پښتو ادب · شاعران
حفيظ الدين “پيرزاده”
د حفيظ الدين "پيرزاده" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفيظ الدين "پيرزاده"
ناست یم لاس تر ځنې شــپه
تیاره ده هیڅ رڼا نشــته
فـــکر د رنـــځــــور
وطـــن دی چـــا ســـره
دوا نشــــــته
دا لازم مــلــزوم دي د
یــو بــل لــه بـقـا
ژونــد مــومــي
نشته تروریست چې په کوم
ځای کې امــریکانشته
ټــولــه نــړیــوالــه
ورورولــي هــــلــته
مــــوجــــوده وه
چــیغې کــړې بــندیــانو
کانټینر کــې چې هوا نشته
ســتاسې بمبارئ به
ناټوخــیلو څه فایده
وکــړي؟!
نیم پښــتانه مــړه دي
پــه ژوندیو کې هم سا
نشـته
څــه بــه ځــنکدن وي
څــه به ئې ســختې شېبې
وي
مــا چــې د وطــن
بیــلتون لــیدلی دی پروا
نشــته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفيظ الدين "پيرزاده"
زنــدان پــه ځــان منم
او ځــنځــــیرونــه هم
پــه غــــاړه
خـــو نــه مــنم د بــل
هـــډی د خـــپل وطـــن
پــه شــاړه
مــلا شــیخ الحـــدیث مې
د ډالـــــرو ســیلاب
یــووړ
د پـــیر حـــضرت کیسه خو
لا له مخکې وه ویجاړه
قــاتــل مــې د ولــس
چــې د جــرګې خــیمه کې
ولید
ناڅــاپه مــې مــلګرو بس
د خــولې نه چیـــغه لاړه
تــر څــو به
ګــوډاګـــیه ځــان په
نــورو بــاندې ساتې
اخــر به کــوم زوی مــړی
تــاته هــم در کوي
غــاړه
لـه وېـــرې د
چـــیندخــو چـــې ښامار
ته پنا یوسي
د داســـې روشـــنفکر
پــه مــنــطـق تــو
کــوم لاړه
که چېرته په څــپلیو د
خائین ویشـــتل رواج شـوه
د ډیــرو نېکټایانو به په
غوږ واورې رمــباړه
ســبا د خــپل ملــت تــه
چې د نن آینه کې ځیر شوم
نو پوهـ شوم چې حفیظ به
راته ولې وئیل ژاړه