د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جابر احمد مخلص “منګل”

د جابر احمد مخلص "منګل" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

څلوريزهبشپړ شعر ولولئ

څلوريزه

جابر احمد مخلص "منګل"





څلوريزه

ستاپه مخامخ چي زه
اغيارته يوځل وخاندم
كړمه به حرام درباندي خوب
ژوندبه دي تريخ كړمه

يه مخلصه تاخوښاپيرئ ده
فن ونه خودي
اوس به زه دخپل حسن ديوان
درته راويښ كړمه
 

د وطن پرهربشپړ شعر ولولئ

د وطن پرهر

جابر احمد مخلص "منګل"

دستاپرهرهم ګورم
په زړه كي دردهم لرم
پرهرګنډلئ هم شم
خو
ستنه تارنلرم
اوزه بي وسه يمه
طبيبان هم پيژانم
اوراوستلئ هم شم
خو
هغه ټول طبيبان
چي يي نظركي لرم
اوراوستل يي غواړم
دستاپرهردپاره
هغه ظالم طبيبان
هغه دوخت طبيبان
چي ستاپرهروګنډى
هغه به نشى راجوړ
او
نوربه هم ناسورشى
ولي چي داطبيبان
دستاپرهروطنه
په هغه تارستن ګنډى
چي هغه تاراوستنه
دواړه له زهروډك دى.

محل اوجونګړهبشپړ شعر ولولئ

محل اوجونګړه

جابر احمد مخلص "منګل"




ځم دخداي په مان خيردي
پوره مي كه آرمان نشو
جوړزمادپاره ستاپه خوله
كي جانه جان نشو

داڅنګه انصاف و چي هرچازه
ملامت كړمه
ډك دمحبت زړګۍ مي تاباندي
تاوان نشو

زه شومه كابل په
وينوسورشوم لوټي لوټي شوم
ستازړګۍ همغسي روغ پاتي
شولغمان نشو

ماخپل محبت په سركوڅوكي
ګرځوو تاسي
ستامحبت هغسي ګران پاتي
شوارزان نشو

ماستاقيصه اومنله ورسته
شوم اوغلئ شوم
ستاپه مخ زمادليوانتوب
پاتي نشان نشو

جنګ خوپه جونګړه
چارچاپيردسيتمونوو
تاپكي محل بچ كړوكمال دي
وكړووران نشو

سترګي دي بدلي كړي محفل
كي دي چي نه كتل
ومي شويقين زړه كي مي
پاتي هيڅ ګمان نشو

خلقوبه وئيل چي مينه ژوند
نااوباسى سړئ
داخومخلص لاشولوهوښيارپكي
نادان نشو
 

ښکلا او غروربشپړ شعر ولولئ

ښکلا او غرور

جابر احمد مخلص "منګل"




بيګه مي خوب كي خپل جانان
وليدو
چي په كوڅه كي مخامخ
شوسره
چي څنګ په څنګ شوسره
رانه غوصه كي تيرشو
زه خپه نيولئ شومه
ورته وروه ګرځيدم
ورپسي غږمي وكړو
هم خپه نيولئ شويار
راته راويي كتل
اوهم يي دااووئيل
چي وايه خيرخوبه وى؟
څنګ دي غږوكړوپما؟
كومه پوښتنه لري؟
ماويل بښنه غواړم
زه خوپوښتنه لرم
كه پري نه قهريږي
هغه ويل بيړه كوه
بيازه وخت نلرمه
ماويل همده پوښتنه
چي ته يي باربارله ما
په واړه ژبه ياره
اوحركتونوباندي
ګوره هرځاي كي كوي
هغه همدغه يوه ده
چي ته په هرځاي كي تل
كبرغرورولي كړي؟
هغه مسكئ شوراته
اوهم يي داووئيل
ځانته شاعرهم وايي
اوپه دى نه پوهيږي
ډيره واړه قيصه ده
ډيره ساده قيصه ده
ښـــكلاغرورخوسره
خپلوكي خواووروردى