د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند قرار شعرونه

غزل

بـلا دى واخلمه شـوم تـا سره عـادت بـى حده
ځار او قربان دى شمه مه کړه محبت بى حده

د زړه جومات ته مى اوس نه راځي خوشحاله نه دى
يـو وخـت بـه ده پـه کى کولو عبادت بى حده

دا چـى فنکار يـمـه او حلک پـه هنـر پوهـه وم 
پـه دغـه لاره کـى مـى کړى دى همت بى حده

چى به موسکا او سترګې دواړه څه اړيکې ساتي
نن يى په سترګو کى زيات شوى شرارت بى حده

اوس مى په ښار کى د خپل سيورى نه هم ويره کيږى
دا په دى وجه چى په ښار کى دى وخشت بى حده

قــراره اوس يــى هـيـرومـه خـو هـيـريـږى کله
څوک دى هـم نـه کوى د چـا سره الفت بى حده
د شاعر نور شعرونه ←