افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
زوړ لستوڼی
تاکه د موډ فېشن سيالۍ ژړوي
ما زوړ لستوڼی د ابۍ ژړوي
ته به اوسېږې د شيشو په ښار کې
ما د خپل ورو څيرې کېږدۍ ژړوي
ته به د شپې په ډانس خانو کې ګرځې
ما د يتيم هره سلګۍ ژړوي
ته به خوشال وې د ګل مخو سره
ما د شپونکي ماته شپېلۍ ژړوي
تا به هېر کړی وي تاريخ د وطن
ما خاطرې د ملالۍ ژړوي
ته به ګرځېږې ښکلې ښکلې چېرې
ما ړنګ وطن کې غريبۍ ژړوي
تانه نشو کې دکور لاره ورکه
ما د ليلا ورکه هوګۍ ژړوي
تاته د پلار وطن ارزښت نه لري
ما د رنځوروطن نيستۍ ژړوي
روغ لېونيه ته مې پوه کړې که نه
ما داسې رنګۀ ګډوډۍ ژړوي