن ته دسنبل سیل ته ورځو
دملیاردي په ګلبڼ کي رنګ په رنګ ګلونه
ګــوره یوتربـله رنګینه پرې ږغ وي دبلبلو
ساقي وېشل جامونه هـرچا ته ئې خپل جام
مـاله مي زما جام لا پـه ازل کـي ډالـۍ وو
خراباتبشپړ شعر ولولئ
خرابات
محمدسرور وکیلي
بـــراي مــي وو مـنــزل پـه خــرابات
رندان مي ولیدل سره ناست په ملاقات
محفل وو رندانه وینا وي وې اوچتي
ګډ وه په افلاکو کي ستا ینه وه د ذات
سـاقـي راوړه جـامــونـه رنـګارنـګ
فضاوه فردوسي په دغه څېروه هم حــالات مطرب دخراباتو ږغـول خوږې نغمې
حال بل رقـم ووبل خـواږه وه جـمـلات
ساقي ته مي ویـل جام راوړه یورنګي
( دُورنـګ) مـي نه خـوښيږي په حـیـات
ساقي ډېروو په ادب دخراباتو له راغـلو
هـرچا ته بې نیـوه خپل جام په کرامات