پښتو ادب · شاعران
سرلوڅ مرادزی
د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
165 خپاره شوي شعرونه
نقاببشپړ شعر ولولئ
نقاب
سرلوڅ مرادزی
د سپوږمۍ نقاب، ورېځ ده
د رڼا نقاب، تیاره ده
د ریښتیا نقاب، درواغ دی
د پوهې نقاب، جهل دی
د مکر نقاب، اوښکې دي
د نه کولو نقاب، فرصت ته انتظار دی
د لټۍ او تمبلۍ نقاب، بخت او تقدیر دی
د مسلمان د بدیو نقاب، شیطان دی
د افغانانو د خپل منځي اختلاف نقاب، پردي دي
د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی
د ټولنې هېندارهبشپړ شعر ولولئ
د ټولنې هېنداره
سرلوڅ مرادزی
د مارچ د ۸ مې په مناسبت:
د ټولنې هېنداره
که ښځه د کور په چاپیریال کې ایساره وي،
داسې ټولنې ته ازاده نه شو ویلای.
که په ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې،
د ښځې مخه نېول شوي وي، هغه ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ ادعا نه شي کولای.
که ټولنه د ښځې نیمايي نقش نه مني، د ټولنې نیمايي برخه فلج ده.
د ښځې وضعیت، د ټولنې هېنداره ده!
سرلوڅ مرادزی
اوښ ته رباببشپړ شعر ولولئ
اوښ ته رباب
سرلوڅ مرادزی
په غوږونو سالم ښکاري خو کوڼا يی
سترګې هسې غړوي خو نابینا يی
افسانې که سرمایه د خپل ژوند بولي
چې کمال او علم نه لري ګدا يي
څه دې زده کړل د شیخانو مدرسه کې
پېړۍ مخکې چې څه وې همغه بیا يی
په جومات کې د ملا د تقریر لاپو
محروم کړی نعمتونو له دنیا يی
د خیالي میو نیشه کې سرګردانه
په دنیا محروم له میو، بېنوا يي
د جنت د باغ ګلانو په بوی مسته
د وطن د باغ له ګلو بې پروا يي
د غلمانو، حورو عشق کې لیونیه
خپلو نجونو د ښایست ولې بدخوا يی
د تغییر او له بدلون څخه منکره
بې ثمره، بوره خاوره د بیدیا يي
له خپل ځان او له جهانه ناخبره
ته په کوم جهان کې اوسې په کوم پایی
نه پوهېږم چې په سد يی که بې سده
لیوني غوندې ورګډی په صحرا يی
د ریښتیا کلام ته څوک غوږ ږدي «مراده»
همیشه اوښ ته رباب وهي، لګیا يی
د ۲۰۲۴ کال د فبروري ۲۸ مه
سرلوڅ مرادزی
پښتانهبشپړ شعر ولولئ
پښتانه
سرلوڅ مرادزی
تر اویا میلیونو ډېر دي پښتانه
د زمري، عقاب په څېر دي پښتانه
«چې په ننګ او ناموس راشي لیوني شي»
بیا له مال او سره تېر دي پښتانه
هیڅ حاجت يي د پردي ټوپک ته نشته
خپله توره او شمشېر دي پښتانه
که يي خپل زړه په ایشیا کې څو ټوټې دی
د ایشیا د زړه کوشېر دي پښتانه
دا اویا کلونه کېږي چې بندیان دي
د پنجاب په دام کې ګېر دي پښتانه
د دښمن په وړاندې نرم او خواږه دي
تر خپل منځ زهرو ګنډېر دي پښتانه
نن يي وخت دی چې پر یو ټغر راټول شي
تر اویا میلیونو ډېر دي پښتانه
وخت د تورې دی چې یو شي اهریمن ته
د انګریز زوی پنجابي په څېر دښمن ته
د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی
مشرتوببشپړ شعر ولولئ
مشرتوب
سرلوڅ مرادزی
مشرتوب
زاڼې په کتار کې خپل مشر پسې ځي،
د شاتو مچۍ، ملکه خپله مشره ګڼي،
میږیان په خپلو ښکرونو(Tentacles) سره خپل او پردي پېژني،
مچان چې خپل مشر نه لري، هر یو ځکه خپل سر ټکوي!
افغانان چې هم مشر نه پالي، پر یو مرکز د راټولېدو ستونزه نه شي حل کولی!
د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۴ مه
سرلوڅ مرادزی
کابل و پېښوربشپړ شعر ولولئ
کابل و پېښور
سرلوڅ مرادزی
کابل و پېښور
یو مې زړه دی بل ټوټه ده د ځیګر
نه بېلیږي له کابله پېښور
په اغزن تار د پنجاب تړلی نشي
د افغان د وصل لاره ده خیبر
د انګریز او د پنجاب به مخ توریږي
یوځای وینم افغانان د لروبر
افغانان دې بر مکتب د امان پالي
کوز مکتب د پاچاخان په هشنغر
تورې وریځې د اسمان به باد جارو کړي
په توپان کې به ښکاره شي مخ د لمر
توره شپه که هر څو لویه اوږده ښکاري
مخنېوی کولای نه شي د سحر
یو شرګدي به په ژوند کې خوندي نه شي
پرېکوي به کفاره د کړي شر
هر نمرود به خپل بل کړي اور سوځېږي
د تاریخ دا فیصله ده مقدر
په کور ګالي ویجاړي به له ترهګرو
چې روزي په کور دننه څوک ترهګر
په ترهګرو کې توپیر د ښه، بد نشته
سره یو دي له اوله تر اخر
که دښمن زموږ هېواد راکنډواله کړ
لیری نه ده چې خپل ملک يي شي کنډر
د احمد دور به بیا په سیمه راشي
ماتوي د پنجابي به تور لښکر
که دا ځل د افغان وار په پنجاب راشي
چقوي به په ډبرو د مار سر
زه دا خوب ډېر په نږدې اینده کې وینم
هیله من یم چې ریښتیا شي سراسر
سرلوڅ مرادزی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سرلوڅ مرادزی
غزل
بنګاوه زه د انګور او د انار څښم
خلک وايي چې د میو جام سهار څښم
زه له ځایه شرابي میخوره نه یم
یو، نیم ګوټ کله ملګرو په اسرار څښم
د ځوانۍ د محرومیت په جبیره کې
کله کله لږ ګوټونه په تلوار څښم
د ساړه او یونواخت ژوند له ستړیا نه
ارامتیا لپاره ځکه سور انګار څښم
نن چې ورځې د خوښۍ له مالت تللي
رڼې اوښکې مې پر مخ قطار قطار څښم
له شوم بخته ګالیله د زمانې شوم(۱)
زهرو ګوټ به د ملا او پیر له ډار څښم
یادوونه:
(۱ ) ګالیلو ګالیله ايټالوی ستورپوه خپل نوي اختراع شوي تلیسکوپ کې يي لېدلي ول چې ځمکه د لمر پر شاوخوا ګرځي. په همدې دلیل عیسوي ملایانو ورته ویلي ول چې که له خپل نظر ونه ګرځي وبه يي وژني.
د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۴ مه
سرلوڅ مرادزی
افغان ته!بشپړ شعر ولولئ
افغان ته!
سرلوڅ مرادزی
افغان ته!
سپينږیرتوب کې لا بېلارې شوې ګمرا شوې
خندنی د ټول عالم او د دنیا شوې
نه دې فکر کې تغییر او بدلون راغی
همغه يي چې په کومه ورځ پیدا شوې
نه د سیالو سره سیال شوې په سیالۍ کې
د سیلانو منځ کې هسې د خندا شوې
د پرون غوندې وهلی، ټیل وهلی
نن، پرون غوندې همغه شانته بیا شوې(۱)
بې بهیره د کلونو په اوږدو کې
د اوبو ولاړ ډنډوکې غوندې خوسا شوې
نه کبله د چمن، نه ګل د بڼ شوې
یو بې ګټې مردار بوټی د صحرا شوې
د تاریخ د هر تاوکښ او موړ په منځ کې
په ګړنګ کې لکه خس غوندې ختا شوې
د زمان د اوسنو غوښتنو درک کې
په غوږونو کوڼ په سترګو نابینا شوې
وخت د لاپو باټو تیر ځای د عمل دی
نه پګړۍ شوې او نه خوله (۲) د اسیا شوې
خپلې ډېرې سرزورۍ په نتیجه کې
نه د دین نه د ایین نه د دنیا شوې
د تقدیر ناوې دې رانغله کاله ته
په دې تمه تمه لاړلې بوډا شوې
دا سلا د «مرادزي» ځان سره واخله
که تغییر ځان کې رانه ولې تبا شوې
یادوونه:
(۱ ) په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته اشاره ده
(۲ ) خوله = خولۍ
نن په سوېډن کې د نوبل جایزې د ورکړې مراسم دي. افغان ته خطاب نظم مې دې مراسمو څخه د احساس په تړاو لیکلی.
د ۲۰۲۳ کال د ډېسمبر ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی
خبرېبشپړ شعر ولولئ
خبرې
سرلوڅ مرادزی
په یو خوب کې کړم اسمان سره خبرې
په اسمان کې لوړ مکان سره خبرې
هلته داسې یو موجوده سره مخ شوم
چې يي نه کړې د انسان سره خبرې
ما ګومان د پرېښتې ورباندې وکړ
هغه وختې شیطان سره خبرې
زما فکر د مکان په باب خچن شو
بیا مې پیل کړې لامکان سره خبرې
هلته تم ومه څه ډېره موده وروسته
ناڅاپي پیل شوې زمان سره خبرې
څو چې ځمکې ته راتلم په اوږده لاره
ما کولې یو ارمان سره خبرې
سل کسانو سره بحث کول اسان دي
خو مشکل دي یو نادان سره خبرې
له جاهل سره له بحثه لیرې ګرځه
چې د ې مخ نشي خپګان سره خبرې
ملامت او سلامت پېژند ګران نه دي
که څوک وکړي په وجدان سره خبرې
لیونتوب چې زه د خپلو خلکو وینم
لیونی شم کووم ځان سره خبرې
په ځنګل کې ځناور ځکه جګړه کړي
چې حیوان نه کړي حیوان سره خبرې
په زړه داغ مې تر ابده په ژوند پاتې
چې مې و نه شوې جانان سره خبرې
پېژندل د وخت مشکل دي «مرادزیه»
هر زمان لري د ځان سره خبرې
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی
خبرېبشپړ شعر ولولئ
خبرې
سرلوڅ مرادزی
په یو خوب کې کړم اسمان سره خبرې
په اسمان کې لوړ مکان سره خبرې
هلته داسې یو موجوده سره مخ شوم
چې يي نه کړې د انسان سره خبرې
ما ګومان د پرېښتې ورباندې وکړ
هغه وختې شیطان سره خبرې
سل کسانو سره بحث کول اسان دي
خو مشکل دي یو نادان سره خبرې
له جاهل سره له بحثه لیرې ګرځه
چې د ې مخ نشي خپګان سره خبرې
ملامت او سلامت پېژند ګران نه دي
که څوک وکړي په وجدان سره خبرې
لیونتوب چې زه د خپلو خلکو وینم
لیونی شم کووم ځان سره خبرې
په ځنګل کې ځناور ځکه جګړه کړي
چې حیوان نه کړي حیوان سره خبرې
په زړه داغ مې تر ابده په ژوند پاتې
چې مې و نه شوې جانان سره خبرې
پېژندل د وخت مشکل دي «مرادزیه»
هر زمان لري د ځان سره خبرې
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی