پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
غزل
خياله د يار د رخسارونو سره
لوبې کوه
شابه تکړه شه د اورونو سره
لوبې کوه
بيا يې زلفان په سپين رخسار
باندې خواره واره دي
د سپرلي باده د لړونو سره
لوبې کوه
د يار ديدن که مې واعظه په
نازونو غواړې
په مېکده کې د جامونو سره
لوبې کوه
راشه بيا زړه په بې نيازۍ کړه
راله پاڼې پاڼې
لکه ماشوم غوندې ګلونو سره
لوبې کوه
د يار د سرو شونډو لعلونه چې
دې بايلل ځه اوس
د خپلو اوښکو د لعلونو سره
لوبې کوه
خود به "سالکه" درد نه څړيکې
تر اسمانه خېژي
چا درته وې چې د زخمونو سره
لوبې کوه