د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اتل افغان

د اتل افغان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

27 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

د امن په زانګو کې به بې غمه زنګیدم، خو بیا هم ویریدم
د ژوند د پریښتو سره به څنګ کې ګرزیدم، خو بیا هم ویریدم

پاچا صاحب قربان ستا د کرم نه شم خو زه ، قتلیږم به ضرور
د دار تختې نه بیرته سلامت راکوزیدم، خو بیا هم ویریدم

ویل به یې چې دې محفل ته هیڅوک نه راځي، خپل جام اوچتوه
نشه ومه خمار ومه تالار کې ګډېدم، خو بیا هم ويرېدم

په شا شا به مې بیا بیا د دوزح په لور کتل،واپس مې نه کړي خدای
حساب کتاب نه پس له پل اصراط نه اغوښتم، خوبیا هم ویرېدم

اتله! زما فکر څومره دنګ وو خو افسوس، چې زه ومه ډیر ټیټ
وزرې مې اغوستې وې اسمان ته الوتم، خو بیا هم ورېدم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

چې په شا ځي، په داسې سر، صفونه نه ډکوو
مونږ په بې ننګو د لښکر صفونه نه ډکوو

بویه چې بیا مو مقدر دي هم دا تورې تیارې
چې د رڼــا د پیغمــبر صـــفونه نــه ډکــوو

اورو به نه د نفرتونو او د جنګ خبرې
د خپله لاسه به د شر صفونه نه ډکوو

بیا خو پکار ده چې ملګري له حسین سره شو
که د یزید او د شمر صفونه نه ډکوو

د ژوند په هر یوه ډګر کې به بايللي یو مونږ
چې په نړۍ کې د هنر صفونه نه ډکوو

ټول پښتانه په مغل خېلو کې تقسیم شو سره
خو د خوشال خان د نظر صفونه نه ډکوو
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

مخ ته یې ګردونو نه هینداره صفا کړې ده
هر سړي د ځان لپاره لاره صفا کړې ده

دا چې پکې سپینې سپینې اوښکې را روانې دي
دا خو مې د سترګو چینه یاره صفا کړې ده

ما ورته غصه کې څومره ډیر لوښي مات کړي وه
بیرته یې کمره ځما لپاره صفا کړې ده

اوس دې لیواني ورباندې خلاصه تڼۍ ځي راځي
لاره مې له دښتې نه تر ښاره صفا کړې ده

اوس مې د وجود سیوري ماتیږي را ماتیږي نه 
اوس مې د وجود سیوري نه باره صفا کړې ده

ما د زړه نه ټولې بدرنګیانې را ویستلې دي 
دغه حوېلۍ مې له غباره صفا کړې ده
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

زړه مې د دې خلکو په شان راسره نه منلــه
ما ویل قاتل شه خو ایمان راسره نه منلــه

ډېرې زارۍ مې ورته وکړلې چې جنګ ختم کړۍ
کافـــر منـــله مـسلمــان راســره نـــه منـــله

ماله یې ځای په خپل پراخ وجود کې نه راکوو
زه الـــوتمـــه خـــو اسمــان راســره نه مــنله

دغه خانان ګرزیږي هسکې شملې ستاسو په سر
جهالت دومره چې دهقان راسره نه منله

نور وخت بچو ته ورکومه شاعري پریږدوم
دا بــه باقــر ظهیر نــادان راســره نه مــنله

ما بــه کولــه د کــتاب د اهـــمـیت خــبره 
خو دا به هم کور کې خاندان راسره نه منله

چې ما دې کړی وای په مار باندې د کاڼي ګوزار
اتلــه دا بــه هــم وجــدان راسره نــه منــله
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

ونې بوټې رقص کوي مستي رارسېدلې ده
آن تر ځنګلونو موسیقي رارسېدلې ده

هله قیامت شو له قبرونو نه راووځئ
پاڅئ کنه بيرته زندګي رارسېدلې ده

څوک به دنیادار وي څوک به ناست د ښکلو خوا کې وي
ماته خپله برخه شاعري رارسېدلې ده

زه د خاموشۍ ټولو رمزونو نه خوند اخلمه
نن خو مې کوټې ته تنهايي رارسېدلې ده

زر ده چې لاسونه ترينه تاو کړمه او ښکل يی کړم
ځمکې ته سپوګمۍ تر نيمايي رارسېدلې ده

اوس شاید په ډاګه کړم هغه پټې کیسې د ژوند
اوس خو مې رګ رګ ته بې خودي رارسېدلې ده
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

مړ به شم اشنا په سمندر کې لاهو شوی یم
زه چې ستا د سترګو په نظر کې لاهو شوی یم

بیا د یو دوزخ لمبو ته ناست یم فکر وړی یم 
بیا د یو جنت په تصور کې لاهو شوی یم

ته راپسې اوس لامبو وهې بېړه دې غرقه شه
زه خو لا پخوا د سیند په سر کې لاهو شوی یم

ګورم یو تصویر ته خو بیخي پکې غرق شوی یم
داسې یو عجبه شان منظر کې لاهو شوی یم

ټوله زندګي مې د یو چا په لیدو داو کړله 
نن د یوه کلي په ګودر کې لاهو شوی یم

شپه او ورځ تاوېږمه په ستړو ګردابونو کې
کله په سپوږمۍ کله په لمر کې لاهو شوی یم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

خدایه بنده که په ښکلا ليکي نو څه به ليکي؟ 
هغه چې ستا د ذات ثنا ليکي نو څه به ليکي؟

دا بدرنګي دا د ژړا موسم که يو خوا ته کړي 
فرض کړه که بيا هم څوک خندا ليکي نو څه به ليکي؟

هغه د بل څراغ خلاف حرف اخېر وليکه 
اوس که څوک حق کې د رڼا ليکي نو څه به ليکي؟

دا بې چاره پرېږده چې شونډې او زلفان يادوي 
دا که غزل په ارتقا ليکي نو څه به ليکي؟

زه چې د وخت د نقادانو په حصار کې ېمه 
دوي چې په فن باندې زما ليکي نو څه به ليکي؟

دا سړى ګرم نه دى چې تل بې وفايي يادوي 
دا که سندرې د وفا ليکي نو څه به ليکي؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

خپلې ماضي ته چې ونه ګورې ارمان به وکړې
د مستقبل خوبونه مه وينه تاوان به وکړې

د موسقۍ په سر او تال باندې که ورسيدې
ته به پخپله په ګډا شې ياقربان به وکړي

خلکو ته اووايه واپس يې کور ته مه راولئ
که چرته ورک شومه نو داسې يو اعلان به وکړې

زه به لاسونه درته لپه کړم دعا به وکړم
ته به په دښتو مهربانه شې بأران به وکړې

يه د ښارونو د کوڅو سره بلد سړيه
د صخراګانو لېونو سره ګوزران به وکړئې؟

که دروازه راپسې بنده کړې نو ښه به وکړې
که تنهايي دې راته پريښوده احسان به وکړې 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

غورځم به قدم په قدم سا به لاس نه نیسمه
ژونده ضروري نه ده چې تا به لاس نه نیسمه

وګوره چې څومره لوږه تنده په دې ښار کې ده
دا به ورته وایمه پاچا به لاس نه نیسمه

نن به څراغونه که الله کول مړه کیږی نه 
نن به تجربه کوم هوا به لاس نه نیسمه

هغه وخت رایاد شو چې يې ګوتې نه نیولی وم
ماله ژړا راغله چې بابا به لاس نه نیسمه

عام به وي په ټول وطن کې عشق له معشوقو سره
داسې وخت به هم راشي چې تا به لاس نه نیسمه

دا ځلې په خدای، که په یوه صورت کې لاړه شي
سوال به ورته وکړمه رڼا به لاس نه نیسمه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اتل افغان

خپلو قاتلانو نه پخبله سزا غواړمه
زه د بلاګانو په هجوم کې پنا غواړمه

شمعې مې له ځانه ګیرچاپېره لګولې دي
عقل راکې نشته دی چې بیا هم هوا غواړمه

لارې بــه جنت تــه د ورتلـــلو راوباسمـــه
زه به په دوزح کې هم انسان ته بقا غواړمه

نه د ملنګانو دعا روغ کړم نه د مور دعا
خدایه اوس به کومو فریښتو نه دعا غواړمه

چرته چې ژوندون د اذیت نامه وي هغلته
نه پکې وجود غواړمه نه پکې ساه غواړمه

اوس چې کومې لوبې پرې کوې خوښه دې خپله ده
زه به خپل زړګی ګوره واپس درنه بیا غواړمه