افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نارې وهی په سر يې ټول بازار اخستی دی
سرکاره! تا د دوو زړونو ازار اخستی دی
د دوي د تحفظ په نارو څوک نه شئ غلط
هم دوی خو په سرونو اقتدار اخستی دی
قسم دی په هجوم کې یم، د خلکو وارخطا
زما زړه ډیر عجیبه غوندې ډار اخستی دی
چې نه پرې قتلوې څوک نه وهشت پرې خوروې
نو کوم یوه مقصد ته دې تلوار اخستی دی
تر. وسه مې غزل کړلو د سیالو سره سیال
تر. وسه مې د خپل ذهن نه کار اخستی دی
اتله! ستا ملګري د شهرت په لارو تلل
خو تا پکې قدم په یو معیار اخستی دی