پښتو ادب · شاعران
سرلوڅ مرادزی
د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
165 خپاره شوي شعرونه
خپله خوښهبشپړ شعر ولولئ
خپله خوښه
سرلوڅ مرادزی
د چا خوښه چیري ځي په کومه لار ځي
څوک اړ نه دی چې د بل چا په ګفتار ځي
طبیعت انسان ازاد دی زیږولی
سړی ولې بیا د بل چا په مدار ځي
د پارسا او د ترسا پرېکړه ده ګرانه
هر څوک پوه شه چې پارسا که ګنهګار ځي
میخانې ته خلک ځي پخپله خوښه
که جومات ته خلک ځي، ملا له ډار ځي
د انسان عمر ډېر لنډ او شپې په شمار دي
خلک پرېږده میکدې نه که خمار ځي
پند او وعظ ته د هیچا حاجت نشته
جهنم ته پښتانه پخپل اختیار ځي
د جنت د خیالي حورو په هوس کې
عمر ټول د پښتانه په انتظار ځي
د ملا د خپلې خېټې په فتوا کې
وژلتون (۱) ته پښتانه قطار قطار ځي
ژوند یو خوب وو، چې په هسې وعدو تېر شو
وچې شونډې «مرادزی» له دې دیار ځي
یا د آس د پښو ټکهار دی چې يي اورم
یا مستۍ نه کومه پیغله په دې لار ځي
یادوونه:
(۱ ) وژلتون = مسلخ، قتل ګاه
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۸ مه
سرلوڅ مرادزی
نادودېبشپړ شعر ولولئ
نادودې
سرلوڅ مرادزی
چې نادودې چا د جنګ لېدلې نه وي
څه پوهېږي سوله څه ده او جنګ څه دی
چې مزه چا د ښکېلاک څکلې نه وي
څه پوهېږي چې اورنګ او فرنګ څه دی
په کوڅه چې د غیرت تېر شوی نه وي
څه خبر له نام وننګه چې ننګ څه دی
چې ځنګل کې ځناورو منځ کې ګېر شې
خوله کې فرق د اژدها او پلنګ څه دی
که فتواوې د ملا غرضي نه وای
فرق نېشه کې د شرابو د بنګ څه دی
جارېدل چې خپله مینه کې هدف وي
فرق په دې کې د بلبل او پتنګ څه دی
شتمنان چې عیاشي کوي ټول عمر
څه خبر دي چې روزګار د ملنګ څه دی
که کڼو ته د خبرو قدر نشته
نابینا ته سمه لار او ګړنګ څه دی
زه خو لار د محبت خلکو ته ښایم
په دې لاره کې نو چل او نیرنګ څه دی
د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی
د ماضي یارانهبشپړ شعر ولولئ
د ماضي یارانه
سرلوڅ مرادزی
ورکه دې اینده کړه، د ماضي په یارانه کې
لاړ در نه وختونه، د نیکونو افسانه کې
واوښتې پېړۍ نور، د حجر زمانه تېره شوه
اوسې لا په فکر، د حجر په زمانه کې
ذهن دې مصروف دی، د خوبونو تعبیرونو کې
لاس و پښې دې بند دي، د دودونو زولانه کې
خیال کې د جنت اوسې، خو ژوند په دوزخونو کې
دو، دې دا دنیا کړه، د عقبی په نذرانه کې
تېر شو «مرادزیه» وخت دې کوڼ ولس ته سندرو کې
زیات څه پاتې نه دي نور، د عمر خزانه کې
جار دې شم ساقي له غم، مې بیا درته پنا راوړه
زیات کړه یو ګوټ نور هم، د ګوټونو پیمانه کې
د ۲۰۲۳ کال د اګست درېیمه
سرلوڅ مرادزی
ویده پښتون ته!بشپړ شعر ولولئ
ویده پښتون ته!
سرلوڅ مرادزی
یو د بل سره اړم دي پښتانه
دا کوم نسل کوم رقم دي پښتانه؟
څرګند نه ده چې له کومې خوا راغلي
نه حوا، نه د ادم دي پښتانه
د لړم چچوړی، وايي چې خپل مور خوري
نېښ د مار او د لړم دي پښتانه
پر یوې چرګۍ هیڅکه راټول نه شول
څو ټوټې درهم برهم دي پښتانه
په پېړۍ پېړۍ خوبونو ماړه نه شول
دا د چا په وده دم دي پښتانه
باروي ملامتي خپله، په نورو
په څلور مذهبه ګرم دي پښتانه
که نن هم د ژوند کاروان سره مل نه شول
د زاوال په لور ورسم دي پښتانه
«مرادزیه» ستا په چیغو به ویښ نه شي
چې عادت د مور په بم دي پښتانه(۱)
يادوونه:
(۱ ) مور بم، هغه بم وو چې امریکایانو د ۱۳۹۶ کال د ورې میاشتې په ۲۵ مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې استعمال کړ.
د ۲۰۲۳ کال د جون ۳مه
سرلوڅ مرادزی
بحرانبشپړ شعر ولولئ
بحران
سرلوڅ مرادزی
په نړۍ کې نن یو داسې توپان ګډ دی
چې یوازې یوځای نه، په جهان ګډ دی
که ختیځ او که لوېديځ دی اور اخیستي
اور پر ځمکه په فضا په اسمان ګډ دی
د اسمان سترګې هم سرې له غضب ښکاري
جګړومارو سره جوخت په میدان ګډ دی
پریښتې د اسمان هم توغوي غشي
عرش پخپله هم جګړه کې پنهان ګډ دی
ټول ملکونه تیاری نیسې جګړې ته
یو محشر په برخلیک د انسان ګډ دی
بودېجې ټولې وسلو ته وقف کیږي
یو د بل سره سیالي ده، هیجان ګډ دی
هرېخوا اورې ګواښونه تهدېدونه
یو پر بل د تهمتونو باران ګډ دی
هیڅ اواز د سولې نه ښکارې کوم ګوډ کې
د سفیر پرځای د سولې، شیطان ګډ دی
امریکا ده که انګلیس که اروپا ده
په جګړو کې د دې ټولو پیمان ګډ دی
دا ګومان چې روس او چین باید نابود شي
پر نړۍ د واکمنۍ يي ګومان ګډ دی
د بشر حقوق وسله د غرب په لاس ده
مخالف په وړاندې يي موخه ارمان ګډ دی
په اوکراین کې د زیلیسکې نقش چې ګورې
د خپل ملک په بربادۍ او په زیان ګډ دی
هغه مشر چې جګړه کې ولس تبا کړي
ستر جنون يي په وجود او روان ګډ دی
ځیني وايي چې زیلیسنکي یو باتور دی
څرګندېږي د شرګډو وجدان ګډ دی
په انګریز او امریکا چې څوک تکیه کړي
په اخره يي په ملک کې بحران ګډ دی
که عراق، افغانستان یا نن اوکراین دی
د دوی ټولو ورانولو پلان ګډ دی
نن اوکراین سبا ټایوان جنګ کې ښکېلیږي
ځکه اوس په روس او چین کې فغان ګډ دی
نن لوېدیځ د نورو حق باندې چړچې کړي
د دې نورو بیا دوزخ او زندان ګډ دی
زوړ ښکېلاک د نفاق تخم داسې پاش کړ
چې يي شر نن په هر ځای او مکان ګډ دی
زه چې حال د جهان ګورم نن سبا کې
دلته هلته په هر لوري بحران ګډ دی
د ۲۰۲۳ کال د اپریل ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی
خلاصونلاربشپړ شعر ولولئ
خلاصونلار
سرلوڅ مرادزی
د خلاصون لار را ته نه ښکارې نږدې کې
چې ولسونه لا ویده وي په غرمې کې
زه د ولس دغسې دروند خوب ته حیران یم
نه د ورځې په خوب موړ شو نه په شپې کې
داسې خوب چې افغانان پرې معتاد شوي
نشته چرسو او افینو په نیشې کې
دا متل د خوبولو په باب سم کړي
نر کټی به زیږوي تل په پادې کې(۱)
که جګړه، که تشدد دی تباهي ده
سر بایللی دی ولسونو په جګړې کې
تربګني او ورور وژنه یو ناورین دی
چې قوت، نیرو مو وژني په ریښې کې
د خلاصون لارهم زارۍ، دعا کې نشته
نه توبو، نه ننواتو نه سجدې کې
استسقا لمونځ به باران کله ونه کړي
چې وریځ نه وي د اسمان په کنارې کې
دا وطن به وچکالي ځپي تر هغه
چې اوبخور د خلکو نه وي ارادې کې
عبادت او لمونځ یوازې نفس پاکې ده
اغیز نه لري په کار، پلان نقشې کې
خدای د هغه ولس د حال بدلون کې نه دی
چې ولس خپله د بدلون نه وي قصې کې
نه تقدیر او بخت ته ناسته لري ګټه
نه فایده رسي اسمان نه په ګېلې کې
بې تدبیره ولس پر سر وریږي کاڼي
کاڼي شمېرې دوی، د بخت په نقیصې کې
که جکړ دی که سیلاب دی که توپان دی
زیان يي ډېر وي د ویده ولس په حصې کې
نه په کوډو او جادو شي ولس نیکبخته
نه ښېګڼه شته د غوث او پیر فتوې کې
که ولس خپله متکي پخپل مټ نه شي
ګټه نشته هیڅ پردیو ته اسرې کې
چې پخپل مټ او بازو خلک ماړه نه شي
نه مړېږي د زکات، خیرات پېسې کې
د خلاصونلار په تدبیر، پوهه کې نغښتې
نه په بخت، نه په ګېلې نه په توبې کې
هغه ولس چې له تدبیره برخمن وي
بریالی به وي نړۍ او زمانې کې
بې له پوهې خلاصون نشته بله لار کې
ما وهلي ډېر فکرونه دي په دې کې
یادوونه:
(۱ ) نر کټی زیږول: یوه ولسې قصه ده. ویل کیږي چې دوه تنو میښې پېرودلې وې او د کور به لور سره ملګري روان ول. کور ته لار اوږده وه او شپه پرې راغله. دواړو ميښې وتړلې او ویده شول. د شپې دواړه مېښې لنګې شوې، یو میښکټي(نر) او بلې میښکټۍ(ښځه) وزیږوله. سهار وختي یو تن تر بل مخکې له خوبه پاڅید، ګوري چې ميښې يي نرکټی زیږولې. کله چې نرکټی لوی شي، سنډا يي بولې او طبعآ شېدې نه کوي او نور مېښکټي هم نه زیږوي، نو د هغه بل تن د مېښکټۍ (ښځه) سره يي بدل کړ چې د هغه مېښې زیږولې وه. څنګه چې هغه تن ویده وو، نو دا تاوان ځکه ورته ورسید.
نوټ:
په دې شعر کې مهم لغتونه: تقدیر، بخت، ګیله، دعا، توبه، فتوی، سجده، خیرات، اسره، جادو، کوډې، خوب، چرس، افیون، جګړه، تشدد، وروروژنه او وچکالي ده. همدارنګه مټ او بازو، اراده، تدبیر، پوهه، پلان، ښېګڼه، تغییراو بدلون دی.
۲۰۲۳ کال د مۍ ۱۲ مه
سرلوڅ مردزی
ښکلابشپړ شعر ولولئ
ښکلا
سرلوڅ مرادزی
ستا د حسن داسې نام دی
نورو ښکلو ته الهام دی
یوه ګل کې تعریف نه شي
ټول بدن دې ګل اندام دی
غېږه غېږه دې زندان دی
پروت بندي پکې بدنام دی
لار د تېښتې ترینه نشته
ول د زلفو دې یو دام دی
هر نظر کې دې نېشه ده
هر کاته دې ګوټ د جام دی
هر باڼه دې په کتل کې
غشې وتی له نیام دی
ورین تندي کې دې سحر دی
زلفو شپول کې دې ماښام دی
د قامت صفت دې نه شي
قد قامت ته دې سلام دی
روح ازاد ستا په دربار کې
د زنګي بندي غلام دی
په یو تار سره تړلې
ملغلرې دې کلام دی
زخمي روح ته یو تسل دی
د ټپي زړه التیام دی
یو راښکون، یوه جذبه ده
هر ادا کې دې پیغام دی
یو رنګین تابلو د عشق يي
یو ښایست دې نا تمام دی
ستا په مینه کې هستي ده
ستا په مینه کې ارام دی
ته د ژوند اصلي مفهوم يی
پورته ځکه دې مقام دی
سخاوت دې سمندر دی
بې جوړې دې انتقام دی
حیف د حسن عمر کم دی
په شروع کې يي انجام دی
د ۲۰۲۳ کال د مۍ ۵ مه
سرلوڅ مرادزی
کفارهبشپړ شعر ولولئ
کفاره
سرلوڅ مرادزی
ته افغان وې نو پنجاب ته ولې لاړې؟
ځان دې ولې کړ پردي جنګ کې لتاړې
هغه جنګ چې د جهاد په نوم راپیل شو
د پنجاب یوه دسیسه وه، سر تر غاړې
د خپل ورور پر ضد پنجاب سره مرچل کې
شرم نه وو، جنګېدې چې غاړه غاړې
په تاریخ کې دې چنګیز ته برائت ورکړ
چې کابل دې کړ پنجاب په خوله، ویجاړې
خپل وطن ورانۍ کې کم تر پنجاب نه يي
خپل غریب ملک دې پنجاب ته کړ کباړې
چا چې زده کړه له تاریخه کړې نه وي
په هر څرخ کې د تاریخ يي وځي داړې
له لاس تللي فرصتونه نه راګرځي
ګټه نه کړي که پخپلو سهوو ژاړې
کفاره د ګډ سنګر د پنجاب نه شي
په کوم مخ به دې بخښښ له ولسه غواړې
د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۳۱ مه
سرلوڅ مرادزی
د ماضي واکمنيبشپړ شعر ولولئ
د ماضي واکمني
سرلوڅ مرادزی
چې ماضي کله اینده باندې سپره شې
اولاده به يي د ملا په څېر، څېره شي
د پېړۍ، پېړۍ زاړه روایتونه
په ټولنه کې رواج به دوباره شي
د دېوانو پیر به بیا ځلې تکرار شي
جوړ وطن به د شېشکو هدېره شي
ته وی مړی سپین کفن کې پاڅېدلی
چې ملا د سلطنت پر تخت ښکاره شي
د تاریخ وهلي تور زنګي ځواکونه
تباهي ده چې د ولس پر سر دېره شي
لوی زاوال د ملت هغه مهال پیل شي
چې وګړي د ملا داد ته اسره شي
ولس که بیا د ازمایلو لاس ته کښیني
تر پخوا نه به لا نور زیات مسخره شي
له تاریخه څخه زده کړه چې دود نه وي
ولس به هر پیر د تاریخ کې اواره شي
په کلام به دا وېده ولس راویښ نه شي
که کلام ټول سر تر پایه نغاره شي
د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۸ مه
سرلوڅ مرادزی
شخوند!بشپړ شعر ولولئ
شخوند!
سرلوڅ مرادزی
وايي چې اوښان په خوړلو وښو، بیا بیا شخوند وهي.
ځینې قومونه او تر ټولو لومړی ښای افغانان،
هغه ملت وي چې د تېرو نسلونو په کړنو او بریاوو
بې له دې چې د راتلونکې لپاره ترې درس واخلي
لکه د اوښانو غوندې پرې بیا بیا شخوند وهي.
یو عالم څه ښه ویلې دي:
هغه ملتونه چې د راتلونکې لپاره کړنلار نه لري،
د تېرو نسلونو د بریاوو په یادولو ځان ارضا ساتي او وخت له لاسه ورکوي!
د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۵ مه
سرلوڅ مرادزی