د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

درويش روښان

د درويش روښان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

21 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درويش روښان

پرکاله بې خودي ده هر منظر راباندې ګرځي
يو ښکلى مې په مخ وهي او سر راباندې ګرځي

کيداشي په دې ښار کې د خالـــونو خزانې وي
د شــپې اوراورکي راځي او بر راباندى ګرځي

بينا يو د غمي غمي قــيمـــت راته ښکاره دى
ړانده يو د لعلونو سوداګــــــــر راباندي ګرځي

ګرم نه يي که په سترګو کې دي مړاوى مړاوى اوړم
په مونږ د زلفو سورى نشته لمر راباندى ګرځي

د جنګ د لمبو تاو مې د مزغو نه پورته کيږي
د امن د کونــترى مات وزر رابانـــــدى ګرځي

ګلاب ومه دروېش روښانه پاڼې پاڼې تويوې شوم
يو ښکلي د خپو لاندى کړم اکثــر راباندې ګرځي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درويش روښان

دومره ډير تنګ کړمه دنيا په اوازونو باندې
اوس چې روان يمه نو لاس ږدم په غوږونو باندې

څومره ګردونه د دې ښار په ائــينو پراتــه دي
څوک په کې نه پيژني يو بل په مخونو باندې

عجيبه نه ده که پردي ډول ته مې لاس واړول
مونږ څه اختيار لرو په خپلو اندامونو باندې

د محبت بې روخې څومره تنــــــــها کړې يمه
نه مې په ور راوړي څوک نه په دېوالونو باندې

هغې ته اوايه چې خوب دي هره شپه تختوي
نو بيا مې څه کوې په دومره تصويرونو باندې

زما د قام ضمير ژوندې نه دى دروېش روښانه
دا چې کارغان يي کوي لوبې په لاشــونو باندې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درويش روښان

کردار د خپل ښايست دې ائينې ته مخامخ کړي
نو بيا دې خپلې سترګې تماشې ته مخامخ کړي

د دې پردې په شا باندې يو بل کردار روان دى
خو څوک شته چې تصوير يې نندارې ته مخامخ کړي

زما د ژوند قاتل په خپل ايمان دومره مظبوط دى
چې وژني مې نو مخ راله قبلې ته مخامخ کړي

دا څوک دى چې د خپل کور ديوالونه پې رالويږي
دا څوک دى چې ساګانې دروازې ته مخامخ کړي

د دې وحشت روستي جزيات هم دا دي خبرياله
چې هر افغان دې خپل لاش ستا کېمرې ته مخامخ کړي

د خپلې خون بها ګواه لرې درويش روښانه ؟
قاضي چې دي د خپل مرګ فېصلې ته مخامخ کړي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درويش روښان

لپه رڼا يې ډيوه ډيوه يې
د زړه نه څاڅې په مخ خوره يې

ما وى چې ولې مېکده خوځي
ښه ته نشه يې دا ته نشه يې

نازک بدنې په ښار کې ګرځې
نازک صورته فتوه فتوه يې

نه چې ما څه وى ښه ښه راياد شو
څه سپينه سپينه ېې پسته پسته ېې

په پټو سترګو راته خداى ښايې
د سحر مونځ يې اوږده سجده يې

زما لاسونه مزدورې سخت کړل
ته څومره نرمه يې ته څه پسته يې

د بنګړو شور دى دروېش روښانه
تهجود قضاء شو ته لا ويده يې
پېغلتوببشپړ شعر ولولئ

پېغلتوب

درويش روښان

د نوې پېغلتوب د تقدس له کيفيته
اذان وشو او بيرته دي راستون کړم اذيته
***
تازه دې د ايمان الوت له راکړلې وزرې
تازه مې د وحدت د شونډو وخوړې شکرې
تازه مې د خپل رب سره په تا وکړې خبرې
تازه دې مسلمان کړمه د مينې پېغمبرې

د نوې پېغلتوب نشې له تلمه مېخانې له
اذان د مېکدې راغې او لاړمه سجدې له
***
نو څنګه دې اوبرنګه غاړه راکړه مسلمانې
ڼو څنګه دې دا زېږنده سينې کړې راروانې
نو څنګه دې هوس د خال رڼا کړه تورې سکڼې
نو څنګه دې کافر شراب روا کړه شرابڼې

د نوې تقدس د پېغلتوب د جام له کړنګه
دا ولې مېکده شوله بې هوشه ړنګه بنګه
***
ګناء مسلمانيږي چي ثواب په هوش کې راشي
يوه پېغله مقدسه چې نشه په جوش کې راشي
او تږې زړه سيراب د عبادت د سرچينې شي
او بيا د محبت د پاره ذېږنده سينې شي

د نوې پېغلتوب د مقدسې فريښتې نه
ما ټول تفسير راوړې د قران د ترجمې نه
***
سلام مې ګرځولې پرېښتو په دواړه ولو
پنځه وخته مې مونځ کړى د يو نيت په تړلو
د خداي حضور ګواه د خپل ارض و سماواته
چې دواو سترګو مې سهوه کړل څلور واړه رکعاته

د نوې پېغلتوب تقدسات ورته قظاء کړم ؟
چې دا مونځ قبول شوې کنه بيرته يې ادا کړم؟
***
شعرونه مې خپلې د فريښتې نه ذوت کړي
ما ډيرې شپې د خپل فکر الوت ته خلوت کړي
لفظونه مې د نقد په فريښته باندې لوستلي
لعلونه مې د خپل فکر له کاڼو نه تراشلې

د نوې پېغلتوب د تقدس ترجماني ده ؟
کنه دروېش روښانه پېغله شوې شاعري ده ؟

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درويش روښان

بيګا يي بيا يوه رڼا د زندګۍ وژلې ،
دا جينې څوک پيژنۍ ؟ ورونو په زندۍ وژلې

زمونږه غيرت دا دى ماشومه په سوره کې ورکړو
خو د غيرت په نوم مو هره ملالۍ وژلې

فرهاده تا د محبت حق ادا کړې دى خو
ته خبر نه يې؟ چې ستا مينې شيرينۍ وژلې

د بنګړو شور وو ما وې ځه څوک مئينان يو ځاې شو
زه څه خبر وومه چې دا خو يي سپوږمۍ وژلې

د پښتنې پيغلې ځواني هډو چا ونه ليده
يا په سوره کې ځي او يا خو بې وسۍ وژلې

په نيمه شپه راځې خو خيال کوه درويش روښانه
ما اوريدلي چې په تا يي ليوانۍ وژلې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درويش روښان

څه بل شانې ښايسته يې د کـنعان خو چرته نه يې؟
يه ښـــــکليه د يـوسف د خانـــدان خو چرته نه يې؟

ګلابه په بڼو دي د سفر سـتـــــوماني ښـــــــــــکاري
زما د زړه په دهــــشتو کې روان خو چرته نـــه يې؟

يولس واړه ستوري په سجـــــــده درته پراته دي،
په سر د زلېخې ښــکارې اسمان خو چرته نه يې ؟

په زړه پورې دي نيســــم غېــــــږې غېږې سورتونه
ارواح مې پې سکون مومي قران خو چرته نه يې؟

خبر يې؟ پېــــښور د ســــترګورو پېــــغلو ښار دى
هلکه څومره ښــکلى يي افغــان خو چرته نه يې؟

چې شعر دي د خپل قام د مينې زېږنده چينه ده
لالـــيه ته هغه دروېش روښــان خو چرته نه يې؟

يادګېرنه ـ په دې يو بيت کې خاص اتل افغان ته اشاره ده
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درويش روښان

د کابل ېوې شاعرې پيغلې ته غزليز خط
 
شاعري پېغله شوه نذاکتـونه دي
څه لذتــونه دي اذيـــــــتونه دي

د عشق نزول دى جبرايل راغي
غزل خواني ده ټول اياتونه دي

فريښتو ستاسو دي کور اباد وي
زما خو خپل غم په ولو غرونه دي

شاعره وايي کابل ته راشــه
حورې غيلمان دي او جنتونه دي

شاعره وايي ارايـــــش ګاه ده
اوس ښار رڼا دى اوس بل خالونه دي

په هر طرف قيد يې درويش روښانه
څه انـــدمونه دي څه دېوالونه دي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درويش روښان

امريکن خليل ذاد ته ډالۍ

د دريم عالمي جنګ ړومبې حصه ده ډرامه ده
دا سوله د يو بل فلم صحنه ده ډرامه ده

دا پير چې د مجبورې ډمې لوڅ هوس پرست دی
دا پير بيا په خلوت کې فريښته ؟ ده ډرامه ده

روانه کربله به د يزيد په مرګ ختميږي ؟
او توره د حسين په وينو سره ده ډرامه ده

چې قد يې د کردار نشته او فکر يې غلام دی
په لاس کې د هغه سړي تمغه ده ډرامه ده

بې درده تماشګير يې په ويرژنه ادا مست دي
زما اولس د ډمې تماشه ده ډرامه ده

په يو جمات کې يو خوا جنګ زپلې سوالګر ژاړي
او بل خوا د جهاد په نوم چانده ده ډرامه ده

جهاد په مقدسه ژبه ګونګ ! درويش روښانه
سړيه د شکسپير افسانه ده ډرامه ده
 
يادګيرنه٠ شکسپير برطانوي مشهور ډرامه نګار
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درويش روښان

ته يې زما نه کړې زما په ارزښت نه پوهېدو
ستنه که ډيره د سات ودرېده وخت نه پوهېدو

اوس دې په خپل مړوند فرياد د شوګيرو نه کوي
ما ورته ډير ايخې د زلفو بالښت نه پوهېدو

ډيرو همفکرو يې ټيټ شوې خپل سرونه راوړه
هغه باچا شو چې د ملک په جوړښت نه پوهېدو

پريږده چې اوس راپسې ځان په دواړه مخه وهي
ما ورته ډير اوی کمبخته کم بخت نه پوهېدو

په تاريخونو کې يې ټول خلک اتل يادوي
هغه قاتل چې د خپل قام په ارزښت نه پوهېدو

خپلو لفظونو يې توهين کوو دروېش روښانه
زما نقاد زما د شعر په نوښت نه پوهېدو