پښتو ادب · شاعران
عصمت باچا رسولي
د عصمت باچا رسولي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عصمت باچا رسولي
چې لرې رانه لاړې، زړه ته یاره! رانږدې شوې
کرار دې رانه یووړ، ناکراره رانږدې شوې
هېڅ مې نه هېرېږي چې په تلو کې زړه نازړه وې
هېڅ مې نه هېریږي چې څو واره رانږدې شوې
د دوبي رنګینۍ او د خزان بادونه تېر شول
ژمیه! ستا زوال دی او بهاره رانږدې شوې
ترس د رسوایۍ نه به دې ورو راته څه ووېل
غوږ ته به نرګسه په کراره رانږدې شوې
غزل کې ناممکنه ده چې ټوله کیسه وشي
جانانه غېږ دې راکړله پر لاره رانږدې شوې
ما به درنه وپوښتل چې داسې څنګه ښکارم
لاس کې به دې ونیوه هېنداره رانږدې شوې
سهار شي خو د چا له یادو خوب نه شم کولای
عصمت هره شپه وایمه سهاره را نږدې شوې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عصمت باچا رسولي
د شپې نه د خوب وخورمه ګولۍ د چا د لاسه!
وچیږي د زړه وینې زنده ګۍ د چا د لاسه؟
پرون په هغه بر کلي کې چا دی ځان وژلی!
یو چا وې چې خپل ځان کړ زندۍ د چا د لاسه
زه ولې شوم معتاد ددې غمجنو آوازونو
راواخلمه ماښام کې مې شپېلۍ د چا د لاسه؟
شبګیر وي، ستا تصویر وي، انتظار د ځان آزار وي
ژړا په پټه خوله، سوې سلګۍ د چا د لاسه؟
له څه وخته د ستورو شمار کوې عصمته یاره
خښې کړې بیا سترګې په سپوږمۍ د چا د لاسه؟