د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ميوند فدا

د ميوند فدا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند فدا

زه په هېچا پسې هم نه کوم ماتم صنمې

زه شرابي یم ماته مات دی همېش غم صنمې

 

عاقلې مه چېړه په هوش کې د جنون خبرې

لا ماښام شته لا ماسخوتن لا صبحدم صنمې

 

د ارواښادو یاد به تل وي په طبله او باجه

مړي یادېږي د لیمو په یو خورد نم صنمې

 

ته هم سهار یې زما هم مې یې ماښام د ژوندون

ستا په سرو شونډو تورو سترګو مې قسم صنمې

 

ته جنتي معجون د خپلو شونډو مه سپموه

فدا راوړی کباب زړه له جهنم صنمې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند فدا

ما وې پیاله که پوره ډکه شي بهتره به وي

وې الوته دې که په ځمکه شي بهتره به وي

 

ما وې ښه نه ده چې په زړه مېخونه ټک وهمه

وې که دا شی د باد بڼکه شي بهتره به وي

 

ما وې ښه نه ده چې ټول ژوند شي یو ماښام د وصال

وې زندګي که لا چابکه شي بهتره به وي

 

ما وې ښه نه ده چې دې لا ټینګه کړم زړه سپک کړمه

وې دا سېنه مې که لږ سپکه شي بهتره به وي

 

ما وې ښه نه ده چې فدا شي سپېلنی درته ټول

وې د لوګو کېسه که ورکه شي بهتره به وي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند فدا

د منصبونو لالچونو قامتونه ړنګ کړل

د سرمایې توفان د مینې منارونه ړنګ کړل

 

څو مقدسو کلیمو مو ګلکڅونه لوټ کړل

څو مقدسو کتابونو جنتونه ړنک کړل

 

د رابطو په نوم عصري ټېکنالوجۍ له مونږه

د روابطو خوږلنۍ او ارزښتونه ړنګ کړل

 

د قامپالنې په دې تنګه حلقه ناستو خلکو

د پرمختګ په نوم د مخکې تللو پلونه ړنګ کړل

 

د چا چې زر سېلابه وینه هم په کار وه فدا

مونږ یې وروستی تمځای که ډېر یې وطنونه ړنګ کړل

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند فدا

ستا په څه چې اعتقاد دی

زما سخت پرې انتقاد دی

 

زما سر له سوالیو ډک

ستا دویم ځواب جهاد دی

 

ستا تعاون ته به حاضر وای

خو تا کوږ اېښی بنیاد دی

 

له سرکاره تر باغیانو

دلته هر سړی جلاد دی

 

ځمه ځم بشر اباد ته

ځناورو کې بېداد دی

 

کاینات زما وجود دی

ټول جهان زما هېواد دی

 

په هغه ځمکه مین یم

چې مې زړه پکې اباد دی

 

ستا د هر څه مخالف یم

ستا تر څنګه ژوند برباد دی

 

ته د یو رنګ بندګي کړې

ما رنګونو کې رنګ ښاد دی

 

ستا له خیره یې توبه شوه

ستا له سپو فدا ازاد دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند فدا

په هر زړه خېژولې دي پولۍ بې ننګه جنګ

له درد سره پاللې دي خپلوۍ بې ننګه جنګ

 

نه تمه د طلوع، نه انتظار شته د غروب

کړې دومره بې باوره زندګۍ بې ننګه جنګ

 

طاووس پکې ذلیل دی او ټپوس پکې باتور

اوس نرخ ټاکي د ننګ او بې ننګۍ بې ننګه جنګ

 

هر قوم پیرو د امن، هر سړی د ژوند په خوا

پښتون ته تاوه کړې ده لکۍ بې ننګه جنګ

 

دا خلک د اتڼ وو، د ټپو وو او د ډهول

فدا اوس رواج کړي نعت خوانۍ بې ننګه جنګ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند فدا

ژبه بې پروا وړم نېغ نظر وړمه

ژونده څه بې باکه دې په سر وړمه

 

ته د لبرېز جام غوندې را ړنګه یې

زه به قدم څنګه برابر وړمه

 

نه د روغتون نه یم میخانې ته ځم

درد وړمه پرهر وړمه ځیګر وړمه

 

ټوله لار دې اور وي خو منزل ته شه

بیا به حادثو ته سېنه سپر وړمه

 

خپلې حافظې فدا کچه کړمه

پاڼه یم احسان د سمندر وړمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند فدا

ستړی له غزلو یم، ستړی له سندرو یم

ستړی یم له جام و می، ستړی له وزرو یم

 

چاته سړی ووايي، څوک له جنګه ستړي دي؟

ستړی له زاریو یم، ستړی له خبرو یم

 

هر غر دی سنګر سنګر، هر کلی د جنګ اډه

ستړی له چناره یم، ستړی له نښترو یم

 

څوک که زما حال پوښتي، دوه ټکيه ځواب لرم

ستړی له ټوپکو یم، ستړی له خنجرو یم

 

رنګ دې شه پیکه فدا، مست دې مه شه نور قلم

ستړی یم له جام و می، ستړی له دلبرو یم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند فدا

یو چې د زلفو نڅول غواړې له زړه یې غواړې

بل چې زما زړه قتلول غواړې له زړه یې غواړې

 

ستا په دروغو کې دا یو ټکی رښتیا منمه

ته چې زما دوکه کول غواړې له زړه یې غواړې

 

دا چې هجران کې ته تنګېږې هغه خدای خبر دی

خو چې وصال کې تنګول غواړې له زړه یې غواړې

 

یار؛ د توبو په ماتولو کې تل زړه نا زړه یې

خو د وعدو چې ماتول غواړې له زړه یې غواړې

 

د بل د نه ازار له وجې په خلوت مین شوې

فدا چې ځان ازارول غواړې له زړه یې غواړې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ميوند فدا

د ژوندون له طنازۍ ځیګر څېرلی

یم له دې دغلبازۍ ځیګر څېرلی

 

له اوبو ګوټ د شرابو په شوق وکړم

د بدن له ناسازۍ ځیګر څېرلی

 

د میږي په دود له ځانه درنې وړمه

زه له دې یکه تازۍ ځیګر څېرلی

 

چې غلام یې د هر ناز کړمه نیاز دی

څوک به وي له بې نیازۍ ځیګر څېرلی

 

حماقت دی په ځان لوبې د بل سود ته

فدا تل له جانبازۍ ځیګر څېرلی

سرې کرښېبشپړ شعر ولولئ

سرې کرښې

ميوند فدا

زما د فکر او د لید ازادي

زما د “نه”

او د تنقید ازادي

زه ازادي د خپلو سترګو غواړم

خپلو غوږونو ته

او ژبې ته اختیار غواړم

که زه فریاد اورم

که شور او که خندا اورم

که زه نغمې د بلبلانو که ژړا اورم

که زه غږېږم

که سندرې وایم

که زه نڅېږم که سجدې کومه

که زه ویښتانو ته تېلی وهمه

که ترې ګېډۍ جوړوم

زما د مخ

زما د تن

زما د خوښې مربوط.

*****

زما لاسونه دې څوک

نه راتړي

د خپل جنت او د محشر په پار

د چا د نهی

او د امر زه محتاج نه یمه

نه د دوزخ سبب یم

نه د جنت ګډوری

زما په پښو دې زولنې د ګناه نه وي پرتې.

*****

زما سره کرښه

د دې ویړ جهان پر مخ خندا ده

زما ارمان

پر ځمکني جنت د عشق متاع ده

زما د ټولو

ټولو کرښو حد دغه دی

چې د یتیم

او د مزدور په سر کې

دغه ارزو سر شي

چې په مړه خېټه او ګرم بستر

اندام اندام ویده شي.

*****

زما بچو ته دې کتاب د ساینس او فن ورسي

ورته دې ژوند ورسي

هر یو دې

هر هر سهار

خپله ادې مچو کړي

او د خپل پلار له غېږ دې وږم واخلي.

*****

دا مې سره کرښه ده په هر مضمون کې

د دنیا هر قانون کې

چې د حیا په پلمه

د حجابونو په نوم

د ګنانوهونو په نوم

د دوزخونو، جنتونو په نوم

زما له پېغلو دې سینګار نه تروړي

ترې دې اوږۍ، نتکۍ او هار نه تروړي.

*****

زما سیتار دې بې نغمو نه وي

د طبلې

مسته څرمن

دا زبردسته څرمن

بیا د برچو د خوراکونو نه شي

د هارمونیې

دا تورې سپینې تڼۍ

بیا د هیچا

له لاسه

په خاورو خړې نه شي

په غم ککړې نه شي

له ګوتوستړې مه شي

رباب دې وترنګېږي

شپېلۍ دې وغږېږي

پایزېب دې وشرنګېږي

د سندرغاړو مرۍ مه شه تربت

په یاقربان او یکه زار دې قدغن نه لګېږي.

*****

زمونږ د ژوند او د وطن واک دې

د دې رنګینې جغرافیې د هر وګړي حق وي

د دین یا قوم په نامه

د رنګ یا ژبې پر سر

د جنس، نژاد له وجې

نه دې تحقیر نه معتبر وي څوک

نه دې څوک کوز او نه دې بر وي څوک.

*****

هر څوک دې کار لري په خپله ساحه

ساقي ته بویه

میکده کې اوسي

طبیب دې خپله چپن صافه ساتي

ملا دې پالي

د جومات او د محراب کونجونه.