پښتو ادب · شاعران
محمدسرور وکیلي
د محمدسرور وکیلي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
59 خپاره شوي شعرونه
دهېوادپه یادبشپړ شعر ولولئ
دهېوادپه یاد
محمدسرور وکیلي
ای هـېـواده نصـیـب درنه بـېـل کــړم
له جـبـردپــردیــو و پــردوتــه ورغـلـم
اړیـم و لـیـدو ته دي ای دزړه آرامــه
جلاکي ستا خیالونه په زړه کي مي ساتم
ما نه ګڼله داسي چي له تانه به بېل سَـمّ
کـب وم په اوبـوکي اوس پرتشه وچه یـم
هـــوا دي دجـنـت ده اوفـضـادي دمـأوا
زه ومه جـنـتي دبېـلتانه پـه نارکي ولوېدم
الله خــبــر، چـي پـه ژونـد دي وګــورم
یـودیـدن مي سـتا دغروپه الماسـوئې تـلم
دهېواد تاریخ تهبشپړ شعر ولولئ
دهېواد تاریخ ته
محمدسرور وکیلي
په هېوادکی موپردوخپل بوڼکي غورڅولي
که لـوی وه که وړوکي بې بوڼـکو تـللي
داسپېره هېوادته کسي سي ساده ورته یرغل
ساتلې ورته جبـرټول پـه دغـه آند وتلي
پــردیــوپـرخـپل وارخـپل نیلی پرځغلولی
چي زوردی پرراغلی غاښونه ئې وتلي
تاریـخ ددې هېواد جګړوکي دی تـېـرسوی
دلـته ډېـرو سرونـه و مـالونه دې بـایـللي
عجب کارددې هـېـواد سرنه په خلاسیږي
نـړۍ والـه امـپـریال هم ځـیني څغاستلي
دینبشپړ شعر ولولئ
دین
محمدسرور وکیلي
دین لرل ایمان لرل دالله ټوله احکام منـل
ښه کول نیکي کول له بدو نه انکار کول
دا لارټـوله د اسـلام ده پاکه په ثــواب ده
خوبد کول فتنه کول دابلیس کړوته ګمارل
چي دین لري ایمان لري ثنادالله پاک واي
هم حـقوق تـه دانسان په نـېک نـظـر کتل
دیـن جیلو دی دانسان له بدوئې جغـوري
که بې جیلوه سوانسان وحش دی بیا بلکل
اسلام لارده دجغـورني هم نوعه ښه ګڼل
په عـقـل لارپـیدا کول په علمې جوړه ول
کعبهبشپړ شعر ولولئ
کعبه
محمدسرور وکیلي
مــعـمار مـود کـعـبې د رب الخـلیل دی
د له ورکـړی دا فرمان رب الجلیل دی
درولې ئــې کـعــبـه له خـټو او ډبروده
ورکړی لوړعظمت الله په ښه سبیل دی
ځیني شاعران ترکعبې کي زړه اوچت
خوکعبه دزړوقبله پرتله ئې بې دلیل دی
زړه لاسته راوسته ترقبلې ئې بولي ښه
وایم داښه والی مو ضعیف اونا جمیل دی
کعبې ته به ورتی په احترام زموږ نبي
وګوره مقام ته چي لـوړ اونه قـلـیل دی
خالق هم آدم له خاوروخـټـو تکوین کړی
توپیرئې په جوړنه دمادي سره عدیل دی
ظُلّمبشپړ شعر ولولئ
ظُلّم
محمدسرور وکیلي
ظُـلّـم ته الله دقهر په سترګو ګـوري
ظـالــم له منځه اخلي چي ځي پـربـــلي لــوري
تُنّدي او سرزوري دظلم نخښي دي
بــې رحــمــه کــســان کــــړي الله مــخــتــوري
اســـلام دین د محـبــت اومـیني دی
ظلـــم پکـښـې نـشتـه په رښتـیا او پـوري اوري
نـــوراسـه ای مسلمه رحـم که پېشه
تـنــدي دي سـتـا ټولـــنــه هــیڅ کلــه نه پيـــري
په نرمۍ به دښتي ژوی ته آرام کي
له تُندیه درنه درومي دکـور ژوي پرخپل لوري
ظُلّـم اوبې رحمي عـلــم ئې نه مني
عالم وي داسي نرم لکه د باران اوبه چي اوري
ږرهبشپړ شعر ولولئ
ږره
محمدسرور وکیلي
وېـښته دمخ ده ږره الله ورکــړې وهـرنـرته داتـــوپـــیـــر کـړی الله دی ښـځـي اوونــرته
که مسلمان یابـېـله مسلمان نـرئې لـري ږره
ښـــځه وي پی مــخې دافطرت دی وایم درته
په دین کــي د قـران مـو بـیان د ږري نسته پـیــغمبــرمــودي ویـلي سنت دی وهــرسرته
اوس ګورمه هېوادکي ټول ټینګارپرږره دی
پنځه بناءوي دي څرګنده ږره کم بناءته ورته
راسه فرعه پـرېـږده پنځه بناءوي که سنبال
دا حــدود دخــدای دي ځــای نـسته بل خبرته
ږره نه فرض ده نه واجب هدایت دپیغمبرده
یــوه قـبـضه ږره نیک کردار دی وښه کـرته
ږره اولباس په دین کي داسلام کله وی اساس
اساس مـو پـه قـران کي سـد راولــه وسـرته
علم مباح نه دیبشپړ شعر ولولئ
علم مباح نه دی
محمدسرور وکیلي
ته چي علم مباح بولې کړې داعمل ولي++
ورکوې ته لومړيتوب جهل څو ځلي
دالله سي پېـژندنه په علم سره بېشکه ++
نوزده کړه علم ته چي اروا دي وځلي
علم مـباح مه بـوله دا ځکه دی لازم++
وینا دپـیـغـمبرمـو ده ثابته ډېـر عالي
حدیث شریف دی:
اطلبو العلم ولوکانه فی الصین. فاءن طلب العلم فریضة
علی کُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمةٍ.
علم زده کړۍ که څه هم په چین کي وي.داځکه علم
پرهرمسلمان او مسلماني لازم دی.
شیخ سعد علیه الرحمه وایي:
چون شمع ازپی علم باید گداخت
که بی علم نتوان خداراشناخت
خــردمــنـد باشد طلـب گارعلم
که گـرمست پـیـوسته بازار علم
طلب کردن علم شد بر توفرض
وگرواجبست ازپیش قطع ارض
دغسي دلیلونه دعلم لپاره ډېر دي.
علم انسان له ګمراهۍ نه
خلاسه وي له تیارې نه روڼا ته را ولي.
ځان ته کتلبشپړ شعر ولولئ
ځان ته کتل
محمدسرور وکیلي
عمرچي اخرسي مالوهال نه راځي په کار
لړۍ روانه دکاروان ده په سل نه چي په هزار
ای ناصحه ته چي نورو ته لارښود يي
ګوره پخپل ځان کي سرپه ګرېوان نوروته ګفتار
ښې خوږې خبري، وي ښه آسانه دلپزیري
کوري خود بیناي مردم کېده کله وي ښه کار
زه هم ځان ته ګورم تل، چي ته به څنګه ئې
وائې آسانه دي خبري ایا ما کړی سم کردار؟
خپل عیب دوږو منځ دی نه ښکاري وچاته
دنوروعیب ژر وینو نو ورته ګډ یو بې اختیار
ښکلی هراتبشپړ شعر ولولئ
ښکلی هرات
محمدسرور وکیلي
هــرات مي ښایسـتـه ډېــر څـوځلي تـرمشهد
که څه هــم هلته امام پروت په لـوړمـرقـد
هــرات مـي دی ښــه ښــکلی اوځای داولیاوو
پـکښې پـروت پـیـري انـصارپـه ښـه ارشد
دهــرات مېنارې لوړي، دي هـم ډېرلرغـوني
جـامـع ئــې ده ډېـرښکلې په اوچــتـه شدومد
هــرات تــه چـي ورځـې تخت سفـرئې ووینه
هم مزار د ،جامي، هـوري ستایـنې بې عــدد
نوراولیاپکښې پراته خواجه غلطان ئې وګوره
بامي هرات ئې دی ډېرښکلی بـېـله هره سـد
نااهلهبشپړ شعر ولولئ
نااهله
محمدسرور وکیلي
نـااهــلوتـه کـارونـه ورسـپارل
پــمــن کـاربــولـه دغــه ګـومارل
مه ټاکه ناهـل ته دنده پوه نه ده
وایي اولانه لکه لـېـوه چـوپانه ول
کارداهــلوونااهــلوتــه لــېــږدل
لکه پِـیـل چـي په ښیښوکي درول
نااهلي اوناپوهي ده یـوه خـبره
دواړي وُچي وُني نه لري حاصل
کارواهلي کارته غوره کاردی
ګلـبڼ به وي تـل ښکلی په سورګل