د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جابر احمد مخلص "منګل" شعرونه

ښکلا او غرور




بيګه مي خوب كي خپل جانان وليدو
چي په كوڅه كي مخامخ شوسره
چي څنګ په څنګ شوسره
رانه غوصه كي تيرشو
زه خپه نيولئ شومه
ورته وروه ګرځيدم
ورپسي غږمي وكړو
هم خپه نيولئ شويار
راته راويي كتل
اوهم يي دااووئيل
چي وايه خيرخوبه وى؟
څنګ دي غږوكړوپما؟
كومه پوښتنه لري؟
ماويل بښنه غواړم
زه خوپوښتنه لرم
كه پري نه قهريږي
هغه ويل بيړه كوه
بيازه وخت نلرمه
ماويل همده پوښتنه
چي ته يي باربارله ما
په واړه ژبه ياره اوحركتونوباندي
ګوره هرځاي كي كوي
هغه همدغه يوه ده
چي ته په هرځاي كي تل
كبرغرورولي كړي؟
هغه مسكئ شوراته
اوهم يي داووئيل
ځانته شاعرهم وايي
اوپه دى نه پوهيږي
ډيره واړه قيصه ده
ډيره ساده قيصه ده
ښـــكلاغرورخوسره
خپلوكي خواووروردى
 

د شاعر نور شعرونه ←