پښتو ادب · شاعران
شفیقه خپلواک
د د اغلي شفیقه خپلواک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
شفیقه خپلواک د محمد اکرم خپلواک لور چې په د پکتیا ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې زیږیدلې او په ٢٠١۴کال کې یې د رابعې بلخي له لیسې څخه خپل د دولسم ټولګي سند تر لاسه کړی.
نوموړې د پښتو ژبې تکړه شاعره او لیکواله ده. څلور کاله کیږي چې د میرمن بهیر غړې ده. اوس مهال بي بي سي ته کالم لیکي او په خپلو لوړو زده کړو بوخته ده. دوې شعري ټولګې یې چاپ شوې چې یوه یې (چې لاس دې نه راکاوه) او دوهمه یې ( باډيوې څارمه) نومیږي. هغه د خپلې لیکوالۍ او شاعرۍ په اړه وایي:
دې وروستیو کې مې څو خاطرې هم ولیکلې او شاید نورې هم ولیکم. اوس چې مې نثر کې هم لاس روږدی شوی؛ شعر ډېر شخصي او ځانګړې لیکنه راته ښکاري. فکر کوم چې باید په ځانګړو احساساتو او موضوعاتو ولیکل شي. عموما د ټولنیزو موضوعاتو د یادولو او خوندي کولو لپاره له نثره کار اخلم. تل مې هڅه کړې لیکنې مې د ژوند او هیلو پېغام ولري
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
لیرې مه ځهبشپړ شعر ولولئ
لیرې مه ځه
د اغلي شفیقه خپلواک
لیرې مه ځه، حتا یوه ورځ، ځکه...
ځکه... نه پوهېږم څرنګ یې ووایم؟ یوه ورځ؟
یوه ورځ ډېره اوږده ده، او زه به تاته منتظر یم
په خالي تمځای کې
چې اورګاډي به یې بل ځای کې ویده وي
ما مه پرېږده، حتا یو ساعت هم، ځکه...
د درد واړه څاڅکي به سره یوه ځای شي
لوګی چې لوری یې ورک کړی
زما زړه کې به کور ومومي
اه! ستا سیوری دې هېڅکله د سیند په غاړه نه ورکېږي او
سترغلي دې فاصلو کې وانه لوځي
زما مینې!
ما د یوې شېبې لپاره هم مه پرېږده
همدې یوې لحظې کې به ډېره لیرې لاړه شې
زه به سرګردانه شم
پوښتم به:
ته به بېرته راشې؟
یا به مې پرېږدې
چې دلته یوازې ومرم؟
پبلو نېرودا
ژوندبشپړ شعر ولولئ
ژوند
د اغلي شفیقه خپلواک
ستا ژوند ستا دی
هېڅکله یې
هېچا او هېڅ سره هم مه سکښته
حواس ویښ ساته
د باندې ډېرې لارې دي
چېرته به کوم ځای کې رڼا هم وي
ښايي ډېره رڼا نه وي
خو تیاره به تتوي
حواس ویښ ساته
خدای به په بیا، بیا چانس درکړي
وې پېژنه
وې نیسه
ته له مرګه نشې تښتېدای
خو ژوند کې کله، کله ماته ورکولی شې
او څومره چې دا زده کوې
هغومره به رڼا ډېرېږي
ستا ژوند، ستا دی
له دې مخکې چې وې بایلې
پر پوه شه
تا کې حیرت او هیجان نغښتی
او
خدای غواړي خوشحالي درپېرزو کړي
ستا ژوند ستا دی
له دې مخکې چې وې بایلې
پرې پوه شه
چارلیز بوفسکي
تکراربشپړ شعر ولولئ
تکرار
د اغلي شفیقه خپلواک
حس کوم یې
چې تکرار شوم
د کتاب تکرار مضمون
په بیا، بیا دې وي لوستلی
تازه زړه یې در وهلی
او کنجکاو ذهن ته هېڅ نه درکوي
زه تکرار شوم
لکه څاڅکي د باران
چې لومړي ته رغوي نیسې
خو وروستي دې تنده نه راپاروي
تکراري یم
لکه څو رنګه تابلو
په لومړي نظر باڼه نه رپوې
خو چې هر رنګ در مالوم شي
بیا مخ نه ور اړوې
زه تکرار شوم
لکه فکر د ستومانه
چې په نویو پسې نه ځي
لکه پلونه د مرغه
د سیند په غاړه
تکراري یم
لکه لمر چې په یوه لوري راخېږي
په یوه لوري ډوبېږي
په اسمان کې راویښېږي
په دې غرونو پناه کېږي
زه تکرار شوم
لکه کرښې د اورګاډي
په دې یوه لاره دي تللي
مسیر نه نوی کوي
حس کومه!
تکراري شوم
چې غږ واورې
هېجان دې نه پارېږي
نوم مې اورې
تلوسه دې نه ویښېږي
راته ګورې
نوي څه نه درښکاريږي
حس کومه
حس کومه
ورځ تر بلې تکراري یم
ورځ تر بلې تکرارېږم
او ستا هم نه زده چې څرنګ؟
سترګې نوې، دید بدل کړې...
تازه هوابشپړ شعر ولولئ
تازه هوا
د اغلي شفیقه خپلواک
زه مې ډېر وخت په څرمن کې نه ځایېږم
زما فکرونه راته ډېر کله واړه وي
وینم خوب، خو یې مانا خورا محدوده
مغز مې نه تعریفوي، حیران مې زړه وي
زه ډېر وخت غواړم پوستکي نه جلا شم
دې کمیس کې مې ارواح وي تنګه شوې
د شاعر تخیل غېږ راته وړه شي
په دې لویه لار مې ساه وي لنډه شوې
ډېر وخت ځمکه راته بې کړکۍ کوټه شي
زړه مې ونیسي دیوال رانه چاپېر کړي
ډېر وخت لوی سمندر یو څاڅکی راښکاري
سپوږمۍ سپین داغ شي او ستوري رانه هېر کړي
ډېر وخت دومره شمه ستره، لمر کوچنی شي
د اسمان پراخ ټټر شي راته موټی
اغېز نه کړي که سېګار پسې سېګار وي
یا مې شین شي په لمن د بنګو بوټی
زه مې ډېر وخت په څرمن کې نه ځایېږم
زه ډېر وخت له ځان سره هم نه جوړېږم
زه ډېر وخت خپله ارواح کې نه ټولېږم
زه ډېر وخت له لوی اسمانه هم لویېږم
ته چې زړه دې دی، ما وساتې کوټه کې
ما انځور کړې یوه ماته اینه کې
یا مې ونې غوندې وکرې انګړه کې
یا مې ژوند واړه محدود تر دیواله کې
ته چې زړه دې دی، ما څه ساده تعریف کړې
پر تندي باندې مې کرښې زرغونې کړې
ژوند همدا دی له کړکۍ د باندې ګوره
نه به ورځې مستې، نه به شبې رڼې کړې
څه اسانه، د اخلاقو ځنځېر راکړې
چې په تکه سپینه غاړه مې زنګېږي
څه اسانه ګناه ګرده رانه تاو کړې
لکه ستنې مې په سترګو ټومبل کېږي
عجیبه ده! څه ساده دې یم موندلې
ته خبر یې تخیل مې چېرته ناڅي؟
ته خبر یې چې مې فکر کوم ډنډ نه دی
له خوبونو مې راڼه څاڅکی راڅاڅي
زه هوا یمه، تازه هوا د مني
کله، کله مې څرمن کې هم تنګېږم
زه به ستا په محدود فکر څه تعریف شم؟
زه دا ستا وړو کیسو کې نه ځایېږم
جنګ ته مه ځه!بشپړ شعر ولولئ
جنګ ته مه ځه!
د اغلي شفیقه خپلواک
جنګ ته مه ځه، جنګ کې څه دي؟
د دوه سترګو ړندېده دي
د معصوم زړه درېده دي
تورو تېږو ته کاته دي
د خاټولو قتلېده دي
د بابریو وچېده دي
د شنو پاڼو رژېده دي
د مرغیو پریواته دي
د ازغیو ټوکېده دي
جنګ ته مه ځه، جنګ کې څه دي؟
جنګ ته مه ځه، جنګ به ونشې زغملی
جنګ کې سور کتاب سیځلی
جنګ کې تور قلم مات شوی
جنګ کې سپين زلمی سکاره دی
جنګ کې پېغله نغمه ګونګه
جنګ کې یو ښامار راویښ وي
جنګ ته مه ځه، جنګ کې یو ښامار راویښ دی
چې له خولې یې لاړې څاڅي
او له بدو سترګو وینې
څه اوږده وي نوکونه
څه تېره یې وي غاښونه
د ماشومې توتکۍ وزرې ژووي
د بوډۍ د تندي خال یې په خوله کړی
د وطن د غرو لمنې یې داغلې
په ځنګلونو یې سکروټې ورولې
او سیندونو ته یې سرې وینې شېندلې
جنګ ته مه ځه، جنګ کې څه بې له ښاماره؟
چې رګو کې یې د خوړ اوبه روانې
ښاپېرۍ یې بنديوانې
د انسان په هډو شخوند وهي لګیا دی
یو په بل پسې له وږي ستوني تېر کړي
تور لورګی یې تنفس کې راویښېږي
دا تازه هوا وژلې
دا ښامار چې سیوری نه لري، نېمګړی
د وطن د قامت ونه لمبه غواړي
دا ښامار چې یې رڼا په سترګو شپه کړي
ځکه ستوري، ستوري، ستوري ایره غواړي
طلايي ذرې یې سوې
د لمر وړانګې ټولې کړې
په دې تکه توره شپه کې
د وطن د مور پلو ورڅیرې کړی
خوږمن تن یې شپېلوي
او یوازې څو داغونه ورپرېږدي
که ته ځې، جنګ کې ښامار دی
چې یو وارې یې وحشي نوکانو لمس کړې
بیا به ته هم د وطن مور قتلوې
بیا به ته هم نه مړېږې
بیا به ته هم ریدی وژنې
بیا به ته هم د مرغیو لشې زبیښې
دا رڼې اوبه به تورې اینې کړې
په ډبرو به د مینې د ګل شپې کړې
بیا به ته هم د لمر مخې ته درېږې
او رڼا به ددې خلکو له زړو واخلې
نوټ: دا شعر چې مې بشپړ کړ، حس مې کړه د استاد مجروح له ځانځاني ښامار نسبتا متاثر شوی.
ملګریبشپړ شعر ولولئ
ملګری
د اغلي شفیقه خپلواک
زما ملګریه! زما لمر ملګریه
زما د شپې زما د سحر ملګریه
له ستړو سترګو مې ګردونه څنډې
تورې ارواح ته څراغونه راوړې
ته مې رګو کې تازه وینه غواړې
ګرده لمن مې ګلورینه غواړې
د جنګ په ښار کې مې موسکا کې نغاړې
له دې تیارو مې په رڼا کې نغاړې
ازغي مې یو، یو له پلو ټولوې
ما په پسته غېږ کې د ګل ویدوې
لوېدلی کور مې د باور جوړوې
د ډاډ مرۍ مې په ټتر ځړوې
له دې محدودو تعریفو مې باسې
له قیوداتو دایرو مې باسې
ملګریه پاڼې او کیسې راکوې
دا شګې، پلونه او څپې راکوې
وزرې راکړې زرزري وزرې
سترګو کې ټولې کړې زما سندرې
ته راته غوږ یې اندیښنې مې اورې
ترخې خبرې او غوسې مې اورې
ته ماته ګورې چای دې سوړ شي درنه
زما به څرنګ زړګی موړ شي درنه؟
زما ملګریه! ته د لمر له ذاته
هیلې ویدې مې ویښوې راته
خړې هېندارې ځلوې راته
دښته د زړه مې غوړوې راته
زندګي بیا راګرځوې راته
خوښي پلو کې شنه کوې راته
سترګې دې غبرګې اړوې راته
جوړه لاسونه ستنوې راته
ژوند مې د ګل له ذات کوې راته
دښته د زړه مې غوړوې راته
زندګي بیا راګرځوې راته
زما ملګریه! زما لمر ملګریه
منم تیاره به مو ځلا تتوي
شپه به خپړې په موږ ولګوي
زموږ رګونه به جلا کړي سره
دا روان پلونه به جدا کړي سره
خو لکه لمر به بېرته سر هسکوو
دا ورکه لاره به پخپله مومو
څنګ به د یو او بل خالي نه پرېږدو
په خپلو پښو کې به ازغي نه پرېږدو
زما ملګریه زما لمر ملګریه
زما د شپې او د سحر ملګریه
څنګ به د یو او بل خالي نه پرېږدو
په خپلو پښو کې به ازغي نه پرېږدو
عذاببشپړ شعر ولولئ
عذاب
د اغلي شفیقه خپلواک
ته مې ځان یې!
زه دې نه یم؟
اها نه یم!
څه عذاب!
ته مې ځان یې!
خو خبر یې؟
چې زما ارواح دوزخ ده!
ته مې ځان یې
زه پوهېږم
ستا پوستکی
زما په رغیو بخۍ شوی
ستا کبۍ سترګې
زما د ټټر ډنډ کې
ستا فکرونه
ستا خوبونه
ارمانونه
زما د ذهن
هره لویه او وړه خونه کې ناڅي
ته مې ځان یې
راته ګوره
زما په ولیو ستا انځور دی
زما د ګوتو له سرونو
ستا د نوم ټکي څڅېږي
ته مې ځان یې
زه پوهېږم
ما چې خپل روح پېژندلی
زه له ځان سره په جنګ یم
ما چې تاته وکتلو
زما زړه او زما ذهن
په توده جګړه اخته دي
ته مې ځان یې
زه د ځان غوندې
د تا له نومه تښتم
خو پل نشم اخیستلی
دواړه پښو کې مې ځنځېر
د څرمنې غوندې زما له تنه تاو یې
له تانه نشمه وتلی
زه پوهېږم ته مې ځان یې
تا د ځان غوندې زغممه
یو ژور عذاب پالمه
ته یې نه احساسوې
لکه زما د ځان حجرې
ته له ماسره خو زما له څنګ ورک
ته په ما راټول
خو سترګې دې بل لور
ته مې ځان یې
زه ځان نشم خپلولی
زه مې خپل ټټر داغمه
زه مې خپل روح سوځومه
زه له خپله ځانه، ځان پناه کومه
زه له تا هم لمر خاته ته مخ کوم
خو دا دوه تیښتې به څرنګه کومه؟
ته مې ځان یې زه پوهېږم
زه ستا نه یم؟
اها نه یم!
څه عذاب!
محرومیتبشپړ شعر ولولئ
محرومیت
د اغلي شفیقه خپلواک
زه د داسې خاورې لور یم
د ډېوو ژوند یې په وینه باندې پایي
او سپوږمۍ تر مروره
ستوري هم نه پکې ناڅي
له میینو سترګو هم
د وحشت بڅري څاڅي
زه د داسې خاورې لور یم
چې له ګل نه یې څوک ګرد څنډلی نه شي
د ابۍ له زوړ پلو نه
څوک ازغي ټولوی نه شي
زه د داسې خاورې لور یم
چې په شپه کې ملایکې
د هغه ټوپک له ویرې
چې د پلار سر ته مې ایښی
زما خواته نه را درومي
زه د داسې خاورې لور یم
د لاټین تته رڼا مې
په دیوال سیوري راجوړ کړي
د ماشومو سترګو موج مې
له دې سیوريو نه
د ډار څو چېغې وکړي
خو ادکه مې زما د نیا له شرمه
ما په غېږ کې نیوای نه شي
زه د داسې خاورې لور یم
چې د کال دو اخترو کې
پلار زما وړکي ورور ته
رنګارنګ ټوپکي اخلي
وايي:
پرې سترګې یې سرې شي
او د نخښې ویشتل زده کړي
زه د داسې خاورې لور یم
چې د بم او ماین له ویرې
ما له خټو نه
نانځکې جوړې نه کړې