پښتو ادب · شاعران
سمیع الله خالد سهاک
د سمیع الله خالد سهاک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
34 خپاره شوي شعرونه
سوله وکړئبشپړ شعر ولولئ
سوله وکړئ
سمیع الله خالد سهاک
د ســـــهار ماښــام ژړا می نه دریږي
دا چی بیا می په کابــل راکت آوریږي
په دې اور کی ټول ښارونه مو ویجاړ شول
شني مرغې په شنو ښاخونو کی سوځیږي
د ښکلا موسم می ورک شو له وطنه
دښمنان می زما په سوله کی ژړیږي
هم ګاوند هم می نړۍ له حال خبر دي
خو زما په دارو هیڅ څوک نه پوهیږي
غیرت منو بیا په سوله کار شروع کړئ
په جګړه مو دښمنان ټول خوشحالیږي
هر پــوله کی رڼـــا ده خـــوشحالي ده
خــو افغان لا د افغان لــه لاس کړیږي
نور نو بس کړئ وسله غورځوئ له لاسه
خــالد ستــاســو نیــکمرغو ته هوسیږي
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
دسمبر۱۷، ۲۰۲۰ کال
پوهنتون په وینو سور شوبشپړ شعر ولولئ
پوهنتون په وینو سور شو
سمیع الله خالد سهاک
اور بل دی په وطن کی پوهنتون په وینو سور شو
د جهل تیکه دارو نه روغتون په وینو سور شو
تنکې پیغلي یی مړي کړي آرمانونه یی نور ټول مړه شول
وطن مور شوله بوره روزنتون په وینو سور شو
کتاب یی چی لوسته دوي د لوستو په وخت شهید شول
تنکیو آرمانو کی کتابتون په وینو سور شو
ظالمه لږ لاس ونیسه دا ټول مسلمانان دی
دا ستا له حماقت ملک د پښتون په وینو سور شو
خالده نور نو دا جاهلان خدایږو که اصلاح شی
وطن مو خو وران وهء اوس مو شتون په وینو سور شو
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
نومبر، دریمه ۲۰۲۰ کال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سمیع الله خالد سهاک
کــــــه په لر مري یـــا په بــر مري
لـــه زخــمونو یـــــا پــــر هر مري
دا پښـــتون دی چی هــر ځـل مري
څوک په شـپه څوک په سحر مري
نیـــــمه دیــــخو نیمـــــه هـــا خـــوا
پــــه سلـګو سلـګو نـــــن لمر مري
څـــــوک دی ووایی خــــــــالد تـــه
دی دنــنــــــه یـــــا بــــــهر مـــری
سمیع الله خالد سهاک
د فبروری ۲۸، ۲۰۲۰ کال
مونتری، کالیفورنیا
زوړ شومبشپړ شعر ولولئ
زوړ شوم
سمیع الله خالد سهاک
کله چې زه به له کوڅو تیریدم
پنځه او لس به په کړکو ولاړې
له هرې خوا کتلې
څو کاله تیر شول
جنوکي کمي شوي
هر یو، یو خوا ولاړه
او زما ویښتو په رژیدو پیل وکړ
او پاتې شونکي
په نوبت شول ټول سپین
اوس په کوڅه
او لا په ښار څوک نشته
په محبت چې نیم نظر وګوري
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
دوشنبه دفبروری ۱۶، ۲۰۱۵ کال