پښتو ادب · شاعران
سرلوڅ مرادزی
د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
165 خپاره شوي شعرونه
جهاد او فسادبشپړ شعر ولولئ
جهاد او فساد
سرلوڅ مرادزی
د جهاد او د فساد تر منځ فرق څه دی؟
کوم دلیل باندې جهاد تر فساد ښه دی
ما چې دواړه څلویښت کاله پرتله کړل
جهاد دویم نوم د فساد دی بل څه نه دی
+++
فساد څه دی، د جیبونو لوټول دي
معنویت د یو ملت ټول خرڅول دی
په جهاد کې بیا جګړه ده مقدسه
په جګړه کې بیا سرونو پرېکول دي
+++
د جهاد ختم او پایله په فساد شي
فساد هله مکمل شي چې جهاد شي
بې فساده جهاد چیري چا لېدلی
دواړه ځکه یو له بله سره یاد شي
+++
جهاد څه دی جنګ جګړه ده دښمني ده
د ولسو تر منځ نفاق دی تربګني ده
غنیمت دی، د پردو د مال ولجه ده
په مارکيټ کې د ناموس سوداګري ده (۱)
یادونه:
د اتیایمې لسیزې په مهال، په لاهور او اسلام اباد کې پر عربانو د افغاني لوڼو خرڅلاو ته اشاره ده.
مرادزی
امریکا تهبشپړ شعر ولولئ
امریکا ته
سرلوڅ مرادزی
پخلپسر وې راغلی که ځي ځه پر مخ دې ښه
موږ نه وې رابللی که ځي ځه پر مخ دې ښه
په نوم د خدمت راغلې، د بشر حقوق په لاپو
په دواړو شرمېدلی که ځي ځه پر مخ دې ښه
توبه داسې دوستۍ نه چې تر شا يي بردګي وي
موږ تل ژوند ازادکړی که ځي ځه پرمخ دې ښه
شعار دې د ترهګرو تروریستو یو پلمه وه
لادین دې وو ملګری که ځي ځه په مخ دې ښه (۱)
داعش، طالب ترهګر دې ټول پخپل اخور لوی کړي
دښمن يي خپله غلی که ځي ځه پر مخ دې ښه
موږ پریږده په ارامه چې خپل کور کې سره ټول شوو
موږ اوس يي پېژندلی که ځي ځه پر مخ دې ښه
ماهیت د درواغجنې پیاوړتیا دې هم بربنډ شو
په دروغو وې پیاوړی که ځي ځه پرمخ دې ښه
حساب به د قتلونو، ویجاړۍ زموږ تصفیه کړې
بې دې نه شي وتلی که ځي ځه پر مخ دې ښه
جهاد او جهادیان دې هم له ځانه سره یوسه
دې سپو ته وې منلی که ځي ځه پر مخ دې ښه
یادونه
(۱ ) لادین څخه موخه بن لادین دی.
مرادزی
د تورتم استازیبشپړ شعر ولولئ
د تورتم استازی
سرلوڅ مرادزی
د هرات د ملا، مجیب الرحمان انصاري په خدمت کې
د تورتم استازی
تر کوم ځایه د ملا چې نظر څرخي
ځمکه ځای پرځای ولاړه ده لمر څرخي
د غوايي پر ښکر ولاړه ځمکه ټینګه
زلزله کې ځمکه نه ښوري ښکر څرخي
غرونه واړه ښخ میخونه دي په ځمکه
نه دا ځمکه ښوريدای شي نه غر څرځې
د ملا په خیال د لمر او سپوږمۍ تندر
په جادو د جادوګر او کوډګر څرخي
په لمانځه د استسقا به تندر ورک شي
که نه تندر به تر ورځ د محشر څرخي
نور فکرونه د ملا په اند جمود دي
یو ملا دی چې يي اند لروبر څرخي
هغه اند چې د ملا په خوله جاري دی
له مغز نه دی سم د خېټې په در څرخي
دا ملا دی چې تبلیغ يي ولس تبا کړ
خوشي نه ده چې ولسونو کې شر څرخي
که ولسونه د ملا غومبر ته ناست وي
حال به دا وي د ولسونو چې سر څرخي
چې ملا د خرافات په توصیف راشي
د ملا سره محراب او ممبر څرخي
که ریښه د خرافاتو سم تحقیق شي
خرافات ټول د ملا پر محور څرخي
د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۲۲ مه
مرادزی
تېروتنهبشپړ شعر ولولئ
تېروتنه
سرلوڅ مرادزی
موږ په وعدو د نن سبا تېروتو
دومره ساده یوو چې بیا بیا تېروتو
درواغ په پوښ کې د ریښتیا پوښلي
زیات له درواغو، په ریښتیا تېروتو
پرون انګریز او روسيې سم دوکه کړو
نن په دوکو د امریکا تېروتو
موږه فساد ته د جهاد نوم ورکړ
سخت په جهاد او په غزا تېروتو
زموږه غوث زموږه پیر پردی وو
موږ يی په ذهدو په تقوی تېروتو
دښمن هر ځل اشنا لباس کې راځي
اشنا لباس کې په ناشنا تېروتو
هم په سنت هم په مذهب دوکه شو
په وعظ، تقریر د ګوډ ملا تېروتو(۱)
موږ خپل تاریخ، کلتور عرب نه جارکړ
د دین تر نوم لاندې رسا تېروتو
موږ د عرب کلتور او دین په مڼخ کې
توپیر ونکړ، برالا تېروتو
موږ تېر تاریخ پر ځان بیا بیا ازمایو
زیات اوسمهال کې له پخوا تېروتو
په فرق د ورځې او د شپې پوه نه یوو
پخوا تورتم اوس په رڼا تېروتو
چې نه په لار، نه په ګړنګ خبر دی
موږ په یو داسې رهنما تېروتو
له یوې څمڅې مار مو هر ځل چیچي
موږ پر همغې څمڅې بیا تېروتو
په تېروتنه که بل پړ وبولو
موږه په بیا خپلې ګنا تېروتو
دا اعتراف باید په ډاګه وکړو
چې موږه خپله سم صفا تېروتو
یادونه:
(۱ ) ګوډ ملا چې اصلي نوم يي عبدالله وو، هغه شخص دی چې د جنوبي خلک يي د غازي امان الله خان د واکمنۍ په وړاندې د انګریز په لمسون وپارول او بلاخره د هغه مهال حکومت لخوا ونېول شو او د کابل په مرنجان غونډۍ کې اعدام شو.
مرادزی
ملا او دوه رنګيبشپړ شعر ولولئ
ملا او دوه رنګي
سرلوڅ مرادزی
ملا بد ګوري د ولس خوښۍ، خندا ته
ملا خوښ دی د خندا پرځای ژړا ته
کوم لذت چې له ژړا ځینې ملا وړي
دا لذت خندا کې چیری دی ملا ته
د ملا په اند دنیا یو ماتم سرای دی
د خوښۍ ځای پکې نشته دی هیچا ته
دا دنیا ځای د کړاوو او مشقت دی
که خوښي غواړي ورځه بلې دنیا ته
هلته حورې دې پریمانه انتظار کې
چې په دې دنیا کې نه رسیږي چا ته
د غلمانو کتارونه جام په لاس دي
په تعظیم، لاس په نامه ولاړ دي تا ته
د هغې دنیا په وصف چې ملا راشي
ته وا کاشکې وای نن تللی، نه سبا ته
چې بیا دلته ملا، نجونه هلک ګوري
لیونی شي سم، خوله اچوي کنځا ته
چیری مخ که د جینۍ لوڅ ورښکاره شي
پیرانی شي په ټوپونو شي هوا ته
سپین ځګونه يي له خولې ځینې جاري شي
چې لږ پام يي شي د سرو شونډو مسکا ته
چې د سپینو غاښو ځل يي په نظر شي
ضرورت يي فوري پېښ شي استنجا ته
د جومات له ګوټ د نجونو قطار څاري
مازیګر چې وخت نږدې شي لمر لوېدا ته
که ملا له خلکو خپل رازونه پټ کړي
خلک يي ګوري د ممبر پر سر نڅا ته
ولس يي ویني که ملا خپل ځان ناګار ښۍ
د چڼې سره د مینې مشغولا ته
د ملا هر څه تورتم، تیاره کې خوښ دي
خوښ يي نه شي هغه څه چې وي رڼا ته
خلک هسې له بلا څخه ډاریږي
د ملا ټول هر څه ورته دي بلا ته
ملا تل ګرځوي دوه تلې په څنګ کې
یوه تله يي د ځان، بل ما او تا ته
د ملا عمل او نیت نه چې خبر شي
اړتیا نشته د ملا وعظ و وینا ته
د ملا تر ټولو لویه بدي دا ده
چې د چارو واګي ټول سپاري قضا ته
ملا هر څه د تقدیر له ګنډې بولي
د تدبیر خبره ګرانه ده ملا ته
له ملا نه به هیڅوخت ریښتیا وانه ورې
د ملا خوله کله جوړه ده ریښتیا ته
مرادزی
د ۲۰۲۱ کال درشل کېبشپړ شعر ولولئ
د ۲۰۲۱ کال درشل کې
سرلوڅ مرادزی
څلوریزې
وایه جګړه کې په تا څه تېریږي
ایا په کور کې دې خواړه تېریږي؟
پردي جنګونه کور ته ولې راوړې
بې له جګړې دې ژوندون نه تېریږي؟
+++
جګړه مو ولې پیل کړه خپله کور کې
اوس به دا اور بل وي تر تله کور کې
دښمن به هم تېل پر، دې اور تل پاشی
اور به مو ټوله کړي کمپله کور کې
+++
موږه په کور، مسوول د جنګ خپله یوو
له خپله لاس په وینو رنګ خپله یوو
هم شرمنده، رسوا په سیمه نړۍ
هم په دې جنګ، بېخوند بدرنګ خپله یوو
+++
ولې څلویښت کاله جنګ بل لپاره
ځان مو محروم کړ له ژوند تل لپاره
څنګه به مومو خلاصونلار له جګړې
اسان به نه وي وتونلار له جګړې
+++
په کنډر خپله مو خپل کور بدل کړ
جنګ کې مو خپله کور په ګور بدل کړ
ګیله به څنګه اوس له نورو کوو
د ځان دښمن باندې مو ورور بدل کړ
+++
وقار عزت مو شو برباد جګړه کې
هیڅوک مو نه اوري فریاد جګړه کې
اوس پښیماني کومه فایده نه لري
ژوند د ساده خلکو پاسره نه لري
+++
تقدیر مو خپل، ولې په تور بدل کړ
خپل ژوند مو ځانته په پیغور بدل کړ
موږ دښمني ځان سره خپله وکړه
خپله مو ژوند ځانته په اور بدل کړ
+++
هسې ورګډ شو تربګنۍ د بل کې
ځان مو تبا کړ دښمنۍ د بل کې
خپله خوښي مو په اوبو لاهو کړه
په نڅا ګډ شو په خوښۍ د بل کې
+++
کاشکې له جنګ جګړې عبرت لاسته شي
جګړه کې تللی، خپل عزت لاسته شي
سوله کې ژوند او خپل اختیار غوره کړو
بیرته بایللی خپل عظمت لاسته شي
+++
سوله د خپل ژوندون مرام غوره کړو
پر جګړې تل لپاره پام غوره کړو
چې بیا پر دې جونګړه جنګ رانشي
په کلي کور مو بیا فرنګ رانشي
مرادزی
هېرشوي یادونهبشپړ شعر ولولئ
هېرشوي یادونه
سرلوڅ مرادزی
چې رایاد مې شي د کلي تېر وختونه
پر لښتي د نجونو جوړ مازیګرونه
وایم څه پېښ شو او کوم مالت ته راغلم
په اور وسوځه ناپایه هجرتونه
کاشکې یو ځلې مې بیا په ژوند لېدای شوای
د ګودر په لور د پیغلو قطارونه
یا د کلي په کوڅو بیا تلای راتلای شوای
بیا مې کړای شوای قضا شوي دیدنونه
یا د کلي د دېوال تر شا پټ شوی
پاس له بامه مې لېدای اشارتونه
یا د بوسو بوساړه کې چیرته پټ وای
په یو بوو مې له نجونو ایستی زړونه
یا ملګرو سره کلي باغ ته تلای شوای
له میوو مو راډک کړي وای جیبونه
کاشکې بیا د حجرې تللی برم راشي
په دېره جوړ شي یارانو مجلسونه
نیمه شپه به له ودونو کورته راغلو
څه خواږه وو د ځوانۍ درانه خوبونه
لا به نیمه ګړۍ خوب هم شوی نه وو
چې به سر شول د ملا صیب اذانونه
په مښلو سترګو جیګ به شو لمانځه ته
په ملا پسې به م وتړل نیتونه
لا مې اوس هم چې را یاد، غونی مې زیږ شي
په سړو اوبو د ژمې اودسونه
نن میلو او اخترو پسې کړیږو
کاشکې بیا راشي میلې او اخترونه
کاشکې بیا میلې شي جوړې، کلی تود شي
په سیالیو نجونې واچوي ټالونه
څڼې وغورځۍ د کلي ژڼي مست شي
دود، لمبه کړي په اتڼو میدانونه
کاشکې تللي طوطیان بیا باغو ته راشي
باغ کې سر شي د بلبلو اوازونه
کاشکې بیا دښتې مېرې په ګلو صف شي
د غاټول په ګلو ډک شي بیا، رغونه
کاشکې بیرته سره وروڼه شو پخلا شو
له کینې، کرکې نه ومینځو خپل زړونه
پر یوې چرګۍ، ټغر سره راټول شو
د یووالی، پیوستون ورکړو لاسونه
کاشکې بیرته د ارام ژوند څښتنان شو
تکرار نه شي بیا تېرشوي عذابونه
کاشکې بیا له تېر تاریخه دا درس واخلو
څو ژوندي یوو منځ کې ونکړو جنګونه
مرادزی
د قیامت ورځبشپړ شعر ولولئ
د قیامت ورځ
سرلوڅ مرادزی
په هېواد کې دمګړۍ د قیامت ورځ ده
اضافه به له دې څه وي په قیامت کې
داسې ورځ چې هیڅ راغلې پر چا نه ده
نه لېدلې چا تاریخ د بشریت کې
که قیامت ورځ په مانا د لوی افت وي
نن هېواد دی سر تر پایه په افت کې
که دا ورځ څوک د حساب و کتاب بولي
نو حساب باید چې پیل وای دې ساعت کې
که شپېلۍ د اسرفیل ته ورځ معطل وي
اسرافیل دې شپېلۍ پوو کړي دې فرصت کې
دلایل هم د شپېلۍ په ځنډ کې زیات دي
څوک يی هغه څوک يي دا شمېري علت کې
د شپیلۍ له دندې اخوا څوک خبر دی
چې پخپله اسرافیل دی کوم حالت کې
یا به تللی اسرافیل په رخصتۍ وي
پریښتو سره به بوخت وي په عشرت کې
یا به دروغ وي د ملا راپور اسمان ته
اسرافیل به سرګردان وي قضاوت کې
یا به خپله اسرافیل په دغه خوښ وي
چې اخته دې افغانان وي مصیبت کې
یا کېدی شي چې شپېلۍ وي ورکه شوی
مجاهد ترې شپېلۍ وړی وي سرقت کې
اسرافیل به شپېلۍ وخته وای پوو کړې
لاسرسی که وای شپېلۍ ته دم ساعت کې
د حساب ورځ د شپېلۍ سرقت کې تللې
کتاب هم تللی جهاد په غنیمت کې
نه قیامت شته نه حساب و نه کتاب شته
مجاهد لغته والې(۱) ده قیامت کې
یادونه:
(۱) والې ( وهلې)
ملاله میوندبشپړ شعر ولولئ
ملاله میوند
سرلوڅ مرادزی
د ملالې میوند په ویر کې
دا قاتل څوک دی او موږ ولې وژني
هم مو ښاغلي، هم اغلې وژني
په انتخاب د مرګ کې نه تېروځي
په موږه ټولو کې منلې وژني
داسې خیرن دښمن به بل چیرې وي
چې پښتنې په پت سپېڅلې وژني
کارغان ټول ګرځي په بڼو کې ازاد
ښکاري زموږ د بڼ بلبلې وژني
په نوم رڼا پر افغان نه لوروي
تورتم کې خوښ دي، ډېوې بلې وژني
زه د قاتل ضمیر وجدان ته هیښ یم
چې پریښتې تر ښکلا ښکلې وژني
که د جهاد پریکړه منطق داسې وي
چې مو نجونې نومېرلې وژني
بیا دې خدای مل د هغه دین ایین شي
چې په خپل لاس عقيدې خپلې وژني
دښمن مو څټې او بنسټ ته ایښي
چې ملالۍ غوندې اتلې وژني
افغان پښتون ته خپل دښمن مالوم دی
په لر او بر کې چې روهیلې وژني
د ۲۰۲۰ کال د ډېسمبر ۱۰ مه
مرادزی
خیالي ژوندبشپړ شعر ولولئ
خیالي ژوند
سرلوڅ مرادزی
ځوانې يي تېره شوه غمونو سره
د شپې زګیروي ورځې اهونه سره
یو خیالي ژوند وو له شروع تر پایه
تېر شو کړاو مصیبتونو سره
لاس يي تڼاکې پښې چاودلې له کار
د شپې اخته په شوګیرونو سره
نه په مړه خیټه ډوډۍ خوړلې
نه په تن پټ په لباسونو سره
ملا کړوپه شوې په درنو بارونو
درمل يې صرف وو تعویذونو سره
له کاره پاتې له تحصیل وتلی
د مستخلص په ګردانونو سره
نیم ژوند يی دود، نیم يی سنت تبا کړ
ژوند يي دوزخ وو عذابونو سره
ملا په تمه د جنت تېروېسته
د حورو غیږه کې خوبونو سره
دلته د میو له یو څاڅکي محروم
هلته د دروغو په جامونو سره
دلته محروم له نعمتو د دنیا
هلته د خیال په نعمتونو سره
د زلفو ټال کې ځنګل نورو وکړل
محروم ولاړ وو د ټالونو سره
څک يي د شونډو په ژوند نه شو نصیب
لوبې يي وشوې تقدیرونو سره
د خپل نصیب په انتظار پاتې شو
ژوند يي دوکه شو نصیبونو سره
ډوب د ځوانۍ په ارمانجن خوبونو
ملا بې خوب کړ اذانونو سره
ژوند يي یو خوب لکه د سترګو رپ وو
تېر شو د هیلو ارمانونو سره
مرادزی