د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلي شفیقه خپلواک شعرونه

ژوند

‎ستا ژوند ستا دی

‎هېڅکله یې

‎هېچا او هېڅ سره هم مه سکښته

‎حواس ویښ ساته

‎د باندې ‌‌‌‌‌‌ډېرې لارې دي

‎چېرته به کوم ځای کې رڼا هم وي

‎ښايي ‌‌‌‌‌‌ډېره رڼا نه وي

‎خو تیاره به تتوي

‎حواس ویښ ساته

‎خدای به په بیا، بیا چانس درکړي

‎وې پېژنه

‎وې نیسه

‎ته له مرګه نشې تښتېدای

‎خو ژوند کې کله، کله ماته ورکولی شې

‎او څومره چې دا زده کوې

‎هغومره به رڼا ‌‌‌‌‌‌ډېرېږي

‎ستا ژوند، ستا دی

‎له دې مخکې چې وې بایلې

‎پر پوه شه

‎تا کې حیرت او هیجان نغښتی

‎او

‎خدای غواړي خوشحالي درپېرزو کړي

 

‎ستا ژوند ستا دی

‎له دې مخکې چې وې بایلې

‎پرې پوه شه

 

چارلیز بوفسکي

د شاعر نور شعرونه ←