پښتو ادب · شاعران
رحمن اله “رسا”
د رحمن اله "رسا" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
فرقبشپړ شعر ولولئ
فرق
رحمن اله "رسا"
ته پر زېړ ګلاب مين يې
زه پر سور ګلاب مين يم
دامنم چې دوى دي دواړه
يو له ګله پيداشوي
راشه خوله د رانږدې کړه
پټ په غوږ کې راته وايه
پدې دواړو کې فرق څه دى؟
بشپړ شعر ولولئ
رحمن اله "رسا"
الهام
زما دتن پر کائناتو ځواکمن
بېګاه الهام په توره شپه کې راکړ
دښاپېرۍ له مخ يې لوی سالو
په کن نې غلی غلی وښو ياو
ماته يې ووې ځوانه څه دې غوښتل؟
ماوې دورک معشوق لټون کومه
وې يې قربان دې شم نامه يې څه وه؟
ما وې درېيم حرف يې زما او ستا سره ګډ
وې يې چوپ چوپ شه بيا يې نوم وانخلې
دا خو زما معشوق او ستا معشوق يوه نا مه ده
ډالــــۍبشپړ شعر ولولئ
ډالــــۍ
رحمن اله "رسا"
دشعر د اسمان ځلانده ستوري پير محمد
کاروان ته
شفق چې ورک چوپتيا خوره وره شي
د شپې ډالۍ کړمه کاروان ته غـــــزل
ورو، ورو يې د غزل تڼاکې پښې ښکلوم
د تحيل غاړه مې واچوي ګرېوان ته غزل
****
دستا شهيد شهيد لاروى راياد شو
ځکه مې اوښکې پر سادين خورې دي
بيا دې شپې خوب تښتېدلې چا ته؟
وينې پر مخ د پر يقين خورې دي
****
زه د چنار په بابا به څه ووايم
د ستا په زړه کې هم راشين دی چنار
بس دومره وايم يار د دنګ لکه وي؟
په خيشت لړلى به ښکلى ستا يار
****
دچا له سترګو د الهام اخيستى؟
بېړه کړه وايه ته په چاى پسې سندرې چې
خورې
ما ته خو ووې نن يو دنګ ملګرې
تورې يې وايمه خواږه لکه شکرې چې خورې
****
چې طبعه خړى شي له ډېرو خلکو
غره ته ته دومرومې د اوښانو سره
سلام مې واخله په تلپاتې مينه
ستا د څېړې نښتر يارانوسره
****
لکه ظلمونه چې پرې شوي وي ډېر
ستا خو باګرام کاروانه ډېر ياديږي
ستا له سندرو خدايزده ساندې اورم
يابه دې خيام کاروانه ډېرياديږي
****
دستا د دومره لوړ عظيم شخصيت
زه هر خوستي ته تبريکي وايمه
دوی دې پرې وياړي اوهم فخر کوي
داهر تڼي ته تبريکي وايمه
****
دستا سندرې پر سيکو منمه
خداى د مرګ له غاړې تل وساته
درته کومه لپې لپې دوعا
زړه کې ژوندى د خپل تکل وساته
****
ماښام کې رامې شي پوپى ملګرى
وايي کاروان چې مې خوښيږي د سو ما ګلونه
تر څو چې وه نه وايي بس دي اشنا
تر هغه زلفو به دې ږدمه زه رسا ګلونه
خوست ،يعقوبي
26\03\1382
مسطوره خاتمهبشپړ شعر ولولئ
مسطوره خاتمه
رحمن اله "رسا"
مسطوره خاتمه
ګله زه او ته به دواړه
کله خوب شم کله مينه
د تقدير فيصله ګورو
کله فقير کله غني شم
خاتمه مو د مسطوره
خو د ستا خبر چه واخلم
انديښنې مو د لاځوانې
کله ژاړم کله خاندم
زړونه هم خداى ځوان راکړي
عجبه خبره داده
د ځوانى سندرې وايي
له تقديره نه خبريږم
د مستى غزل يي هم زده
ګله زه او ته به دواړه
داچه زه پرې نه پوهيږم
د تقدير فيصله ګورو
زه حيران يم تر تقديره
خاتمه مو د مسطوره
ستا د زړه نه،نه خبر يم
ما هم تير دي يو څو کاله
اى! ته به هم زما په شان وې!؟
په غمونو په سندرو
که به سرې سترګې ته ګرځې!؟
د بيلتون په لويه خوله کې
که خندا به د په خوله وي!؟
د فراق بابا تر وره
که په زړه به د راورم !؟
د غني فقير په کور کې
لکه ته زما په زړه نې
عجبه زما تقدير دى
د باران په شان راورې
چه لا اوس پرې نه پوهيږم
ګله زه او ته به دواړه
خپل تقدير ته خيرانيږم
د تقدير فيصله ګورو
له تقدير ځيني ډاريږم
خاتمه مو د مسطوره
خپل تقدير ته خوشاليږم
کله ستړى اسويلى شم
خو خبر نه يم چه کله
باد مې ستا په لوري يوسى
اوڅه وخت به خبر راکړي؟
ستا د ښکلي عشق په بڼ کې
پر خيشت به وي لړلي؟
لکه شين طوطي ګرځيږم
که فراق به وي خواړلى؟
ستا پر عشق لړلي ښکلي
ګله زه اوته به دواړه
مقدس خيشت ته توسيږم
د تقدير فيصله ګورو
کله غم شم کله وير شم
خاتمه مو د مسطوره
جانباز مارکيټ ،خوست