پښتو ادب · شاعران
اتل افغان
د اتل افغان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
27 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اتل افغان
خپلو قاتلانو نه پخبله سزا غواړمه
زه د بلاګانو په هجوم کې پنا غواړمه
شمعې مې له ځانه ګیرچاپېره لګولې دي
عقل راکې نشته دی چې بیا هم هوا غواړمه
لارې بــه جنت تــه د ورتلـــلو راوباسمـــه
زه به په دوزح کې هم انسان ته بقا غواړمه
نه د ملنګانو دعا روغ کړم نه د مور دعا
خدایه اوس به کومو فریښتو نه دعا غواړمه
چرته چې ژوندون د اذیت نامه وي هغلته
نه پکې وجود غواړمه نه پکې ساه غواړمه
اوس چې کومې لوبې پرې کوې خوښه دې خپله ده
زه به خپل زړګی ګوره واپس درنه بیا غواړمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اتل افغان
ځيني بې عقلو ته له سره ځواب مه ورکوه
هر چا ته وخت، هر چاله دومره القاب مه ورکوه
په راروان دور کې هم خپله شاهي وساته
د تيرې شوې بربادۍ هم، خساب مه ورکوه
خدای خو دې دومره څوک غلام نه کړي د خپلې پښتو
چې په اختر کې هم مين ته ګلاب مه ورکوه
که اوبه نه وي خپلې اوښکې په صحرا وشينده
خو خپلو سترګو ته دوکه په سراب مه ورکوه
چې د ظلمونو باوجود هم ژوند حوسا تيروي
حدايه دوزح کې خو بيا سره عذاب مه ورکوه
چې په ځواب کې درته اووايي پښتو مې نه زده
داسې بې ذوقو ته اتله کتاب مه ورکوه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اتل افغان
ستا په خدايي کې خدایه ستا له وېرې هیڅ نه وایم
ډير څه لرم خو د ګنا له وېرې هیڅ نه وایم
په سپینه ورځ کې د انسان وهشت نه غږ نه کوم
په توره شپه کې د بلا له وېرې هیڅ نه وایم
ښه نو زما په ژوند کې داسې اخر څه پاتې دي
زه به لا اوس هم د باچا له وېرې هیڅ نه وایم
کار نه که هر څومره زره زره وجود راشمه
کور کې د مور او د بابا له وېرې هیڅ نه وایم
ما به خبل ذات کې خبله ټوله مجبوري پټه کړه
زه یو فنکار یم د انا له وېرې هیڅ نه وایم
اتله څه چې مې به زړه وي هم هغه به وایم
زه به تر څو پورې د چا له وېرې هیڅ نه وایم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اتل افغان
کاینات نه، خو زمانې پکې بدلې شولې
د ډیرو خلــکو رویې پـکې بدلـې شولې
های های بازاره د شیدا کتاب ګردونو کې پټ
د نام نهادو کتابچې پکې بدلې شولې
دا زما خپل نصیب چې عکس مې ښایسته نه راځي
که نه نو ډېرې زاویې پکې بدلې شولې
اوس هم هغه مېله هفته په هفته لږي پکې
ډیرې کیسې او تماشې پکې بدلې شولې
اوف هو زما د ذوق غزل ورنه بیا هم جوړ نه شو
که ډیر لفظونه او مصرې پکې بدلې شولې
اتله خلک پېشني شول خو ذهنونه زاړه
ښار هم هغه دی خو کوڅې پکې بدلې شولې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اتل افغان
یو سوال مې له مودو مودو نه ذهن کې تاوېږي
چې ستا د هېرولو دوا کوم ځاى کې خرڅېږي
دا کومه معجزه ده او دا کوم يو کرامات دى
د ځمکې نه چې خلک پورته پورته وچتېږي
چې غوټه دي زمونږ د ژوندانه هيلي ورپورې
نو کله به هغه قافله خدايه راستنېږي
زه څنګه د مرګونو تزکرې ووارم سړيه
شاعر خو په وړو وړو خبرو خفه کيږي
زمونږ د ښار نه لاندې دي د شګو کمرونه
اخر به دغه ځمکه يوې کندې ته غورځيږي
اتله مونږ به وخته يو له تندې نه مړه شوي
په غرونو چې دا واورې ويليکېږې رارسيږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اتل افغان
دا به صبا خديزده د چا په مخ کې لوبې کوي
زما بچي چې نن زما په مخ کې لوبې کوي
هيڅ وار حطا نه ده، له خپل انجام چې وژني به مې
شوحه ډيوه ده د هوا په مخ کې لوبې کوي
مونږه لګيا يو د دنيا په مخ کې چغې وهو
خلک لګيا دي د دنيا په مخ کې لوبې کوي
دا سړى څوک دى چې بد مسته او سرشاره ګرزي
دا سړى څنګه د پاچا په مخ کې لوبې کوي
څوک وايي ژوند د رڼاګانو په لمنو کې وي
والې پتنګ خو د رڼا په مخ کې لوبې کوي
اتله تا چې ورته چل د هر هنر وخوده
هغه به څرنګه بيا ستا په مخ کې لوبې کوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اتل افغان
نارې وهی په سر يې ټول بازار اخستی دی
سرکاره! تا د دوو زړونو ازار اخستی دی
د دوي د تحفظ په نارو څوک نه شئ غلط
هم دوی خو په سرونو اقتدار اخستی دی
قسم دی په هجوم کې یم، د خلکو وارخطا
زما زړه ډیر عجیبه غوندې ډار اخستی دی
چې نه پرې قتلوې څوک نه وهشت پرې خوروې
نو کوم یوه مقصد ته دې تلوار اخستی دی
تر. وسه مې غزل کړلو د سیالو سره سیال
تر. وسه مې د خپل ذهن نه کار اخستی دی
اتله! ستا ملګري د شهرت په لارو تلل
خو تا پکې قدم په یو معیار اخستی دی