د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

وزير محمد “روغ لېوني”

د وزير محمد "روغ لېوني" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

لوی خدای تهبشپړ شعر ولولئ

لوی خدای ته

وزير محمد "روغ لېوني"



ته د ټول مخلوق
څښتن روزي رسان
يې
په هر چاباندې بې
درېغه مهربان يې

کاينات واړۀ دا
ستا د حکم لاندې
هم د ځمکو
اسمانونو نګهبان
يې

په هر اسم کې دې
يو عالم خبرې
پاکه ربه مسلط په
ټول جهان يې

په هر ځای کې يې
موجود دې کې شک
نشته
خو يقين مې په دې
کلک چې لامکان يې

نه پوهيږم ستا
لويي څنګه بيان
کړم
ته په دواړو
جهانو باندې
سلطان يې

له صفت نه دې
عاجز زما قلم دی
ته دې سترو
قدرتونو لوی شان
يې

ستا دربار کې د
هيڅ شي کموالی
نشته
ته خالق يې ته
مالک يې ته سبحان
يې

په فقير روغ
لېوني دې نظر
غواړم
ته رحيم يې ته
کامل غني رحمان
يې

زوړ لستوڼیبشپړ شعر ولولئ

زوړ لستوڼی

وزير محمد "روغ لېوني"

تاکه د موډ فېشن
سيالۍ ژړوي
ما زوړ لستوڼی د
ابۍ ژړوي

ته به اوسېږې د
شيشو په ښار کې
ما د خپل ورو
څيرې کېږدۍ ژړوي

ته به د شپې په
ډانس خانو کې
ګرځې
ما د يتيم هره
سلګۍ ژړوي

ته به خوشال وې د
ګل مخو سره
ما د شپونکي ماته
شپېلۍ ژړوي

تا به هېر کړی وي
تاريخ د وطن
ما خاطرې د ملالۍ
ژړوي

ته به ګرځېږې
ښکلې ښکلې چېرې
ما ړنګ وطن کې
غريبۍ ژړوي

تانه نشو کې دکور
لاره ورکه
ما د ليلا ورکه
هوګۍ ژړوي

تاته د پلار وطن
ارزښت نه لري
ما د رنځوروطن
نيستۍ ژړوي

روغ لېونيه ته مې
پوه کړې که نه
ما داسې رنګۀ
ګډوډۍ ژړوي

د قلم زوربشپړ شعر ولولئ

د قلم زور

وزير محمد "روغ لېوني"



د قلم په زور
راپورته يم خنجر
ماتوم
د جابرانو دهشت
ګرو پرې سنګر
ماتوم

عادي خو نه ده د
زړه مينه مې جهان
لړزوي
لکه فرهاد د يار
په مينه کې خپل
سر ماتوم

زه يم روان د
انسانيت د روغې
جوړې په لار
مخه مې څوک نيولی
نشي لوی غر ماتوم

که زورور يا
ښکرور راشي په
خاوره زما
په خپل غير ورته
لښکر او هم يې
ښکر ماتوم

لاپې زه نه وهم
جهان ټول پېژندلی
يمه
تجاوزي قوت په
مټو په ټټر ماتوم

که تور کارغه يا
کوم ټپوس مې خپل
ګلبڼ کې وليد
روغ لېونيه په
سوکو به يې وزر
ماتوم

ماته ، ته ښکلې يېبشپړ شعر ولولئ

ماته ، ته ښکلې يې

وزير محمد "روغ لېوني"




ښکلي خو ډېر دي
په دونيا کې ماته
، ته ښکلې يې
دا ستا ښکلا ځکه
ليکم چې مې په
زړه ښکلې يې

شاعران ستايي د
غوټيو ښاپېريو
ښايست
زه به دا ستا صفت
کوم چې له هر څۀ
ښکلې يې

خدای چې درکړي
تاته ګرانې تورې
ښکلې سترګې
زما په سترګو خو
رښتيا هره لحظه
ښکلې يې

څنګه خوره وره
پرته په سره
پالنګ کې ګلې
ځکه دې نه
راويښومه چې ويده
ښکلې يې

پام کړه هوس چې د
پرديو رواجو ونه
کړې
په خپل وطن کې
قدرمنه په کاله
ښکلې يې

روغ لېونی دې
ښکلا مينه په غزل
يادوي
رښتيا رښتيا د
خوږې مينې په نشه
ښکلې يې.

پښتون تهبشپړ شعر ولولئ

پښتون ته

وزير محمد "روغ لېوني"



ځان دې په خپله د
پردو پسې تړلی دی
پښتونه خپل واک
دې بايللی دی
××××
توره تر لاسه شه
پله خاوره خپل
ايمان وګټه
که ته ريښتونی يې
پښتون پښتونستان
وګټه
بې غمه ناست يې
غېرت چېرته درنه
تللی دی
پښتونه خپل واک
دې بايللی دی
××××
په خپل وطن کې يې
بې کور دومره
نادان ولې يې
کمزوره نه يې له
هيچانه نو بې
ايمان ولې يې
مظلوم ولس دې
تورو شپو کې
غورځېدلی دی
پښتونه خپل واک
دې بايللی دی
××××
دا خو منم چې
خوله لرې خو
غږېدلای نشې
پوهيږم سترګې خو
دې شته څه پرې
ليدلای نشې
داسې سړی مې په
بتانو کې شمېرلی
دی

پښتونه خپل واک
دې بايللی دی
××××
ننګ او غېرت چې
پکې نه وي دا
ځوانان څه په کار
چې غم دخلکو وطن
نه خوري دا مشران
څه په کار
داسې غافلو پښتنو
مې زړۀ رېبلی دی
پښتونه خپل واک
دې بايللی دی
××××
مخ دې يې تور شي
چې پښتو او شجاعت
نه لري
هغه نر نه دی چې
مېړانه کلک همت
نه لري
بې ننګ پښتون خو
خوشحال خان بابا
رټلی دی
پښتونه خپل واک
دې بايللی دی
××××
روغ لېونيه هر
سړی چې غلامي کړي
د بل
مرګ به پرې ښه وي
څوک چې دا شان
بندګي کړي د بل
دغه بدبخته له
پښتو ځينې وتلی
دی
پښتونه خپل واک
دې بايللی دی