د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدعلي عمري

د محمدعلي عمري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

زه يم دلته زما ورور وهغې خواته
يوکوردلته اوبل کور وهغې خواته

کمزوري مې کمزوري مه ګڼه دلته
دی په اصل کې زما زور وهغې خواته

وي به څومره سره تږي وديدن ته
بچی دلته دی اومور وهغې خواته

باچاخانه ولي باغ ته دې سلام کړم
ليکن ستاخونودی ګور وهغې خواته

يوسړی په ډير تشويش کې ده لويدلی
ده يې باندې پرچا پور وهغې خواته

عمري دازادۍ پرنيلي خوند به
کله ووينمه سپور وهغې خواته

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

محمدعلي عمري

تازه شعر
تنهايي راسره خاندي
اوبيخي راسره خاندي

ديوالونه راته ګوري
شپه او ورځ زماپر لوري

راته غوږ وي ديوالونه
ددوي هم شته دي غوږونه

تنهايي زماملګری
اوبيخي زماملګری

په ماوايي کتابونه
هم خواږه خواږه شعرونه

مهربانه تنهايي ده
هره برخه کې سخي ده

پرتندي راکړي موچکه
راته ووهی چکچکه

اوس دشپې يوه بجه ده
تنهايي راسره مله ده

راته وايي ځه ويده سه
زماپه غېږه کې دمه سه

ځنګوم دې ځنګوم دې
ښکلوم دې ښکلوم دې

راته وايي زماياره
خداي دې ساته له ازاره

اوس ويده للو‌للو سه
عمري زما کوکو سه

#عمري
#شاعر
#مسلم باغ
2026
26 August

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

غزل
ورک دې سي رنګ مهرباني نلري
دامهم خوي دجنتي نلري

له پيره مه جوړوه خداي مه کوه
اطلاع پرغيبو هم نبي نلري

خالي کدو اوهم خالي بوتل وی
څوک سي پر زړه غم دلالي نلري

بس تنهايي دې تل په شا ګرزوي
سي څوک غريب وي شتمني نلري

پرهغه پلار باندې مې زړه خوږيږي
سي پخپل کورکي پاچهي نلري

داعمړي هم عجيبه ملا دی
کله ملايي کله ملايي نلري

محمدعلي عمري
مسلم باغ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

خوندکړی کړي باآهنګه زندګي
زما خوښيږي ړنګه بنګه زندګي

چي مات مات پکې بنګړي وي اوبنګړي
شه قربان له هغه شرنګه زندګي

غرنۍ پېغله ساتي لاچي لونګ
وايه ستاخوښه لونګه زندګي
وهرچاته بس کوه دغه دعا
خداي دې مه کانده بدرنګه زندګي

نيم سړی وي سي له لاسه چاورکړې
دمورکۍ مورکۍ له څنګه زندګي

حيف چي عمر تراويا کلونو واوړي
ګويالويږي له ګړنګه زندګي

وپنځوسوته قريب يې عمري
له تاولاړه شوخه شنکه زندګي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

لکه‌لنډۍ‌په‌سړي‌خوله‌لکوي
سپېره نيستۍ په سړي خوله لګوي

دحال‌په‌ژبه پښتون قام.وايي چي
دازۍ خيلۍ په سړي خوله لګوي

دخپل‌بچي‌دخلاصولو‌په‌پار
هوسnۍ‌هوسۍ‌په‌سړي‌خوله‌لګوي

دلوبوشی نه ده وسله مه کوه
مرمۍ‌مرمۍ‌په‌سړي‌خوله‌لګوي

ستادمړوند ښکلايه وړې ټوله
داستاګړۍ په سړي خوله لګويoo

عمري ستايې په څه پري‌يې‌ږده‌ سي
هغه نجيلۍ په سړي خوله لګوي

محمدعلي عمري
مسلم‌باغ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

تازه‌غزل

ګل‌خان

نجوني‌پرلارځي‌که‌ماران‌تيريږي
دزړه‌په‌کورکي‌مې‌ګمان‌تيريږي

شرنګ‌دبنګړويې‌ځي‌پرټوله‌لاره
داپه‌صحيح‌مانا‌کاروان‌تيريږي

دچالورکۍ‌سي‌وړي‌په‌زور‌هغه‌به
ترشرافت‌دخپل خاندان‌تيريږي

زموږپرآسمان‌تل‌دمرميو‌باران
دلته‌به‌څرنګه‌مرغان‌تيريږي

دګوزارې‌دجماعت‌امام‌خو
بس‌کله‌کله‌تراذان‌تيريږي

غرب ته‌‌زموږ‌داځيني‌ ځيني مشران
ترخپل‌شيرين‌ګبين‌ايمان‌تيريږي

په‌خپل‌حريم‌کي مې ماجر‌يادوي
مخته‌مې‌هغه‌ده‌ګلخان‌تيريږي

عمري‌ستاغربت‌له‌ګوري‌هرڅوک
ځکه‌خو‌ستاتردسترخوان‌تيريږي

عمري.هندوباغ
سهيلي‌پښتونخوا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

تازه‌کلام
پيسي پيسي ديناردينار‌ ږغيږي
دخلګومخکې‌چي مالدار‌ ږغيږي

‌دغی‌دې‌څه‌کړي‌خوپيسې‌که‌لرې
بيادې‌ مني‌ درته‌ بازار‌ږغيږي

دسترسړي‌ زامن تر مخ‌ دمېلمه
ډير په ورو ورو اوپر خپل وارږغيږي

پرټول‌محفل‌دې‌تاثير‌ځکه‌پروت‌دی
داخوته‌نه‌يې.ستارخسار‌ږغيږي

دخوشحالۍ‌او‌دغم‌فرق‌پکار‌دی
دغم‌په‌ځاي‌کې‌څوک‌قرار‌ږغيږي

چاچي‌لوټلې‌خزانه‌دملک‌ده
‌موږ‌ورته‌غوږ‌راته‌باربار‌ږغيږي

لاره‌لنډيږي‌ژرپه‌هغه‌وخت‌کې
څوک‌چي‌روان‌وي‌اوپرلارږغيږي

عجب‌قوت‌دې‌ نڅوي‌ عمري
داخودې‌شعرکې‌سيتارږغيږي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

مينه‌ديارچي‌زړه‌کې‌زور‌ واخلي‌
له‌ډيره‌درده‌ځخه‌اور‌ واخلي

زاهدبه‌هم‌شونډه‌په‌غاښ‌ونيسي
چي‌په‌نڅاکي‌بنګړي‌شور‌واخلي

چي‌وي‌غريب‌اوهم‌بې‌کسه‌خدايه
وچاته‌ورسي‌له‌چاپور‌واخلي

ژر ترله‌ وزه‌ مه‌لږ صبر کوه
نوم‌که‌څوک‌ستادخپلې‌خورواخلي

ترغره‌‌هم زرځله‌وي دروند‌هغه‌غم
چي‌څوک‌بدنام‌سي‌اوپيغور‌واخلي

دهغه‌زوي‌به‌نوبيخي‌وي‌سمه
چي‌په‌طواف‌کې‌په‌شامور‌واخلي

ګلخان‌خونه‌يې‌عمري‌شکر‌کې
غم‌دې‌پرسرټوله‌لاهور‌واخلي

عمري
مسلم‌باغ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

چي‌سړی‌خوري‌دهغه‌مارکيسه‌به‌هم‌تېره‌سي
دترکو‌ ول‌راول‌رخسار‌کيسه‌به‌هم‌تېره‌سي

پښتانه‌ستاغېږه‌کې‌سرپرسرزندان‌تېروي
کراچۍ‌‌ستا‌ناځوانه‌ښارکيسه‌به‌هم‌تېره‌سي

ستامقدس‌روح‌يې‌‌نجسه‌کړوپه‌سيم‌خاردار
ددې‌لعين‌ددې‌مردارکيسه‌به‌هم‌تېره‌سي

آب‌زمزم‌ته‌رسېدلی‌دلورکۍ‌په‌ولور
دهغه‌پلارهغه‌غدار‌کيسه‌به‌هم‌تېره‌سي

دزړه‌پرګوتو‌‌خالق‌اړوه‌رااړوه‌ډير
دهغه‌سپين‌‌غوړ‌رياکارکيسه‌به‌هم‌تېره‌سي

چي‌پيسې‌نه‌لرې‌رسېږې‌عياشۍ‌ته‌څنګه
کړه‌ګوزاره‌ددې‌بازار‌کيسه‌به‌هم‌تېره‌سي

عمري‌تاسره‌يې‌کړې‌‌ناځواني‌ډيره‌‌ده
د‌دومذهبه‌‌جفاکارکيسه‌به‌هم‌تېره‌سي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدعلي عمري

سرپرسر غواړم‌جامونه‌دزړه‌سره
موسيقي‌او‌ربابونه‌ دزړه‌سره

ژمی‌خوندکوي‌سره‌له‌سپينی‌واورې
خوچي‌بل‌دې‌وي‌اورونه‌دزړه‌سره

ګرمه‌غېږه‌رانه‌تاو‌کړه‌يخ‌وهلی
ستاپه‌برخه‌ثوابونه‌دزړه‌سره

سمه‌لاره‌‌له‌هغو‌ورکېداي‌نسي
چي‌وي‌دوي‌اوکتابونه‌زړه‌سره

په‌دې‌وخت‌کې‌سړی‌سم‌دم‌کړي‌نامرده
ګوره‌ونکړې‌پورونه‌دزړه‌سره

که‌دصبرپرنيلي‌سپورسولې‌نوبياخو
ستاپه‌برخه‌دي‌ګلونه‌دزړه‌سره

عمري‌اوس‌‌ده‌بې‌موره‌په‌دعاکې
ترشانلري‌لاسونه‌دزړه‌سره

عمري
مسلم‌باغ