د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي حفيظ الدين "پيرزاده" شعرونه

غزل



ناست یم لاس تر ځنې شــپه تیاره ده هیڅ رڼا نشــته
فـــکر د رنـــځــــور وطـــن دی چـــا ســـره دوا نشــــــته
 

دا لازم مــلــزوم دي د یــو بــل لــه بـقـا ژونــد مــومــي
نشته تروریست چې په کوم ځای کې امــریکانشته
 

ټــولــه نــړیــوالــه ورورولــي هــــلــته مــــوجــــوده وه
چــیغې کــړې بــندیــانو کانټینر کــې چې هوا نشته
 

ســتاسې بمبارئ به ناټوخــیلو څه فایده وکــړي؟!
نیم پښــتانه مــړه دي پــه ژوندیو کې هم سا نشـته
 

څــه بــه ځــنکدن وي څــه به ئې ســختې شېبې وي
مــا چــې د وطــن بیــلتون لــیدلی دی پروا نشــته
 

د شاعر نور شعرونه ←