پښتو ادب · شاعران
سرلوڅ مرادزی
د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
165 خپاره شوي شعرونه
ازمونبشپړ شعر ولولئ
ازمون
سرلوڅ مرادزی
ازمون
شیرین عمر دې په لهو لعب تېر کړ
لا د ژوند ازمون کې غواړې بریالی شې
د کاروان د بارېدو وخت کې ویده وې
لا امید لرې منزل ته رسېدی شې
چې د ځغاستې یو تمرین کې حاضر نه یې
بیا په تمه یې چې ځغاسته کې لومړی شې
چې د زغرو جامې نه لرې په تن کې
د نېزو جګړه کې کله جنګ ګټی شې
لا دې بېل وهلی نه دی په پټې کې
د حاصل تمه بیا څنګه درلودی شې
لارنقشه د ګړنګو درسره نشته
په پېچومو د غرو څرنګه ختی شې
چې توښه دې د خوړو او اوبو نه وي
په صحرا او دښته څنګه تېرېدی شي
لجنزار د خرافاتو کې چې بند یې
ژوند د نوي عصر کله پیلوی شې
چې د عصر نوې زده کړې ته بدبین یې
بې له زده کړې وایه څنګه پوهېدی شې
چې له بوختسې(۱) د وتون پوهه دې نه وي
فکر مه کړه چې له بوختسې نه وتی شې
چې پوڼۍ (۲) کې دې وړۍ ریشل زده نه وي
په ټول عمر نداف کله جوړېدی شې
چې پخپله تیږې اخلې ځان پرې ولې
له ځان پرته، بل څوک کله ژوبلوی شې
چې څو خپلو کې دې تله درنه نه شي
ګومان مه کړه چې پردیو کې سړی شې
مرادزی چې تجربه درته د ژوند ښۍ
په خبرو یې ریشخند وهې موسکی شې
یادوونه:
(۱ ) بوختسه = لویه ستونزه.
سه : د پښتو ژبې یو روستاړی ( suffix) دی. د ستاینومونو او نومونو سره یوځای کېږي او نوي نومونه جوړوي. لکه: له تنګ څخه تنګسه، خپه څخه خپسه، له بوخت څخه بوختسه او نور
(۲ ) پوڼۍ = د وړۍ یا پنبې د تارونو غونډاری
د ۲۰۲۵ کال د اګست ۲۹ مه
سرلوڅ مرادزی
دوه دنیاوېبشپړ شعر ولولئ
دوه دنیاوې
سرلوڅ مرادزی
دوه دنیاوې
که ممبر باندې تبلیغ کې دی امام خوښ
میخواران په میکده کې دی په جام خوښ
ځینې مست دي د خیالي حورو په عشق کې
نور بیا دلته په دنیا دي په ګلفام خوښ
ډېر د تېر ژوند خرافاتو کې بندي دي
نور د نوي ژوند مزو کې دي مدام خوښ
څوک یوازې د خپل ځان خوښۍ کې ورک دي
نور بیا عشق کې د وطن وي او د قام خوښ
یو بې نومه سرسپارلی د خپل ولس شي
بل یوازې په دنیا کې شي په نام خوښ
بدنامي که په ټولنه کې لوی عیب دی
زه په مینه د وطن کې یم بدنام خوښ
که بخښنه ژوند کې ستر راز د بري دی
ډېر په ژوند کې دي په غچ او انتقام خوښ
د خوښې حق د ازادو ملتو دی
چیری ژوند کې چا لېدلی دی غلام خوښ
د هرچا د خوښې میل او ذوق جلا دی
څوک د نورو په عزت، څوک په دشنام خوښ
مرادزی چې تل د نورو احترام کړم
له بل هم یمه د ځان په احترام خوښ
د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی
د عصر باد ته!بشپړ شعر ولولئ
د عصر باد ته!
سرلوڅ مرادزی
ای د نوی عصر باده، زموږ خواته هم پرواز کړه
دلته هم جامد مغزونه، لکه نورو غوندې واز کړه
زمانې واوښتې ډېرې، فکر زوړ قالب کې بند دی
فکر خلاص له زوړ قالبه، په تدبیر او په اعجاز کړه
دلته ټول په مرګ ویده دي، د ژوند هیله ترینه تللې
مړو کالبوتو کې سا پوو کړه، بیرته ژوند پکې اغاز کړه
د وخت راز له ټولو ورک دی، د لټون انګیزه مړه ده
بېخبره د وخت راز نه، باخبره له هر راز کړه
په وږمو یې روح تازه کړه، په نغمو يې تن بسیا کړه
ورته ژوند په وږمو پیل کړه، په نغمو یې ژوند دمساز کړه
دلته ټول تقدیر ته ناست دي، په عمرونو لاس تر زنې
ولس راویښ او خبرداره، د تقدیر له شوم غماز کړه
مرادزي کره دېره شه چې دوستان درته دعوت کړم
له همدې کوره دې پورته، خپله چیغه خپل اواز کړه
د ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی
د تاریخ ګواهيبشپړ شعر ولولئ
د تاریخ ګواهي
سرلوڅ مرادزی
د تاریخ ګواهي
ژوند مو تېریږي په خیالي دنیا کې
غایه د ژوند مو افسانو وړې ده
د خپل غفلت او ناپوهۍ له لاسه
د ژوند توښه رانه پردو وړې ده
څه که شملې دي پر سرونو دنګې
پنجاب پښتو له پښتنو وړې ده
عام قتل ګډ دی د پښتون په کاله
د پښتون توره تربګنو وړې ده
د بې دینۍ ټاپه په نورو لګۍ
خپله ملا د دین ابرو وړې ده
رسم و رواج، ایین هستي د عجم
عربو ټوله په جګړو وړې ده
یو د ساقي پیاله کې خوند پاتې دی
نورو پیالو مزه اوبو وړې ده
مراده پرېږده د روڼتیا خبرې
دلته رڼا له ژوند تیارو وړې ده
د ۲۰۲۵ کال د جولای لومړۍ
سرلوڅ مرادزی
د ژوند تحفهبشپړ شعر ولولئ
د ژوند تحفه
سرلوڅ مرادزی
ژوند یو تحفه د طبیعت ده یوځل
پر چا ریښتیا پرچا رویا تېرشو
مفهوم د ژوند دی یو پېچلې تعبیر
چا ته تیاره چا ته رڼا تېرشو
بهیر د ژوند د درېدلو نه دی
د ډېرو وخت په نن سبا تېرشو
د ژوند لذت کې هیڅ کمی نه ښکاري
څه که بېخوند پر ما او تا تېرشو
ګیله له نورو یو عبث فکر وو
ژوند په ګیلو کې بې معنا تېرشو
د نورو ژوند وو، ننداره وه زموږ
د نندارو ژوند هم په غلا تېرشو
راته په بله دنیا ژوند وعده شو
وعدو کې ژوند رانه وړیا تېرشو
د نقد، نسیا په انتخاب کې ملا
د نقد بدل کې په نسیا تېرشو
د هر چا خوښه چې تعبیر يې څه دی
د مرادزي ژوند په ریښتیا تېرشو
د ۲۰۲۵ کال د جون ۱۴ مه
سرلوڅ مرادزی
د ماضي یارانهبشپړ شعر ولولئ
د ماضي یارانه
سرلوڅ مرادزی
د ماضي یارانه
ورکه دې اینده کړه، د ماضي په یارانه کې
لاړ در نه وختونه، د نیکونو افسانه کې
واوښتې پېړۍ او د حجر زمانه تېره ده
اوسې لا په فکر، د حجر په زمانه کې
ذهن دې مصروف دی، د اوهامو تعبیرونو کې
لاس و پښې دې بند دي، د دودونو زولانه کې
خیال کې د جنت، خو ژوند کوې په دوزخونو کې
دوو دې دا دنیا کړه د عقبی په نذرانه کې
تېر شو مرادزیه وخت دې کوڼ ولس ته سندرو کې
زیات څه پاتې نه دي نور د عمر خزانه کې
جار دې شم ساقي له غم مې بیا پنا راوړې ده
زیات کړه یو ګوټ نور هم، د ګوټونو پیمانه کې
سرلوڅ مرادزی
وروستي غورځنګبشپړ شعر ولولئ
وروستي غورځنګ
سرلوڅ مرادزی
پخپل خوښه په ځنځير تړلی ښه یم
نه د بل واک کې چې نوم باندې ازاد یم
بې له قیده ژوند مې روح سره اخښلی
زه په دې ګنا عمرونو کې برباد یم
ابا سیند غوندې مې وینه په څپو ده
متانت کې مستحکم لکه شمشاد یم
سرښندنو قربانیو کې پوخ شوی
که د نورو وي هېرشوي ستا به یاد یم
چې سرونه اسماني کاڼو ته نیسي
زه د داسې سرسپارلي پښت اولاد یم
د پنجاب په وړاندې توره د غورځنګ یم
په دې عظم کې محکم لکه پولاد یم
د هندوانو جنګ به هېر کړې ورځ په لار ده
ړنګونکی هغه زه ستا د بنیاد یم
هیڅ زړه سوی مې د دښمن په وړاندې نه شي
لکه هود، په مقابل کې د شداد یم(۱)
هغه ورځ هیڅ لیرې نه ده مرادزیه
چې خوشال ولاړ په ړنګ اسلام اباد یم
یادوونه:
(۱ ) پخواني عربستان کې، د هود پیغمبر او د عاد قوم د مشر شداد چې په افغانانو کې د شداد کافر په نوم شهرت لري او یو بې رحمه سړی وو، تر منځ اختلاف او شخړې ته اشاره ده. شداد کافر نن د اسلام اباد واکمنان دي!
د ۲۰۲۵ کال د مۍ ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی
خرافاتبشپړ شعر ولولئ
خرافات
سرلوڅ مرادزی
هغه ولس چې خرافاتو کې خوشال وي
د ګونګټ په مردارۍ کې داسې حال وي
د واهیاتو په منلو کې زیرک وي
حقیقت په قبلولو کې ملال وي
که د عصر د پیغام ورته هر څو، وی
بې غبرګونه بې احساس لکه دېوال وي
خپل تاریخ له یوه فصله خبر نه وي
ناخبره له عروجه له زاوال وي
د نیکونو په مېړانه وهي لاپې
خپله نه په کې کمال وي، نه جمال وي
مرادزیه داسې ولس ته دې زړه مه خوره
چې غمجن د بل په حال، نه پخپل حال وي
د ۲۰۲۵ کال د مۍ ۵ مه
سرلوڅ مرادزی
شوم دودبشپړ شعر ولولئ
شوم دود
سرلوڅ مرادزی
شوم دود
ما ونه لید د بل هیچا په سهار مخ
هر سهار یوازې ګورم د ریبار مخ
یارانه زموږ مالت کې په پیغام ده
مخامخ کتلی نه شي څوک د یار مخ
د ریبار خوښه چې څه کوي خپل نقش کې
ځلوي منځ کې د دوست که د اغیار مخ
د یار کلی ته به زر هیلو کې ورشې
بې دېدنه به راستون شې ترې په زار مخ
دود له لاس و پښو هاک جینۍ تړلي
که دود ترک کې وبه ګوري د سنګسار مخ
د جینۍ ورور دلته شوم نقش کې لوبېږي
یو قیامت وي په دې منځ کې بیا د پلار مخ
که د مور نخرو ته خواره جینۍ کښیني
تر قیامته لیدی نه شي د خواستګار مخ
عشق او مینه چې د بل لاس کې بندي وي
ورک کوه د داسې کلي د دیار مخ
کوم خوار مخ چې د جینۍ دی پښتنو کې
ما ونه لید په بل قوم کې داسې خوار مخ
مرادزیه چې په شوم دستور لګېږې
یوه ورځ به ته هم پېښ شې په خونکار مخ
د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی
د وخت اعجازبشپړ شعر ولولئ
د وخت اعجاز
سرلوڅ مرادزی
په پرون کې چې څوک تور ول هغه سپین شول
د پرون خواږه یاران يي نن بدبین شول
په دوکه يي چې پرون کې پلویان کړل
نن هغه خلک له قاره ورته شین شول
واک اختیار ورته مقام د عیاشۍ وو
چې له واک اختیاره ولوېدل غمګین شول
پر شیطان يي چې لعنت لعنت ویلو
نن هغوی د ولس په منځ کې شیاطین شول
چې تهمت يي د الحاد تاړه پر نورو
په عمل کې نن په خپله ملحدین شول
چا چې لاپې د سوچه اسلام وهلې
په وحشت او بربریت کې اولین شول
چې پېېښې يي د تقوا او د پېرۍ کړې
په کړو وړو کې تر شیطانه هم لعین شول
لیري نه ده چې کعبې ته په بم کېږدي
راڅرګند چې په دیندارو کې بې دین شول
چې اعجاز د وخت يي نه بولې نو څه دی
چې د ټول عمر دروغجن، وايي ریښتین شول
ناسته پاڅه چې د نورو سره عیب وه
د هغو سره اوس خپله همنشین شول
چې په یو رنګ يي په ولس وو ځان منلی
نن په یو رنګ کې په زر ډوله رنګین شول
چې پرون يي د اسمان سره صحبت کړ
نن راښکته له اسمانه په زمین شول
وخت د هغو سره سمه لوبه وکړه
چې يي خیال کاوه په ولس کې نازنین شول
چې د عصر د پیغام سره په جنګ ول
د جګړې میدان کې ښخ په تاترین شول
د فرهنګ او د پوهنګ تمه ترې مه کړه
د عربو په فرهنګ کې چې عجین شول
هیڅ ایین تر خپله ایینه بهتر نه دی
هغوی سپک شول چې دښمن د خپل ایین شول
وخت د هغو ککرۍ کړې خاورو لاندې
له فلکه چې د ځمکې وارثین شول
قضاوت د وخت، تر هر قاضي دقیق دي
چې پرون کې څوک بدبین ول نن خوشبین شول
د ډنډۍ وهل د وخت تله کې نشته
چې نظر کې د چا کم راتلل، وزمین شول
هغه فکر چې به ولس سره تقسیم کړي
د فتنو افکار لاهو په اباسین شول
د سړي درنښت په تول نه دی مراده
درانه نه شول که په وزن کې سنګین شول
د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی