د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سمیع الله خالد سهاک

د سمیع الله خالد سهاک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

34 خپاره شوي شعرونه

په فلسطین کیبشپړ شعر ولولئ

په فلسطین کی

سمیع الله خالد سهاک

په فلسطین کی
نن دولسمه ده
او
هره ورځ پکی سلګونه
مري
او په زرګونه
خپل خواږه
کورونه پریږدي
زه
ننداره کوم
د نن او صبا
او جسدونه د انسان
په اوږو
په هره خوا کی وینم
د الاقصا مخې ته
او دا بی رحمه
ټبر
نه په ماشوم
نه په زاړه
او نه په ښځو
هیڅ کله
رحم نه کړي
نن یی جومات
پرون روغتون کړ
شهید

پای

سمیع الله خالد سهاک
د اکتوبر۱۶، ۲۰۲۳ کال

جنګ او وژنېبشپړ شعر ولولئ

جنګ او وژنې

سمیع الله خالد سهاک

په هرات کې دا ډله ييزو قبرونو
په زلزلو کی
تورو خاورو لاندی
ښارونه ورک شول
غر او سیند
یو شو
او تر څنګ یی
د سلګونو جسدونو انځور
په منځني ختیځ کې
لږ لیرې هاخوا
د حماس په لاس
د ماشومانو مات شوی سرونه
او غوښې هر خوا پرتې دي
د میندو او لوڼو غوښې
په لویشت لویشت کی
پرتې
د بندیانو د شکنجو انځورونه
چی خپاره شوي هر ځای
د پلار او ځوی جګړې
د مور او لور بوغارې
د الاقصی په هم هغه خاوره کې
بل خوا پراته د عربانو مړي
بوی یی هوا نیولې
چی بمبارو کی مړه شول
او اسراییل لا هم
بمونه غورځوي
هم یی دنیا کړه
له خطره ډکه
چی دوی اوس څه غواړي
***
او یو بل لور ته
کرد ماشومان
چی وژل شوي د ترکیی
بریدو کی
او د اروپا په زړه کې
د اوکرایین او روسیی
شخړه
دا دوه کلنه شخړه
هر خوا وژنې مړي
بوری او غریب یتیمان
او موږ لا ژوندي یو
په همدې نړی کی
هغه نړۍ چې
موږهم په کې یو
او لا سا باسو
او انسان بولوځان

پای
سمیع الله خالد سهاک
اکتوبر ۱۱، ۲۰۲۳

زما مینهبشپړ شعر ولولئ

زما مینه

سمیع الله خالد سهاک

یو څه می لا هم له وطنه یاد دي
تور می کمیس وهء او کاوبای می پتلون
د مکتب مخې ته ولاړ وم حیران
او هرې خوا ته می کتل په شیبو
او ځورولمه می ډار د زړګې
چی فیروزه به می نن وینم کنه
***
که څه هم هر څه می له لاسه وتل
او په ماغزو کی می روان وهء بدلون
کله به یاد وو یا به هیر وو له زړه
خو یو آرمان به می ژوندی په زړه وهء
یوه خبره می په زړه وه هروخت
چی فیروزه به می نن وینم کنه
***
اوس چی زوړ شوې یمه لا می یاد ده
د ژوندون غم نور نه لرمه په زړه
اوس ډیر وخت وشو لا په یاد یی لرم
او طلایی سترګې یی ځلا کړي هر وخت
او له یادونو می ګردونه پاک کړي
او نه پوهیږم چی ژوندې،
او یا به مړه وي هغه
خو غواړم یو ځل یی ژوندې ووینم
کله خیال کی لاړ شم باغ د زړه ته
زړه لیونی دی له ډیر وخته وایی
چی فیروزه به می نن وینم کنه
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د جولای ۷، ۲۰۲۳ کال

زما ځایبشپړ شعر ولولئ

زما ځای

سمیع الله خالد سهاک

نـن آسمان می له یــــــادونو توبــه ګار دی
خو بوستــان می د ګلــــونو په کنـــــار دی
یو ژوندون دی چی تــلوار کی رانه ځغلي
بل مې مخ دی چی خزان کی هم بـهار دی
افغانان اوس لــه خدایه یـــو شی غواړي
کور، ډوډی ورڅخه غواړي ډیر تلوار دی
افغانــانو سوله کړئ چی بــــــربــادیـــږي
په رښتیــا به اوس یــو کیږئ دا اقرار دی
دښمنـــان می د دنـــیـــا لــه ســرحد وتــي
ما خالد ته هریو زړه کی ځـای وزګاردی

سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
۰۲/۰۳/۲۰۲۳

په اوکرائین کیبشپړ شعر ولولئ

په اوکرائین کی

سمیع الله خالد سهاک

د ستــرګو لیدل شوي ډیر کیسې دي په اوکرائین کی
له لرې نه پلان شوي ډیر پلمې دي پـــه اوکرائین کی
روسان، امریکایـان ټول څلور ستـــرګې ورته ګوري
انګریزهم جرمنان پـــه انـديښنې دي په اوکرائین کی
دالر پـــه ملیـــاردونو دي روان لـــه هرې خــوا نـــه
روسان په ګنــــاهونو تـــورن شوي په اوکرائین کی
بمونو او راکتـــونو ډیـــــر وژلي پـــــدې خــــاوره
د خلکو لویې جوپې لا هم پرتې دي په اوکرائین کی
افغان او افغانـــان اوس لـــــه یـــادونو نــــه دې وتي
د نیمې نــــړې خلک په غصې دي په اوکرائین کی
لا نـــور به څـــه وګورو که نـــاټو شي نـــــوره غټه
اتـوم به استعمال شي که جګړې وي په اوکرائین کی
دنمارک او سویدن کی خلک په ویـــره کی اوسیږي
روسانو ډیر ډار کړي په جلوې دي په اوکرائین کی
مشران، زبر ځواکان یــو هم د خلکو فکر نـــه کړي
نه ما او تا ته ګوري نه یی پيسې دي په اوکرائین کی
انســــان هیڅ مهم نـــه دی، المونیم او یـــورانیـوم دي
دا دواړه دي ډیر زیات خرې خرې دي په اوکرائین کی
خــالد نور توبه ګار شو سیـاست نـه یی لاس واخیست
نه شعر نه شاعري نه ښې کیسې دي په اوکرائین کی
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
۰۵/۱۱/۲۰۲۲

یو شعر/ غزلبشپړ شعر ولولئ

یو شعر/ غزل

سمیع الله خالد سهاک

شیطــان پرستـــه نور نو ژاړه زه د خدای په خـــوا یم
ته ممکن هاخـــوا یا دیخوا یی زه د خـــدای په خوا یم
ته به اسلام او کفر یـــو شـــان ګنې زه یی نــــــــه ګڼم
زه به ښه کړمه خپل اعمـــال تل زه د خدای په خوا یم
که خپـــــل اعمال ښـــــه نـــــه کړئ ورک به شی ژر
نور دا ظلمو نه تــــوبه ګار شـه زه د خدای په خوا یم
نـــــادانه تـــــه به عبـــــادت کوئ تــــــاریکه لار کې
په تــــ¬ـورتمونو به ګذار کړم زه د خدای په خـــــوا یم
د آسمـــــانو خدای ته سجــ¬ــده کړم پنځه وخته په ورځ
ته په لمبــــــو کی تار و مار یی زه د خدای په خوا یم
هسی امیـــ¬¬¬ـــــد دی د بخښلو شپــــــه او ورځ می خالد
ته به په اور کی ډیر افګار وې زه د خدای په خوا یم

سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د اپریل ۶، ۲۰۲۲ کال

پوهیږئ؟بشپړ شعر ولولئ

پوهیږئ؟

سمیع الله خالد سهاک

پوهیږئ؟
پوهیږئ، زه چی نن بیدیا کی ګرځم
هغه دستا د مینې اور می لا سینه کی بل دی
او ستا د سپینو اننګو په مینځ کی
یوه روښانه د ښکلا څلې دی
چی لا هم په سترګو کی می
لارې کاږي
***
پوهیږئ؟
پوهیږئ، اوس هم مینان ټول مو په لټه کی دي
او هغه روښانه د ښکلا په کور کی
لاهم زما او ستا سندرې وایی
خلک بی سارې د ړڼا په تمه
په تاریکو کی نوې لار لتوي
او تا په ما او ما په تا کې ګوري
خو لاهم لاره دا اوږده ښکاري
نن
***
پوهیږئ؟
پوهیږئ، ډیرې دي خبري په زړه
او نوي ستوري په آسمان د زړه کی
لا سترګکونه وهي
او لا نوي میاشت ته انتظار کوی ټول
خو لا سپوږمی د مخ دې نه ښکاري اوس
لا هم روژه ده اختر لیري ښکاري
سمیع الله خالد سهاک
د مارچ ۱۸، ۲۰۲۲ کال
مونتری کالیفورنیا

زه څوک وم د مارچ اتمې د مور د ورځ په ویاړبشپړ شعر ولولئ

زه څوک وم د مارچ اتمې د مور د ورځ په ویاړ

سمیع الله خالد سهاک

زه وم ستا مور ستا په لیدو خوشحــاله
اوس یم یـــــوازی په لمســـو خوشحاله
تــه شـــــوې روان زه لا هم دلتــه یمه
د ژونــــد بار لاندې لا بې چُــــرته یمه
غمونــــه ډیر شول د هرلارې ځــــویه
دنیا تیــاره شوه تــــه چی لاړې ځویــه
د مور لــــه زړه هیڅ څوک خبر نلري
په مــــا بی کســــه څوک نظر نــلري
زامن شول ځوان لاړل یو خوا را څخه
په څــــو ګیــــلو او واویــــلا راڅخه
زمــــــا دردونه ډیر دي لا به یی ګـــالم
د شهید ځوی غم می چــــــــاته ووایم
راوزنه ډیــــر می لــــه ملګرو پټ دي
د کــار او ژوند نه اندامونه وریت دي
چــــــاته د زړه رازونه یــاد کړمه زه
پــــه اوریدو یی زړه ناښـــاد کړمه زه
خــــالد می نوم شو نن صبــا کی خلکو
یــــوه ورځ ژوند دې دنیــــا کی خلکو

د مارچ اتمه/ ۲۰۲۲ کال
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا

لا ځوان یمبشپړ شعر ولولئ

لا ځوان یم

سمیع الله خالد سهاک

لا ځــــــــوان یمه د عشق سرود روان په زړه هر وخــت
د خدای نوم می هیر کړی دی جانان په زړه هر وخت
پی مخو نه خوښه یم که څه هم چی اوس پنځوس یم
د عمر فکر نشتـــــه چی یم ځــوان په زړه هر وخــت
د یــــار مینـــــه او یـــاد به همیشه په زړه ژوندي وي
او ستـــــا د عشق خوبونه سرګردان په زړه هر وخت
میلې دي هرې خـــوا تـه دوست دښمن نه پیژني څوک
نــور نه غواړم له خدایه دی جــانان په زړه هر وخـت
خــــالد لــــــــه بی رُخي ستـــــــــا شکایت کـــوي مدام
پوهیږي په هرڅـــه، ښکاري نـادان په زړه هر وخت

پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
فبروری ۷، ۲۰۲۲ کال

قران د خدای خبرېبشپړ شعر ولولئ

قران د خدای خبرې

سمیع الله خالد سهاک

وه مورې!
قران تل لوله
صدقه دی شمه
د خدای آواز
دی قران
او قرائت
اواوریدل یی
قوټی وسپړي
ګلان خوریږي
په دې نړی کی
چی له ګناه دکه ده
او فریښتې له آسمانو
په تا باران د
نعمتو اوروي
دا د ګلانو غوړیدل
دا د باران اوریدل
او دا دلمر ځلیدل
به په خپل سترګو
ګورئ
د قرائت
په وخت کی
د خدای لپاره
ما ته دعا وکړه
که قرائت دې وکړ

سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د فبروری ۳، ۲۰۲۲ کال