پښتو ادب · شاعران
ميوند درځار
د ميوند درځار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
په لار نشو نو ځکه لارې لارې شو وطن
له ډېرو ارزوګانو سره خاورې شو وطن
ناشکره وو د خدایپه نعمتونو باندېموږ
اوسوګوره چېداسې په نهارېشووطن
په وینو او سرونو باندې نشو د هیچا
خو خرڅ په کاغذونو د کلدارېشو وطن
هر درد به یې سندره کړو هر آه به یې سُرونه
زموږ د شاعرۍ د سندرمارې شو وطن
رنګ اړوي نعرې او بیرغونه د لښکر
شهید د آزادۍ پهنوم څو وارې شو وطن
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
دوه ورځې ژوند به دې راکړی بې پوښتنې و
ما به هم څوک پکې نیولی له لمنې و
چې بې سببه مرور یې خدای دې مل شه نو
که نه بل هر کار دې جانانه د بښنې و
نه زما زړه اوس هغه درد لري چې مخکې و
نه هغه خال شته دی چې تا ایښی په زنې و
هغه وطن چې هواګانې یې سندرې وې
له جنګ نه وروسته لوټې لوټې، غنې غنې و
درځاره! بیا دې مخ ته هم راته و نه کتل
دومره عذاب زما د کومې تېروتنې و؟