د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمن اله "رسا" شعرونه

ډالــــۍ

دشعر د اسمان ځلانده ستوري پير محمد کاروان ته

شفق چې ورک چوپتيا خوره وره شي
د شپې ډالۍ کړمه کاروان ته غـــــزل
ورو، ورو يې د غزل تڼاکې پښې ښکلوم
د تحيل غاړه مې واچوي ګرېوان ته غزل
****
دستا شهيد شهيد لاروى راياد شو
ځکه مې اوښکې پر سادين خورې دي
بيا دې شپې خوب تښتېدلې چا ته؟
وينې پر مخ د پر يقين خورې دي
****
زه د چنار په بابا به څه ووايم
د ستا په زړه کې هم راشين دی چنار
بس دومره وايم يار د دنګ لکه وي؟
په خيشت لړلى به ښکلى ستا يار
****
دچا له سترګو د الهام اخيستى؟
بېړه کړه وايه ته په چاى پسې سندرې چې خورې
ما ته خو ووې نن يو دنګ ملګرې
تورې يې وايمه خواږه لکه شکرې چې خورې
****
چې طبعه خړى شي له ډېرو خلکو
غره ته ته دومرومې د اوښانو سره
سلام مې واخله په تلپاتې مينه
ستا د څېړې نښتر يارانوسره
****
لکه ظلمونه چې پرې شوي وي ډېر
ستا خو باګرام کاروانه ډېر ياديږي
ستا له سندرو خدايزده ساندې اورم
يابه دې خيام کاروانه ډېرياديږي
****
دستا د دومره لوړ عظيم شخصيت
زه هر خوستي ته تبريکي وايمه
دوی دې پرې وياړي اوهم فخر کوي
داهر تڼي ته تبريکي وايمه
****
دستا سندرې پر سيکو منمه
خداى د مرګ له غاړې تل وساته
درته کومه لپې لپې دوعا
زړه کې ژوندى د خپل تکل وساته
****
ماښام کې رامې شي پوپى ملګرى
وايي کاروان چې مې خوښيږي د سو ما ګلونه
تر څو چې وه نه وايي بس دي اشنا
تر هغه زلفو به دې ږدمه زه رسا ګلونه

خوست ،يعقوبي
26\03\1382

د شاعر نور شعرونه ←