پښتو ادب · شاعران
افتخار “سالک”
د افتخار "سالک" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
افتخار "سالک"
کله مرهم مې د زخمونو يې نظر
جوړ شي
کله راوګوري په زړه کې مې
پرهر جوړ شي
زه به تر عمره د دې خپلې شملې
خيال ساتمه
ښکته به يې نکړم ټيټيدو ته که
مې سر جوړ شي
د زړه په سيمه چې د فکر
بارانونه اوکړم
هرې خبرې ته مې ګورئ ترې ګوهر
جوړ شم
زما د ننګ او د غيرت قيصۍ ته
نۀ رسي څوک
ډېر لېوني که ستا د مينې ستا
د در جوړ شي
غزالې سترګې او سرې شونډې چې
يې وستايمه
"سالکه" ښکلى شان غزل ترېنه
اکثر جوړ شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
افتخار "سالک"
غزل
خياله د يار د رخسارونو سره
لوبې کوه
شابه تکړه شه د اورونو سره
لوبې کوه
بيا يې زلفان په سپين رخسار
باندې خواره واره دي
د سپرلي باده د لړونو سره
لوبې کوه
د يار ديدن که مې واعظه په
نازونو غواړې
په مېکده کې د جامونو سره
لوبې کوه
راشه بيا زړه په بې نيازۍ کړه
راله پاڼې پاڼې
لکه ماشوم غوندې ګلونو سره
لوبې کوه
د يار د سرو شونډو لعلونه چې
دې بايلل ځه اوس
د خپلو اوښکو د لعلونو سره
لوبې کوه
خود به "سالکه" درد نه څړيکې
تر اسمانه خېژي
چا درته وې چې د زخمونو سره
لوبې کوه