د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سيداکبر ساېر شينوارى

د سيداکبر ساېر شينوارى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

ماتمبشپړ شعر ولولئ

ماتم

سيداکبر ساېر شينوارى

دا څه مانا ؟ چې نن ميلي ماتم دى 

زمونږ خو ټوله زندګي ماتم دى

 

په تلويزون وايه چې داغ مې په زړه 

په کور کې اوره موسيقي ماتم دى

 

د دوي په مرګ بۀ اخترونه لمانځو

دا رهبران چې وي ژوندي ماتم دى

 

پېغلې د خپل زواني مرګ ورور په قبر

مات کړل په لېچو کې بنګړي ماتم دى

 

دولت ، طالب ،او داعش ټول جنتيان

ولس مې ټول دى دوزخي ماتم دى

 

خدايه که ما واخلې مننه به وي 

احساس مې هر وخت قتلوي ماتم دى

 

مونږ خپل تقدير ته هيڅ تدبير ونه نيو

له ناپوهۍ وهو تندي ماتم دي

 

!خپل ارمانونو ته زړه خورو ساېره 

ناست يو د غم په نغري ماښام دى 

عجيبه خلک ديبشپړ شعر ولولئ

عجيبه خلک دي

سيداکبر ساېر شينوارى

عجيبه خلک دي سړى ورته حېران پاتې شي

نه يې ژوندون د بل د ښې شي نه د ځان پاتې شي 

نه په کور ناست خلک ترې پاتې نه روان پاتې شي 

نه سندر غاړى  ، نه ملا ترې په اذان پاتې شي

 

الله اکبر زلمى چاودنه وکړي ځان شهيد کړي

د ځان سره به بلا ډېر مسلمانان شهيد کړي

 

عجيبه خلک جنګ اعلان کړي د کافرو خلاف 

خو حقيقت کې دي د ورور او د ملګرو خلاف

عجيبه خلک د شپېلۍ خلاف ګودرو خلاف 

هرې ښادۍ کې د چمبې خلاف سندرو خلاف

 

دي په خفګان باندې مېن د خوشالۍ نه خفه 

خداى چې ورکړې دوي د هغې زندګۍ نه خفه

 

عجيبه خلک دي د خپل کور او وطن خلاف دي 

په مرګي دومره دي مېن چې دخپل تن خلاف دي 

دوي د راڼه سهار خلاف د ماسخوتن خلاف دي 

دوي په خپل وخت د مرګ خلاف د زنکدن خلاف دي

 

له ځانه بم جوړ کړي د ښار زړه کې چاودنه وکړي 

وي په دې هيله کوندې خداى راته بښنه وکړي

 

عجيبه خلکو هر طرف کړې جنازې روانې 

چاته يوه او د چا کور ته دوه او درې روانې 

اخ په وطن کې مې د وينو دي ويالې روانې 

سپينې کوترې ترې د امن والوتې روانې

 

خدايه هېواد کې مې د وينو دا لختي ودروه 

له مونږ روانه مروره زندګي ودروه

 

عجيبه خلک سيپاره په اور کې وسېزوي 

دا ښه په فخر او ښکاره په اور کې وسېزوي 

قرآن شهيد کړي کتابچه په اورکې وسېزوي 

دوي چې د هر کاله ډيوه په اور کې وسېزوي

 

او بيا په فخر باندې وايي په رڼا مين يو

مونږه په دين باندې مېن يو په دنيا مين يو

 

اى خلکو پوى شئ ګوره دا د کونډې مور بچى دى 

دا رالوي کړى يې په سوال او پردي شکور بچى دى

د زړه درزا هم يې د دواړو سترګو تور بچى دى 

ايله راغلى د زوانۍ په شرنګ او شور بچى دى

 

اى خلکو پام وکړئ د ده مرګ کې جنت مه ګورئ

که داسې وکړئ ايمانونه سلامت مه ګورئ

 

عجيبه خلک دي له ځان سره فتوې ګرځوي 

څوک پرې چړې ته څملوي څوک له چړې ګرځوي 

سپينې جامې يې دي پر تن اوږدې تسپې ګرځوي 

کليمه وايي ژبې سر باندې توبې ګرځوي

 

مسلمانان دي خو په نوم د مسلمان خلاف دي 

قرآن يې ترخ کې دى نيولى د قرآن خلاف دي

 

عجيبه خلک دي ژوندون ورته ارزښت نه لري 

د بل خېر غواړي خپل پښتون ورته ارزښت نه لري 

جومات مکتب هيڅ يو مضمون ورته ارزښت نه لري 

تل ويجاړي کوي سمون ورته ارزښت نه لري

 

ساېره ! دوي همېش  د وېش نه په تالا خوشال دي 

دنيا دې ټوله مړه شي دوي په کې تنها خوشال دي 

۲۰۲۰/۱۰/۰۴

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيداکبر ساېر شينوارى

وخته! زه به ژبه د اظهار شم ما به ووينې

ډېر ژر به له خوبه رابېدار شم ما به ووينې

 

هو! منم لرګى يم خو عبث مې هسې مه سېزه

ته شه هنر مند زه به سېتار شم ما به ووينې

 

تل به مزدور نه يمه او نه به تل مجبور يمه

کله خو به مينې ته وزګار شم ما به ووينې

 

پوې شوم ته له خپلو درواغجنو وعدو خوند اخلې

تنګ به اخر زه په انتظآر شم ما به ووينې

 

لا خو ساېر ځوان يم بې بنياده راته مه وايه

خداى(ج)به مې ابآد کړي زه به پلار شم ما به ووينې

 

١-٣-٢٠١٠ کوزه پښتونخوا کواټ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيداکبر ساېر شينوارى

درد چې کله کله يو بېمار له خوبه وباسي!

داسې مې پردېس کې غم د يار له خوبه وباسي

 

چغې کړي طيارې راغلې يو لوى بم يې راخوشې کړ

وي ماشوم ويده خو ويده پلار له خوبه وباسي

 

خداى ج به د مطرب په بم الوتې ګوتې بيا شنې کړي

بيا به په ګردونو خړ سېتار له خوبه وبآسي

 

مه وله! ښکاري خړي ماښام کې مرغۍ مه وله!

شور کوي بچي به يې چنار له خوبه وباسي

 

غواړو چې اذان مو د مېنار له خوبه وباسي

نه غواړو چې نور مو دا بمبار له خوبه وبآسي

 

سعودي عرب جده

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيداکبر ساېر شينوارى

ښکارېږي چې دا هم د پښتنې سيمې منظر دى

اسمان په وينو سور دى چا وژلى مازيګر دى

 

سور رنګ چې راڅرګند شو په رګونو د چينه کې

شوم پوى چې ښکته شوى تل د ځمکې ته پرهر دى

 

کوچۍ سره اوس مينه ستا ناشونې ده شپونکيه

ستا لاس کې دى ټوپک دهغې شين منګى په سر دى

 

ته تل وايې چې ولې راته لار کې نه درېږې؟

دا ځکه چې په دې کې ګرانه ستا د سر خطر دى

 

ماضي او مستقبل او حال چې واړه ورته ښکاري

ساېره! بس هم دغه د شاعر سړي نظر دى

 

١٦ -٧-٢٠٠٩ سعودي عرب الطاېف

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيداکبر ساېر شينوارى

له خدایه غواړمه ډېر کم وخت ته له سره ځواني

خو چې بې خوفه وي او پاکه له خطره ځواني

 

وې توپانونو ته ولاړ " اوس دې سیلۍ غورځوي

ښایي په تا باندې هم تېره شوله ' وره ' ځواني

 

بازه!  که ته رانه هرڅو خپل عمر پټ وساتې

مالوموم دې په الوت کې له وزره ځواني

 

نه جونو خوښ کړې ' نه یې ښکل کړې ' دواړه مخه باندې

بدرنګه!  تېره دې کړه هسې بې ثمره ځواني

 

مغرور  زلمي یې کړي خدمت او غلامي یې کوي

دا بوډاتوب هم لږ څه ښه دی ' خو اکثره ځواني

 

تمامه شپه په ویښه تېره کړي په مخ د ګلاب

شوګیرشبنم ' ساتلی نه شي بیا د لمره ځواني

 

دنیا دې راوړه مګر دا تاوان دې هم کړی دی

کور ته دې رانوړه ساېره!  له سفره ځواني

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيداکبر ساېر شينوارى

يو ځل چې تېر شي بيا راځي عزاب

راګرزېدلې ، زندګي عزاب

 

راوله خدايه دوزخمي امنيت

له مونږ نه واخله جنتي عزاب

 

ښه نو کافر به ايمان  څنګه راوړي ؟

ګوري چې دا مسلماني عزاب

 

زما پښتون لوڼې عزاب ګڼي خو

او بيا په فخر  خرڅوي عزاب

 

خانه ! ستا هسې غږېده موسيقيت 

ماته دا خپله خاموشي عزاب

 

دا کرونا ده ! دا به هم تېره شي 

خو بيا دې غېږ نه  راکوي عزاب

 

خدايه! بيا نوره خوښي مه  راکوه 

خو رانه واخله ګاوندي عزاب

 

ما د ثواب په نيت ښکل کړ هغه

دلته شو تېر په يو سړي عزاب

 

ساېر ته خپله بدرنګي اذيت 

تاته ښايست ښکلې ځواني عزاب

 

۲۰۲۰/۰۵/۲۵ 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيداکبر ساېر شينوارى

ښه نو زه وغواړمه چرته دعا چرته لاړ شم 

بېت الله بند مدينه بنده خدا چرته لاړ شم

  

له لوږې مرم خلک کوي مرسته خو عکس مې اخلي

نه مې تېريږي دا خېرات د ريا چرته لاړ شه

 

ته راته واېې چې نن تېر شو صبا هلته راشه 

فرض کړه صبا شو ښه نو زه بيا صبا چرته لاړ شم

 

ستا ګناهګار ترېنه په تېښته يم لار ورکه رانه

داستا عزاب دى راپسې کرونا چرته لاړ شم

 

ما به خپل زړه کې دې تمام جهان ته ځاى ورکاوه 

نن په ما تنګه ده دا لويه دنيا چرته لاړ شم

 

تا په نه زړه ساېره ډېر ووېل چې غېږ ته راشه 

ځه مړه نن خو راته وايه رښتيا چرته لاړ شم 

 

۲۰۲۰/۰۵/۲٦

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيداکبر ساېر شينوارى

خوله مې راغله په تندي ښه نه يم 

بلا وهلى يم بيخي ښه نه يم

 

چې ترې خپه يمه ما ټول بخلي 

رانه خپه دې ما بخي ښه نه يم

 

رانه که مات نشي نو مړ بۀ شمه 

نن مړوندونه کړه خالي ښه نه يم

 

پښتون يم سوال باندې شرمېږمه خو

خدايه لږ راکړه زندګي ښه نه يم

 

يو چا مې کړى و خدمت ښه نه وم

نن يې پر ما احسانوي ښه نه يم

 

صبا اختر دى ! بس په چا به وي نو 

زما له غمه زړګى چوي ښه نه يم

 

ټوله دنيا په ګډا سر ساېره 

پښتانه يو بل قتلوي ښه نه يم 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيداکبر ساېر شينوارى

نشه نشه خمار خمار که مرم نو زه به مرمه  

جام راته پرېږده ګنهګار که مرم نو زه به مرمه

 

ته نو زړه ولې خورې وعدې کوه لوظونه کوه 

بس نو دا ستا په انتظار که مرم نو زه به مرمه

 

ته یې کړه لوټ صاحبه دا ورباندې ستا قلنګ دی 

خو دومره ده په دغه ښار که مرم نو زه به مرمه

 

شپې ووېل ته د یار د دیدن وکړه پرده دې ساتم 

او بیا ویده شه په سهار که مرم نو زه به مرمه

 

ساېره ته د خاموشۍ په ژبه چا خبر کړې 

د تورو سترګو په اظهار که مرم نو زه به مرمه

 

۲۰۱۷/۱۱/۰۴