د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکټر حسن

د ډاکټر حسن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

8 خپاره شوي شعرونه

ظط¹ظط§بشپړ شعر ولولئ

ظط¹ظط§

ډاکټر حسن

 

ظ…ط³ع©ی ط´ظٹ ظ„ع©ظ‡ ګظ„ ع†ې ط¯ط§ط´ظ†ط§ ط؛یږ طھظ‡ ظˆط± ځظ…
ط²ظ‡ ظ¾ط±ط®ظ‡ ظ„ظ‡ ط®ظˆښظٹ ط´ظ… ظ¾ظ‡ عکړط§ط؛یږ طھظ‡ ظˆط± ځظ…

ظ…یظ† ع©ظ‡ ګظ†ظ‡ګط§ط± ظˆظٹ ط¯ګظ†ط§ ط؛یږ طھظ‡ ظˆط± ځظ…
 ظˆط±ځظ… ظ„ع©ظ‡ ط¨ړ ط¨ظˆع©ظ‡ ظ¾ظ‡ ظ†څط§ط؛یږ طھظ‡ ظˆط± ځظ…

ظ¾یط؛ط§ظ… ط¯ ط§ط¯ط§ګط§ظ†ظˆط¦ې ع†ې ظ„ظˆظ„ظ… ظ¾ظ‡ ع©ع©ظˆ ع©ې
ظ„ظپط¸ظˆظ†ظ‡ ط´ظٹ ط¨ې ظˆط³ظ‡ ط¯ظ…ط¹ظ†ط§ ط؛یږ طھظ‡ ظˆط± ځظ…

ظ‡ط±څظˆع©ظ‡ ط¯ط­ط§ظ„ط§طھظˆ ظ„ظ‡ ګط±ط¯ط§ط¨ ط³ط§ط­ظ„ طھظ‡ ظˆط²ظ…
 ط¨یط§ ظ‡ظ… ظ„ع©ظ‡ ظ…ظˆط¬ظˆظ†ظ‡ ط¯ ط¯ط±یط§ ط؛یږ طھظ‡ ظˆط± ځظ…

ظ…ظپظ‡ظˆظ… ط¯ط²ظ†ط¯ګظٹ ظ¾ط³ې ع†ې ګط±ط²ظ…ظ‡ ط­ط³ظ†ظ‡
 ظ…ط¹ظ†ط§ ط´ظٹ ط±ط§ظ†ظ‡ ظˆط±ع©ظ‡ ط¯ ظ…ط¹ظ…ط§ ط؛یږ طھظ‡ ظˆط± ځظ…

 بشپړ شعر ولولئ

 

ډاکټر حسن

 

ښکلامروت

په هغو سترګو کې خمار دالفت پاتي نه شو
ځواني ورځه اوس دلغزش ضرورت پاتي نه شو

دنظر ژبې ئې کیسې کړې یو پر بله پسې
ګلابي شونډو ته ئې ځکه فرصت پاتي نه شو

داسې عادت کړمه قفس دخلوتونو سره
چې په وزرو کې مې شوق د الوت پاتي نه شو
 
چې ئې هوا پلو اوچت کړي مخ په څڼوکړي پټ
په دې مالت کې د ښکلا مروت پاتي نه شو

چې مو تر منځ شول دبیلتون دکنګلونو غرونه
دا مو په مینه کې هغه حرارت پاتي نه شو

مونږ چې لمنې کړې داغونوته خورې حسنه
دمحبت په لاله زار کې تهمت پاتي نه شو
 

 بشپړ شعر ولولئ

 

ډاکټر حسن

 


دویرتورې جامې

په بڼونا ست دتا دلا رې غبار چیرته یوسم
زه د لیمو نه د وصال انتظارچیرته یوسم

دلته بلبلودي اغوستې د ویر تورې جامې
دګل په سرو وینو لړلی بهار چیرته یوسم

کندې کپرې مې ځواني کړه په پردي وطن کې
د ځوانیمرګو ارمانونو انبارچیرته یوسم

زمونږ په کلې کې اوسیږي دخندا خریدار
دزړه تڼاکو کې ټومبلی پرهارچیرته یوسم

یوځلې بیا شه را په غاړه زما تار تار ګریوانه
له تا نه پرته مې داوښکو کتار چیرته یوسم

زمونږ دوینو د سیندونو طغیاني شوې څپې
دبې نوا افغان دوینو ابشار چیرته یوسم

دلته وحشت دي کاڼه کړي داحساس غوږونه
زه دفکرو دزولنو شرنګهارچیرته یوسم

حسنه را به وړم له غمه درته ډکه جولۍ
خو ستا له زړه نه تر هیدلی قرارچیرته یوسم

 بشپړ شعر ولولئ

 

ډاکټر حسن

 

دالفت میکده

دالفت د میکدې چې څوک میخور وي
 لکه تاک په هر یو رګ کې به يې شور وي

په ځلا نده مخ يې ژر دوکه ؤ نه خوري
 هسې نه لکه ایئنه بل مخ يې تور وي

فقط اوس زما د سترګو کعبه نه يې
په لحد کې به مې هم مخ ستا په لور وي

ستورو لپې وې رڼا ته يې نیو لې
 د زلفانو په ما ښام کې يې شبکور وي

دمنګي په څا څکو لو ند سا لو کې راغله
په لمن لکه دغره لا له زار خور وي

داسمان دشته وړه ورته ښکاریږي
چې حسن د تفکر په نیلي سپور وي

 بشپړ شعر ولولئ

 

ډاکټر حسن

 

سوزګداز

ستا نظر چې نن کتل په کوم انداز کړو
ما انګړ د لېمو فرش ورته په نیاز کړو

په لوندوالي د وزرو اوس خبر شو
چې يې فکر تر مادي پورې پرواز کړو

زمونږ د خواروپه رڼا کې سترګې برېښي
 لکه شمع خپل تورتم ته سوز ګدازکړو

کم يې مه ګڼه تر خوان د بادشا هانو
که په ویړ تندي چا وړاندې درته پیاز کړو

عا قبت ته د هستۍ به کله پام کړو
که به يې فکر تل د حال او د اغاز کړو

بډاینه په ثروت سراب لیدل دي
 استغنا غني حسن غریب نواز کړو

د ډاکټر حسن ښایسته غزلبشپړ شعر ولولئ

د ډاکټر حسن ښایسته غزل

ډاکټر حسن

غزل

اوردې شي دشمې خوچې ستاپه کتووڅاڅي
اوښکې مې دې یاره په وار وارله لیمووڅاڅي
.ژربه په رګونودسحرکې شیدې وځغلي
څاڅکې درڼابه دسپېدوله سینووڅاڅي
نه غواړمه داچې مې په اوښکوژړغونی شې 
داخویوڅوڅاڅکې په ساحل له څپووڅاڅي
جوخت مې کړه امیل ته دسینې سترګې مې ډکې شوې 
پرېږده چې نن اوښکې دزاهدپه تسپووڅاڅي
هر رنګ که ګلپاڼودلفظونوته ورواغوندم
راز دمحبت رانه دشعر له خوشبووڅاڅي
جوړدبوډۍ ټال کړي سره یوښکلا اومینه شي
اوښکې د(حسن) چې ستادمخ په شغلووڅاڅي

 ډاکتر حسن

د ډاکټر حسن ښایسته غزلبشپړ شعر ولولئ

د ډاکټر حسن ښایسته غزل

ډاکټر حسن

په اروا کې مې نغمه شوه ،زیر و بم کې لمبیدله
ستا شغا چې د رلفانو ،پېچ وخم کې لمبیدله
ستا خو یو د ناز کاته وه،پرې خبر هم شاید نه یې
زما څړیکه د پرهر وه،په مرهم کې لمبیدله
ما وې څه دې کړل څيرې،بیا ډ کو سترګو کې زما نن
وې خوشبو د سره ګلاب وه،په شبنم کې لمبیدله
ستا حیا وه زیاتیدله،په څپو څپو خولو کې
زما تنده لیونۍ وه په زم زم  کې لمبیدله
ستا د خیال له وریتي دښتي ،جل وهلې راستنه شوه
تلوسه مې بیا د سترګو چې په نم کې لمبیدله
چا خبره کړه حسنه ،ستا له تګ نه نا ببره
په زعفران د بیلتانه چې ستا په غم کې لمبیدله

ډاکټر حسن

غزل//ډاکټر حسنبشپړ شعر ولولئ

غزل//ډاکټر حسن

ډاکټر حسن

غزل

زمــــــــا له سترګو والوتله په ټول چم خوره وره شوه
چې خوشبو دې زما د اوښکو په شبنم خوره وره شوه

په سفر يې د اسرارو د هستۍ ځـــــــــــــان سره بوتلم
لــــــــــــــکه لار هسې مې مينه تر قدم خوره وره شوه

د هوســــا زندګۍ لمر ته د خنجر له سيوري راغلل
چې رڼــــــــــــــــــا په کومو خلکو د قلم خوره وره شوه

کله شخړه وي په خېټه کــــــله جنګ په حقيقت وي
قبيله چې کــــــــــــــــــــــــــله دلته د ادم خوره وره شوه

ستا ډيوې مې د مچکو تصور تــــــــــــــــــــــــه بلولې
چې تياره يې په انګړ کې ستا د غم خوره وره شوه

لکه ولوېږي رڼـــــــــــــــــــا چې په آيينه او وپړکېږي
هسې ستــا په مخ مې مينه په عالم خوره وره شوه

د "حسن" د عمر پــــــــــــــــــــاڼې د خزان باد رېژولې
چې وږمه دا ستــــــا د حُسن د موسم خوره وره شوه

ډاکټر حسن