د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سرلوڅ مرادزی

د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

165 خپاره شوي شعرونه

د خیبر جرګه ــ ۵ د خیبر چیغه:بشپړ شعر ولولئ

د خیبر جرګه ــ ۵ د خیبر چیغه:

سرلوڅ مرادزی

د خیبر جرګه ــ ۵
د خیبر چیغه:
راز د بري ښکاري پښتنو ته په جرګو کې
دا دود به ژوندی وي تر ابده پښتنو کې
بوختسه تل د ستونزو په جرګو سره حل شوې ده
ځکه جرګه ځای لري ولسونو ته په زړو کې
اوس به خیبر خوښ وي چې شو بیا د ټولېدو جوګه
لار د روښاني غورځنګ(۱) به لار شي پرګنو کې
روح د الايي او جلاله به شي الهام ولس ته (۲)
ودرېږي ولس به د منظور سره صفو کې
ورځې د جرګې خو پښتنو ته لکه جشن وي
درومۍ پښتنو دغې جرګې ته اتڼو کې
پرېږدۍ د جرګې خوښي یو داغ شي د دښمن په زړه
وټومبۍ ګلونه په ولونو د شملو کې
داسې جشن جوړ کړۍ چې پښتون نهیلې ختمه کړي
خړه کړۍ فضا د اتڼونو په ګردو کې
وبخښۍ خوښي غمجن خیبر ته له پېړیو بیا
روح د پیر روښان کړۍ خوښ په خپلو تصمیموکې
چیغه د یووالي او پاڅون له خیبر پورته کړۍ
ولړزوۍ غرونه، زلزلې شۍ په درو کې
وهم د توپان او یوه کړیکه د اسمان شۍ
وغورځوۍ تندر د پنجاب په بنګالو کې
قار د سمندر او څونامي د سمندر شۍ
ډوبه واکمني د پنجابي کړۍ په څپو کې
جوړ هسې محشر کړۍ چې پنجاب له خیبر وتښتي
پاتې يي قصې شي ماشومانو ته درسو کې
کوڼ کړۍ پنجابی د پښتنو او سیمې لوی دښمن
وغړمبېږۍ شېرغوندې په خپلو سپېکرو کې
ویښ کړۍ پښتانه، دا په پېړۍ پېړۍ وېده ملت
تللی چې خوشال او پاچاخان دی ترې ګیلو کې
وڅېړۍ په غور د پښتون دا بدبختي لویه
ښکېل چې په پېړیو دی په جنګ او تربګنو کې
وکاږۍ سره لیکه پنجابي ته په روښان دریځ
واخلۍ واکمني ترې له اټکه په لاسو کې
ځاله د پنجاب د واکمنۍ له خیبر ایسته کړۍ
جیګ کړۍ خپل بیرغ د خپلواکۍ په سردرو کې
کرښه د ډیورنډ د بېلتانه هم دړې وړې کړۍ
ړنګه يي اعلان کړۍ د جرګې په فیصلو کې
تو کړۍ یو لعنت بیا د انګریز په تېر پلیت سیاست
خوار يي چې پښتون کړ، پنجابي واکمنېدو کې
ویښ اوسۍ، بیدار اوسۍ حالات ساتۍ تر څار لاندې
بوخت به پنجابی وي دې جرګې ته په توطیو کې
یاد د ګیله من وزیر په زړونو کې مدام ساتۍ
سر يي نذرانه کړ د خپل ولس په ارمانو کې
هیلې د پښتون دغې جرګې سره تړلي دي
روح د بابا ګانو منتظر دی هدېرو کې
ښاده بریالۍ دې وي، خیبر دا تاریخي جرګه
کاشکې چې حاضر يي مرادزی وای په جلسو کې
یادوونه:
(۱ ) د پیر روښان غورځنګ ته اشاره ده چې د هند مغلو د واکمنۍ په وړاندې يي پښتنو ته د خپلواک هېواد لپاره مبارزه کوله.
(۲ ) جلاله همغه میړنی جلال الدین د پیر روښان زوی دی چې د پلار په لار يي د روښاني غورځنګ بیرغ له خیبره نېولې په ټوله پښتوخوا کې رپانده وساته. نوموړي ته د جلاله خطاب د مغلو د هغه مهال پاچا، جلال الدین اکبر کاوه. خیبر او تیرا د دې غورځنګ مشهور ځایونه ول.
اغلې الايي د جلال الدین لور او د پیر روښان لمسۍ وه چې خپل میړه حداد سره د مغولو پر ضد په مبارزه کې تر پایه یوځای وه.
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۲ مه
سرلوڅ مرادزی

د خیبر جرګه ــ ۴بشپړ شعر ولولئ

د خیبر جرګه ــ ۴

سرلوڅ مرادزی

د خیبر جرګه ــ ۴
زیرمه چې په سیمه کې پنجاب وي، د فساد
شرم دی ملا ته د پښتون په کور جهاد
سیمې ته اسلام د پښتنو په مټ راغلی
هڅه او دعوه د پنجابي ده بې بنیاد
حال د اسلام ګوره د هېرا په منډه يي کې
هسې تور پنجاب کړي د اسلام اسلام فریاد
وڅېړې تاریخ که د پنجاب په منطقه کې
ټوله کارنامه ده د قصاب او د جلاد
پوځ د پنجابي دی ملیشه د نیابتي جګړې
نه دي په تصمیم کې د انګریز له لاس ازاد
ښه ده چې خیبر جرګه کې ټول پښتون شي جمع
وکړي فیصله د خپل اختیار او خپل هېواد
پرېکړه د جرګې چې عملي شي په قیمت د سر
وخورۍ یو سوګند پخپل سپیڼغر او په شمشاد
لار چې د پنجاب پر ضد منظور پښتین نېولې
زر ځلې شاباس يي په نیکه او په اولاد
کرښه د انګریز چې د پنجاب پر سر شي ماته
دا یوه ارزو ده په ټول ژوند کې د مراد
د ۲۰۲۴ کال د سېپټمبر ۲۶ مه
سرلوڅ مرادزی

د خیبر جرګه ــ ۳بشپړ شعر ولولئ

د خیبر جرګه ــ ۳

سرلوڅ مرادزی

د خیبر جرګه ــ ۳
اڅکزي ته:
په سیاست کې چې سړی یو ځلې خام شي
جامعه کې ملامت د خاص و عام شي
عبادت يي د ټول عمر اوبه یوسي
که په نیک نوم مشهوره وي بدنام شي
غلامۍ نه په دنیا کې ټيټ څه نشته
بده دا ده چې غلام د بل غلام شي
که د قام دوکه کې هر څونه ماهر شي
هر ماهر مرغه بند دوه ځلې په دام شي
مرګ په داسې حال بهتر دی تر ژوندونه
چې دښمنه سره مل او بېل له قام شي
د خیبر جرګه فرصت دی اڅکزي ته
په جرګه کې دې منظور سره همګام شي
ګلخانان نور هم که وغواړي ځان سپين کړي
د پنجاب په وړاندې ګډ دې په اقدام شي
چې پرېوتي خلک ګوري په مشرۍ کې
مرادزی به په ډېر کم وخت کې سرسام شي
د ۲۰۲۴ کال د سيپټمبر ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی

غبرګوني حرموني!بشپړ شعر ولولئ

غبرګوني حرموني!

سرلوڅ مرادزی

غبرګوني حرموني!
که د کرځمکه بلاربه شي، ښه حاصل ورکوي.
که وریځ بلاربه شي، باران اوري چې د خوږو اوبو زیرمه ده.
که ټولنه بلاربه شي، انقلاب زیږوي چې د بدلون نښه ده.
که اوضاع بلاربه شي، د ښېګټې او بدګڼې دواړو چانسونه شته.
خو که انګریزه بلاربه شي، غبرګوني دوه زامن زیږوي چې د یو نوم يي پاکستان او د بل نوم يي اسرائیل دی!
د ۲۰۲۴ کال د سيپټمبر ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی

د خیبر جرګه ــ ۲بشپړ شعر ولولئ

د خیبر جرګه ــ ۲

سرلوڅ مرادزی

د خیبر جرګه ــ ۲
پښتانه چې په خیبر سره جرګه شي
پنجابی به پېښوره څخه تښتي
پنجابي له ځانګړتیاوو بله دا ده
چې په جنګ کې له ډګره څخه تښتي
د پنجاب په غلامۍ کې به څه خوند وي
ګلخانی چې خپل ټبره څخه تښتي
د حالاتو د بهیر ژباړه دا ښۍ
چې دښمن(۱) له لروبره څخه تښتي
چې شېدې د پښتنې مور يي رودلې
په کوم مخ به له سنګره څخه تښتي
بده ورځ چې په چا راشي مرادزیه
باخبر له بېخبره څخه تښتي
یادوونه:
(۱ ) له دښمن څخه دلته موخه امریکا ده.
د ۲۰۲۴ کال د سیپټمبر ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی

د واټن باوربشپړ شعر ولولئ

د واټن باور

سرلوڅ مرادزی

د واټن باور
ځینې باور لري:
د رڼا او تیارې،
ځمکې او اسمان،
پوهې او جهل،
ترمنځ واټن دومره زیات دی
چې اندازه کول يي ناشوني دي.
خو حقیقت کې،
دواړه لکه د یوې پاڼې دوه مخونه
سره نښتي او بېلول يي ناشونې دي!
د ۲۰۲۴ کال د سېپټمبر ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی

د خیبر جرګهبشپړ شعر ولولئ

د خیبر جرګه

سرلوڅ مرادزی

د خیبر جرګه
چیغه د پاڅون ده په افغان د لروبر
جوړه چې جرګه د پښتنو شي په خیبر
ستونزې پښتنو تل په جرګو سره حل کړې دي
زیری د بري دی د افغان په لوی ټبر
نه وینمه تاب يي هیڅ د سیمې حریفانو کې
کله چې ولس ټول شي د افغان په یو ټغر
کرښه د بېلتون د پښتنو په منځ کې حذف بوله
ځکه غوغا جوړه په پنجاب ده په لاهور
ګډ يي برخلیک ګډ يي تاریخ یو يي منزل دی
نه شي بېلېدلای له کابله پېښور
تن دی یو وجود دی یوه وینه یوه سا ده
بر مې د زړه سر دی کوز ټوټه ده د ځیګر
یادوونه:
د روان عیسوي کال د اکتوبر په یولسمه په تاریخي خیبر کې د PTM د مشر منظور احمد پښتین په بلنه، په پاکستان او سیمه کې پښتنو ته د پرتو ستونزو د حل په موخه د پښتنو یوه لویه قومي جرګه جوړېږي. پورته نظم په همدې تړاو لیکل شوی دی.
د ۲۰۲۴ کال د سېپټمبر ۴ مه
سرلوڅ مرادزی

کفارهبشپړ شعر ولولئ

کفاره

سرلوڅ مرادزی

کفاره
د یو جام نیشه به څه وي
که نیشه غواړي ټول خم څښه
که دې کیف د میو خوښ وي
په ملتیا يي د صنم څښه
له غروب څخه يي پیل کړه
تر سهاره يي پیهم څښه
که ماښام در نه قضا شول
کفاره يي صحبدم څښه
د میخورو په دستور يي
په شعار د ټول عالم څښه
کله کله په ماښام کې
«مرادزي» سره پیک هم څښه
د ۲۰۲۴ کال د اګست ۲۲ مه
مرادزی

ورېځې لمر بلع کړبشپړ شعر ولولئ

ورېځې لمر بلع کړ

سرلوڅ مرادزی

ورېځې لمر بلع کړ
ښه مې لیدل
د ورېځې یو تور غونډوسکی
په ډېرې تېزۍ
تر لمر راتاو شو
په صفا ورځ يي
د لمر مخ پټ کړ
او رڼا ورځ يي توره شپه کړه!
+++
هلته ټولنه کې هم
د تورتم یوه توره ډله
په چټکۍ راڅرګنده شوه.
د ټولنې د روښانتیا
ټول وسایل يي پوپنا کړل
او روښانتیا يي لکه د لمر سترګه
په ورېځو کې ډوبه کړه!

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سرلوڅ مرادزی

په جهان کې نن هیڅوک یکه تاز نشته
پر اوږو ناست، د چا ټول عمر باز نشته
کاڼي ګوره، د سیلاب مخکې رغړېږي
د توپان مخکې اعجاز او مجاز نشته
هیڅ یو پېښه بې سببه ژوند کې نشته
چې غزني کې محمود نه وای، ایاز نشته(۱)
چې نفاق شقاق د خلکو خپل کلتور شي
په دا منځ کې څه حاجت د غماز نشته
که د پوهې مخنیوی په منځ کې نه وي
طبیعت په معرفت کې پټ راز نشته
تحجردی چې پر فکر واکمني کړي
ځکه خلکو کې د فکر پرواز نشته
تورتم ټولې د تنویر لارې تړلي
د رڼا لپاره هیڅ منفذ واز نشته
دا کارغان دي چې بڼونو کې وغږېږي
د بلبلو چې نن بڼ کې اواز نشته
«مرادزی» تل له یو داسې رنځ کړېږي
چې طبیب سره يي د درمل جواز نشته
یادوونه:
(۱ ) ایاز ته چې اصلي نوم يي ابوالنجم دی اشاره ده. ویل کېږي چې نوموړی د غزنوي سلطان محمود په دربار کې یو ترکی غلام وو چې د سلطان محمود خورا خوښېده او د کندهاریانو په اصطلاح ساتلی هلک يي وو.
د ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی