پښتو ادب · شاعران
ميوند قرار
د ميوند قرار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
36 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند قرار
بـلا دى واخلمه شـوم تـا سره عـادت بـى حده
ځار او قربان دى شمه مه کړه محبت بى حده
د زړه جومات ته مى اوس نه راځي خوشحاله نه دى
يـو وخـت بـه ده پـه کى کولو عبادت بى حده
دا چـى فنکار يـمـه او حلک پـه هنـر پوهـه وم
پـه دغـه لاره کـى مـى کړى دى همت بى حده
چى به موسکا او سترګې دواړه څه اړيکې ساتي
نن يى په سترګو کى زيات شوى شرارت بى حده
اوس مى په ښار کى د خپل سيورى نه هم ويره کيږى
دا په دى وجه چى په ښار کى دى وخشت بى حده
قــراره اوس يــى هـيـرومـه خـو هـيـريـږى کله
څوک دى هـم نـه کوى د چـا سره الفت بى حده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند قرار
غجيب جواب او خاموشى خاموشى
اوښکې درياب او خاموشى خاموشى
څنګه خـامـوشه شـمـه سـتا په لـيـدو
لاس کى ګلاب او خاموشى خاموشى
اخير بـه څه له مـا نـه جـوړ شى وايه
مخ تــه کـتاب او خاموشى خاموشى
زخمک په لاس کى ورته خيال يوړمه
غيږ کى ربـاب او خاموشى خاموشى
پـه داسى ښار کـى کـوم ژونـد قـراره
ژوند مى غذاب او خاموشى خاموشى
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند قرار
ځيني سازونـه مـى د روخ غـذا ده
د ځيني ساز سره مى زړه خوږيږى
بغضى اواز زړه تـه سکـون ورکـوي
بغضى اواز سره مـى زړه خوږيـږى
زه يـى د زړه کور کى دنـنـه ساتـم
دغه يو راز سره مى زړه خوږيـږى
يو نيم عادت يى بلها خوند راکوي
د يو نيم ناز سره مى زړه خوږيږى
قـراره هغه يــو شيبه مـى د ژونـد
هـغـه انـداز سره مى زړه خوږيږى
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند قرار
پـه نمجنو شـيـشـو زړونـه جـوړومـه
د نـا لـيـدلې مـخ عکسونـه جوړومـه
کـلـه کـلـه ورتـه زه هـم پـه ژړا شــم
چى د خپل ژوند تصويرونه جوړومه
اى غـربـتـه په ما څه کاني دى وکړى
بـت پرست نـه يـم بـتـونـه جـوړومه
تـور ټـوپـکـه نـور د ستنې مـاته ومه
نـور کـوښښ کړم قلـمونه جوړومه
دغه يو عادت مى خپله ځان کى خوښ دى
چى پـه هر زړه کى ځـايـونه جوړومه
هـسې زړه مـى پـسې وخـوړو قــراره
هسې خيال کى تير وختونه جوړومه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند قرار
19مارچ دى فرخندى نيټه وه روح ښاد
ستا په ښايست ستا په جمال باندې مى زړه درد کوي
وينې بهيږې روان کال باندې مى زړه درد کوي
دا ستا چينار چينار ځواني د هيرولو نه ده
لا مى هير نه دى په مشال باندې مى زړه درد کوي
فرخندې ستا په نوم يۍ څلي او واټونه جوړل کړل
خو د زينب وړي په شال باندې مى زړه درد کوي
خلک د امن نغمې وايى خو مزه نه کوى
سور پکې نشته دى او تال باندې مى زړه درد کوي
اوبال اوبال دى په اوبال باندې مى زړه درد کوي
هى هى پښتونه ستا په حال باندې مى زړه درد کوي
ټال يۍ همغسې ټالۍ وهې قرار يى نشته
په دغه بيره دغه ټال باندې مى زړه درد کوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند قرار
پۀ اسمانونو کښې الوات له مانه نۀ هېريږي
ته چې دۀ زمکې تلې اوچت له مانه نه هيريږي
زۀ بۀ ټوټې ټوټې وجود خیر دى څادر کښې ټول کړم
خو ستا نيمګرى محبت له مانه نه هيريږي
زما کۀ زړۀ پۀ څېر د کاڼې پۀ سينې کښې هم شو
ستا د څهرې معصوميت له مانه نه هيريږي
د اوښکو ډکې ډکې سترګې او په شا شا کتل
قیامت بۀ څۀ وي دا قیامت له مانه نه هيريږي
د خپل خاموش نظر په شور دى څو څو ځله مړ کړم؟؟
دغه یو سوال ئې مصیبت له مانه نه هيريږي
په خوله خندا او بيا په سترګو کې د اوښکو راتلل
قراره ستا د يو عادت له مانه نه هيريږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند قرار
په شين ماښام د اضطراب خبرى نه دي پکار
لا شين ماښام دى لا د خواب خبرى نه دي پکار
ويل يى وايه ليونې زړه درنه څه څه غواړى
ما ويل د زړه خانه خراب خبرى نه دي پکار
ته له تکراره ستړې شوې زه له شماره ستړى
ستا د واعدو او د حساب خبرى نه دي پکار
ياره پريده چې هغې څه ويل او ما څه ويل
ياره پريده د سوال جواب خبرى نه دي پکار
زما رقيب زما په دغه خاطر ډير خوښيده
د دى ظالم د انتخاب خبرى نه دي پکار
ما که نظر ته خمار سترګو ته شراب ويل
پکې بيخي د دى جناب خبرى نه دي پکار
بدرنګه خلک بدرنګ ښار دى او بدرنګې کيسې
راځه راځه دلته ناياب خبرى نه دي پکار
ولې؟ زما ټول ارمانونه شو نمګړي پاتې
راځه تيريږه په دى باب خبرى نه دي پکار
مطربه ځار دغه نغمه ما لرى لرى بيايي
په خاموشۍ کې د رباب خبرى نه دى پکار
په خوله خندا سترګو کې اوښکې د قرار عادت دى
په نيمه پوى شه يو کتاب خبرى نه دي پکار
کتاببشپړ شعر ولولئ
کتاب
ميوند قرار
نن زما ورځ وه خو زه ډير خفه وم
تاسو زه وسيزلم
زه مو لمبه لمبه کړم
زه مو ټوټې ټوټې کړم
زه مو ايره ايره کړم
نن زما ورځ وه خو زه ډير خفه وم
نوره مې هر ځې کې لمانځنه وشوه
زما ستاينه وشوه
په ما خبرى وشوى
زه يى رڼا وګڼلم
زه يې سبا وګڼلم
زه يې ښکلا وګڼلم
زه يى مېنه وګڼلم
ګلاب يى وګڼلم
د ژوند يو ښه ملګرى
کتاب يى وګڼلم
نن زما ورځ وه خو ډير خفه وم
تاسو زما لمانځه ونه کړله
تاسو زما ستاينه ونه کړله
رڼا مو ونه ويل
سبا مو ونه ويل
ښکلا مو ونه ويل
مېنه مو ونه ويل
ګلاب مو ونه ويل
د ژوند يو ښه ملګرى
کتاب مو ونه ويل
نن زما ورځ وه خو زه ډير خفه وم
ما ويل دى نورو په شان
تاسو به هم زما لمانځنه کوى
ما به د ژوند يو ښه ملګرى ګڼې
خو داسې ونه شوله
تاسو زه وسيزلم
تاسو ايره ايره کړم
تاسو زما په وجود
د انسان وېنه شيندې
ما په بم الوزه وى
زه مو سکاره سکاره کړم
زه مو لمبه لمبه کړم
له تاسو ټولو نه منننه کوم
تاسو مې ډيره ښه لمانځنه وکړه
تاسو مې ډيره ښه لمانځنه وکړه
سولهبشپړ شعر ولولئ
سوله
ميوند قرار
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله
پخوانې غنى دى ياد دى
ليونى غنى دى ياد دى
اوسنې غنى خو ګورى
دا خو تا ته دى بى قدره
ته يۍ نامه يو چا ته واخله
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله
د نفرت خوبونه پريده
د وخشت خوبونه پيريده
نورى خويندې ازار نه کړى
نورى ميندې بوري نه کړى
د هر چا نه دوعا واخله
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله
شاعران شو درته ستړى
ليکوالان شو درته ستړى
ته د امن په نغمو کله پوهيږى
فنکاران شو درته ستړى
خداي د پاره د هر څه نه معنا واخله
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله
دا اواز زما نه شى اخستلې
که زما په خوله لاس کيدى دلته بل درته غږيږى
دا متل دى لمر په ګوتو نه پټيږي
سر مې ځار شه د کلتور او د فرهنګه
راشه راشه دا سا واخله
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله
ستا په لاسو کې باورد دى
زما لاسو کې ګلاب دى
ستا به زغره وى ملګرۍ
خو ملګرې مى کتاب دى
د اوږو نه ټوپک کوز کړه
دا رباب دى ته دا واخله
په تيارو باندې ميئنه راشه خوند د رڼا واخله
ژوند د فلم يو صحنه وهبشپړ شعر ولولئ
ژوند د فلم يو صحنه وه
ميوند قرار
زه د دى فلم هلک وم
په زړه باندى ډير کلک وم
او د ګل په شان نازک وم
په همزولو کى ملک وم
قرار مى تخلوص وو
او ميوند زما نامه وه
ژوند د فلم يو صحنه وه
زه د هر چا مسيخا وم
د هر چا درد ته دوا وم
په خندا کى په خندا وم
په ژړا کى په ژړا وم
د ماشوم سره ماشوم وم
د بوډا سره بوډا وم
د هر چا زړه مى ساتلو
خو بيا هم دا زمانه رانه خفه وه
ژوند د فلم يو صحنه وه
شاعرۍ سره مى شوق وو
زندګۍ سره مى شوق وو
د محنت سره مى شوق وو
د خوارۍ سره مى شوق وو
د رحمان سره مى شوق وو
د حمزه سره مى شوق وو
د غنې سره مى شوق وو
په شعرونه کى پرته يۍ فلسفه وه
ژوند د فلم يو صحنه وه
زما ځان ته دونياګۍ وه
زما ځان ته ٶ خيالونه
زما ډير ٶ ارمانونه
که په کار کى که په لار کى وم
خو په ذهن کى هغه وه
ژوند د فلم يو صحنه وه
فلم سر د خندا وي
مينځ کى خيال وي
يو تصوير وي يو کمال وي
څو صحنه وي درده ونکى
څو صحنه وي خندونکى
او اخيره کى ژړا وي
خو جينۍ په کى ښايسته وه
ژوند د فلم يو صحنه وه
اخ چى کله شوم بى وروره
زندګي مى شوه بى شوره
مور مى هم درپسې مړه شوه
ته خبر يۍ کنه وروره
زه اوس ګرځمه بى کوره
په ژوندون کى مو تياره ده
نه رڼا وه نه ډيوه وه
ژوند د فلم يو صحنه وه
هغه ورځ راته ياديږى
هغه شيبه مى نه هيږى
هغه کال هم راته ياد دى
هسپتال هم راته ياد دى
ستا په خوله چى اکسيجن وو
چا ويل چى دا ښه کيږى
چا ويل چى دا جوړيږى
حلک ټول درنه چاپير وو
ډاکټران هم بلها ډير وو
هغه ماشين يو دم زنګ شروع کړو
ستا فشار وو صفر شوى
ستا د زړه خرکت نه وو
ډاکټرانو ويل مړ شو
خدايه ما سومره بى واره چيغى وکړى
ما دا يو چيغه اخيره پورى وکړه
زما خوله باندى نه نه وه
ژوند د فلم يو صحنه وه