د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند درځار شعرونه

غزل

په لار نشو نو ځکه لارې لارې شو وطن

له ډېرو ارزوګانو سره خاورې شو وطن

 

ناشکره وو د خدای‌په نعمتونو باندې‌موږ

اوس‌وګوره چې‌داسې په نهارې‌شو‌وطن

 

په وینو او سرونو باندې نشو د هیچا

خو خرڅ په کاغذونو د کلدارې‌شو‌ وطن

 

هر درد به یې سندره کړو هر آه به یې سُرونه

زموږ د شاعرۍ د سندرمارې شو وطن

 

رنګ اړوي نعرې او بیرغونه د لښکر

شهید د آزادۍ په‌نوم څو وارې شو وطن

د شاعر نور شعرونه ←