پښتو ادب · شاعران
نسیم ایثار
د نسیم ایثار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
د بل درد ته په اخ اخ کې، په اُف اُف کې شوله تېره
زۀ وم هېر له زندګۍ نه،زندګي له مانه هېره
تل دې داسې لره حد کې، دبې حده ښایست مراندې
مالګه فرض ده په دېګي کي، خو شي بده چي شي ډېره
ستا چې شکل د بلا ؤ ، د بلا مې درته وښود
دهندارې په زړګۍ کې ، بې عقلان لټوي وېره
حقیقت کې یولحد دی ، څو تبۍ دې او بل زه یم
تۀ ډاډه یې په همدې چې ، ټول جهان دی را چاپېره
د یو څو سپږو لپاره ، پوستین نۀ اچوم اور ته
په نسبت د لنډه غرو ، خو تېر نه یم له پنجشېره
د هغې د کوڅې نښه ، به دې ځان غواړي آئینه کې
سر دې روغ راوړ ایثاره! کنې کاڼي ؤ بې شمېره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
زما دی دومره نصیب خوار، پروت دی
سیوری مي سوزي په انګار پروت دی
غږ دې د سترګو د اقرار ورو کړه
نزدې په شونډو دې انکار پروت دی
لۀ دغې زمکې ها پنځم اسمان ته
لاس کړه ور هسک د شعر معیار پروت دی
نخرې دي وکړې ،په هډوکو مسته!
د کاڼو پلار غر هم قرار پروت دی
ښه مې په یاد دي ستا تصویر مې کېښود
خو، کتابچه کې مې اوس مار پروت دی
د وړې ماشې په وړه سترګه کې
آه،څومره لوئ پروردګار پروت دی
سپوږمۍ کې داغ ویني،خو دلته ړوند شي
چې تک تور مار یې په ټول ښار پروت دی
د اوږې یاد دي راغی سر مې چووي
وړاندې د ګل په اوږه خار پروت دی
وي به اوس خاورې، بیاهم غږ ټیټ کړم
وایم، په خونه کې مي پلار پروت دی
دادی،ستاسیوری مې ترتا راوړلو
ځم اوس ستاپل راوړم، په لار پروت دی
ضرور به خوب کې ځان وژنه کوي
دا کوم سړی چې انتظار پروت دی
د قامتونو حال له چا څۀ پوښتې؟
هاغه دی،وینې یې؟ چنار پروت دی
شک مې په ځان د خزانې راځي
په زړه مې تل د زلفوتار پروت دی
ستورو! تراشي مو سبا، غم مکوئ
نن نسیم ویښ دی خو ایثار پروت دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
غزل لمر چې مي اسمان منلی نه دی
ما پخپله هم خپل ځان منلی نه دی
د سپو کور په کور بدۍ فقیر ته یوۀ ده
خو انسان لا بل انسان منلی نه دی
د کعبې له نړېدو پرته، شیطانه!
ستا کوم حُکم مسلمان منلی نه دی ؟
تۀ یو ګل ددې له بوئ سره قیاس کړې
ما لۀ عطرو ډک دوکان منلی نه دی
په سجده سجده قتلېږم بیاهم خدایه
خلک وایي،تا قرآن منلی نه دی
تاپسې چې تارتار شوی ؤ تار تار دی
دې ټټر لا روغ ګرېوان منلی نه دی
بختوره! د کالۀ یې نګهبان یې
او ایثار یې په حیوان منلی نه دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
د هیلو غرونه مو پر سر دي ،بله چاره نشته
بې زهرو هم مرو ضرورت یې دوکانداره نشته
غوصه شو، وېل یې د لاس کاڼې ته،تف ستاپه قسمت
په دې ړنګ ړنګ ښار کې یوه هم روغه هنداره نشته
دومره خبر یم، چې د خدای په دغه لوئ جهان کې
ښۀ ژوند کافروته هم شته خو زموږ لپاره نشته
سپوږمۍ کې تنګ شوم اوس تر زمکې بېرته څنګه لاړ شم؟
ځان مې یادېږي او تر ځان پورې مي لاره نشته
په مخ دې جوړ د ګران هیواد بیرغ،ډېر ښۀ ښکاري، خو!
ځه! تۀ قسم وخوره په جېب کې دي کالداره نشته؟
سلام لۀ لرې کړۀ، له لرې کوم، دا ډېره ده
رانزدې نه شې چې مې هیڅ نصیب له یاره نشته
تۀ چې ما وژنې، ښۀ کړې، زۀ چې اخ کوم، کفر دی
ښۀ، نوره ښه یې ؟ بله خور ترتا هوښیاره نشته؟
د اخلاص لاس غواړي او سترګې، د وطن ګرېوان
نوره خو دومره فاصله تر ستن او تاره نشته
تاسې حیران شئ تنها یو ایثار بې یار دی پکې
زۀ ډېر خفه شم ښارکې یو سړی بې ماره نشته
زۀ مړ هم نه یمه ایثاره! په جنت کې یمه
یم خوار ضرور خو د اخلاص هیله مې خواره نشته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
چي مرمه خپله زندګۍ راسره هم ښخه کړئ
د کتابونو المارۍ راسره هم ښخه کړئ
قصاص مي حق دی چي دچادلاسه زه قتل شوم
هغه مغروره شان جنۍ راسره هم ښخه کړئ
نه،نه،زه نه غواړم چي بیاشم محترم دغزل
هو،زماګوډه شاعرۍ راسره هم ښخه کړئ
ماپکې څه ویل؟او ولي؟دابه هلته ګورو
خیر اوس زماسپېره شپېلۍ راسره هم ښخه کړئ
په لاس به ورشي باچاهانوته،پېرزومي نه شي
ایثاره!خپله ملنګۍ راسره هم ښخه کړئ
چي مینهبشپړ شعر ولولئ
چي مینه
نسیم ایثار
چي مینه،
مینه وي
د وخت خبره کم عقلتوب دی
ــــــــــــــــــــــــــــــ
زړورتیاغواړي
چې ساړو اخیستی یې
په خوله دې ګرمه خندا وي
ــــــــــــــــــــــــــ
کله
باید دروغ رښتیا وګڼو
اوکله
رښتیا دروغ
بې دوکې خوړلو
ژوند ګران دی
ــــــــــــــــــــــ
شاعره! فروغ فرخزاد
ژباړن،ایثار
دژباړو لړۍ لاهم دوام لري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
تر یو غنم ښه وه، تر یو څاڅکي اوبه زندګي
اخ! ما به نۀ ویل! چي وړاندې مه ځه مه زندګي
یوسپین بېرغ د بل مزار رنګین بیرغ ته ویل!
لالا! موږ ولې له یوبل نه اخیسته زندګي ؟
د مخه ښې په وخت مي هم په خندا درکړ رخصت
په قیامت مي هم په شونډو درته وه زندګي
یو داسې څه، لکه د مور دعا د ډېر ژوندون
یو داسې څه وای چي لږ لږ پرې کمېده زندګي
آه، تۀ چي نه وې نو حواسو مي زۀ نه پېژندم
اخ، زۀ چي مړ وم زما څومره یادېده زندګي
له مرګ نه وروسته ژوندون؟ اخ اخ اُف اُف، داڅه وایې؟
له مرګ نه وروسته به مي بیاهم خوري یوه زندګي ؟
د هغې مړې پېغلې د موټ لاس په کاغذ کي لیک ؤ
تۀ مسافر شوې، بس له مانه نۀ کېده زندګي
زۀ تورې خاورې شوم ایثاره! باید شوی هم وای
چي زۀ وجود ومه او هغه نومېده زندګي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
نظر غواړي، جنون غواړي رښتیا د محمد ص
رڼا وَیل چې لاس مي دی تر شا د محمد ص
قیامت دی د شیطان په دنیا جوړ زما په ذات کي
په ذات کې را وستل غواړم دنیا د محمد ص
باران شو او طوفان، د جهالت غرونه یې یو وړل
ښکاره چې په اسمان شوله برېښنا د محمد ص
بس پیل شوه سلسله د ګلابونو غوړېدلو
دې مړې زمکې چې ولیده مسکا د محمد ص
شي زموږ فن او هنر له پیلېدلو مخکې خاوري
صفت یې په کثرت کړی الله ج د محمد ص
زۀ کوڼ نه یم غافل یم اوس یې هم اورم ایثاره!
ترځان زیاته پر ما باندې ژړا د محمد ص
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
زده کوم به ستا د خولې له بهانې نه
غرونه جوړ کړې له وړې شانې پردې نه
دا شېبه به زرکلنه د دوزخ شي
ستا د شونډو د انکار له زمانې نه
په جنت کي یې هم غم جوړ کړ، ادمه!
دلته هم دی د غنمو لۀ دانې نه
چې تر خپل وجوده ډېر دی زما زړه کي
یار خبر نه دی له خپلې مرتبې نه
هیڅ بې هیڅه دې مخ واړو له ما او
په لحد کې دي مخ واوړه له کعبې نه
ته چې وایې څه کیسې دي په جهان کي
زۀ خبر نه یم د خپل ځان له کیسې نه
ښه!تۀ لاړلې؟ادا شوه؟عجیبه ده
هیڅ خبر نشوم له خپلې جنازې نه
له اوبو چي بېلوم اوبه، دردېږي
تږی پاڅېدم ایثاره! له چینې نه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نسیم ایثار
تنها اوبه ښه یم انګار دې رانه بېرته واخله
نسیم، مي پرېږده او، ایثار، دې رانه بېرته واخله
د خوب په دغه ځای را ویښ شوم،چې غوصه دې ویل!
د لاس تور بند،دغاړې تار دې رانه بېرته واخله
سر مې هم مات ؤ خدایزده ولې له ما وبخښل شو
کورته مې راغی وېل یې، وار دې رانه بېرته واخله
نۀ غواړم زۀچې دې بل څوک تر تا در ورسېږي
له هرقدمه وروسته لار دې رانه بېرته واخله
په زړه کې ښه دی،ژونده! زه هم دوست،دښمن لرمه
له مخ زېړ رنګ له سترګو ډار دې رانه بېرته واخله
چې قدم کېږدمه په زمکه، زمکه هم چغه کړي
دخدای لپاره دا درون بار دې رانه بېرته واخله
نوم د رقیب راکړه خو تاته مخامخ چې یمه
لۀ غرو پنا شوم نوم د،یار،دې رانه بېرته واخله