پښتو ادب · شاعران
اکبر سيال
د اکبر سيال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
د سترګو سمندر که دې راتـــــاو دی د دنيا نه
زمونږ شونډې له تندې نه پړق وچاودې جانانه
بس بس هسې نه صبر شي تمـــــام د لېونو
بېلتونـــه ګــوتې اوبــاسه زمونږه د ګـــرېـــوانه
شعرونه
27 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اکبر سيال
ټکور د زړه خانه خراب خو راوړه
تودې تودې شونډې ګلاب خو راوړه
نصيبه دې جولۍ ته وګوره لږ
چرته د يار د مخ کتاب خو راوړه
زما پيکه پيکه عذاب ژوندونه
يو ځل د تود سپرلي ثواب خو راوړه
وخت د ګلونو نه جامې اوويستې
که نور څه نه وي يو نقاب خو راوړه
دا ځل د کلی نه چې ښار ته راځې
ماله منګے ماله رباب خو راوړه
زه پرې د خپل جانان تصوير جوړوم
چرته قلم چرته کتاب خو راوړه
دا سمندر به درته ګډ راګډ کړم
سياله تکړه شه لګ شراب خو راوړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اکبر سيال
په تود سپرلي کې مې لو لور کړه زړګے
جانانه لږ خو مې ټکور کړه زړګے
ستا دې قسم وي ستا په تورو سترګو
ما له زما د سترګو تور کړه زړګے
لږ مې د خپل مخ په موسم کې ځای کړه
لکه د سور ګلاب مې خور کړه زړګے
ستا د بڼو خوب ته مې زړه شوے دے
ما له په دې غنو ټکور کړه زړګے
زوړند مې اونيسه په سر د بڼو
وريت مې د ګل رخسار په اور کړه زړګے
سياله تر څو به در په در ګرځمه
نصيبه لږ خو مې په کور کړه زړګے
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اکبر سيال
دا ګل دې راکړو ګل بدنه لوی شې
جانانه يوم جهان مننه لوی شې
ځکه د هر ګلاب په زړه کې اوسې
وږمې دې خېژي له بدنه لوی شې
د زلېخو د ښار ښايسته هلکه
څيرې دې نه کړي څوک لمنه لوی شې
نازک لاسونه دې تڼاکې نه شي
شړق چې اوباسې له مئېنه لوی شې
ګور مې د کور سره په خوا کې ښه دے
چې بېل مې نه کړې له وطنه لوی شې
د چا د غم نه درله نه درځي خوب
يه زمان زړه غمژن غمژنه لوی شې
لکه چې تا وو پرې شيندلي ګلاب
لمبی مې خېژي له کفنه لوی شې
وخت په درنه سترګه کتلي ورته
چا چې د ژوند کړي پالنه لوی شې
سياله د وسپنو نېنې مه چيچه
دا د عشق لاره ده ازغنه لوی شې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اکبر سيال
د بر بر بر بره نه وه بې له عشقه
د يو زړه نوکره نه وه بې له عشقه
په زره کې زره نه وه بې له عشقه
بله هيڅ خبره نه وه بې له عشقه
که هر څو بې لارې شوی وم په عشق کې
بله لار د سره نه وه بې له عشقه
قامولي راکې پېدا کړه د يار سترګو
د وطن سندره نه وه بې له عشقه
کاڼي غشي که ګولۍ وې؛عجيبه ده
زما بله زغره نه وه بې له عشقه
کله کله به يې زړه بڼو ته سيخ کړو
بېخي اِچ کاپره نه وه بې له عشقه
ددې غرونو سره سر جنګول ګران ووا
سياله ستا ډغره نه وه بې له عشقه
قبلهبشپړ شعر ولولئ
قبله
اکبر سيال
ما کائينات وکتل
زمکه اسمان مې کچ کړل
خو ما په يو ځاى کې هم
دومره ځګى ونه ليد
چې پرې د فکر مصله خوره کړم
په مانځه اودرېږمه تا ياد کړم
ما اخر ته وليدې
او ستا د سترګو د پړق پړق په ليدو
ما ته احساس اوشو
يو سپين سپېځلې
سوچه پاک احساس
د مايوسۍ د کفر تورې تيارې
د رڼاګانو په درياب لاهو شوې
زما يقين په محبت پېدا شو
شوم د رڼا په سمندر کې روان
اى د رڼا د سمندر خالقه
ما له په خپل زړه کې لږ ځاى راکه
چې پرې د فکر مصله خوره کړم
په مانځه اودرېږمه تا ياد کړم
زما د زړه د درزېدو خالقه
د رنګ او نور د پلوشو خالقه
منم چې ته په زړه کې زړه نه لرې
وجود لرې
سترګې باڼه نه لرې
خو د ارمان د يو تکميل په خاطر
زما د ژوند د جوړېدو په خاطر
چې مې قبله
چې مې ايمان سم شي
ما دې د خپل زړه نه
بې کوره نه کړې
ځکه چې زړه د يو انسان
د وجود
ستا د رڼا
او ستا د نور کعبه ده
زمکه اسمان
او دغه ټول کائينات
بغېر د زړه نه هيڅ معنى نه لري
دروغژن خوببشپړ شعر ولولئ
دروغژن خوب
اکبر سيال
د دروغژن خوب
د دروغژنى
جدايۍ نه پس
چې ما په ويښه
څومره اوژړل
لکه باران
اف خدايه
که دغه خوب او
جدايي
رښتيا شي
نو څه به کيږي؟
دغه جدايي خو به ما
لکه د پشکال د سېلابي رېلې
د ځان سره په مخه يوسي
خداى خبر
چې زما ځاى به
د سمندر تل وي
او که د درد ګړنګ ؟
خوب دروغژن و
او زما اوښکې ما ليدې
چې زماله سترکو په رښتيا بهېدې
...............
نثري نظم...تنقيد ته هرکلى
ترانه..د منظور پشتون غږبشپړ شعر ولولئ
ترانه..د منظور پشتون غږ
اکبر سيال
زړه دې کلک د کاڼي که
او مټې دې فولاد که
دا د پلار نيکه وطن
ښکلى که اباد که
رنګ يې که رڼا يې که
سم ښکلا ښکلا يې که
ګل کره سپرلي کره
ټول ازغي برباد که
فکر د ملت کوه
ننګ کوه همت کوه
دا غرونه سمونه ټول
د ژوند په نارو ښاد که
اور دى غرغرې وطن
ګل او ګل درې وطن
ژوند د جنګ پرستو
د لېوانو نه ازاد که
مينه او سکون خوبان
هر کور د جنت په شان
سياله نور څه نه غواړم
پوره مې دا مراد که
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اکبر سيال
چا د مينې دښمنان کړل وطنونه
چا جانان جانان جانان کړل وطنونه
مسلمانه دا په څه ګناه اخته يې
د ثواب په نېت دې وران کړه وطنونه
د هاغه سړي مذهب انسانيت و
يو کافر مسلمانان کړل وطنونه
په يو موټي کې دې ځاى ټوله دنيا کړه
عقله تا ځان ته حېران کړل وطنونه
سياله ته به کله سيال کړى دا وطن خپل
سيالو خلکو خو سيالان کړل وطنونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اکبر سيال
چې د مرغو ماتې وزرې شي نو څه به کوې!
په وير بدلې چې سندرې شي نو څه به کوې!
مونږ د فطرت د ازادۍ په نشه مست شو,ورشو
د واورو پوستي چې ډبرې شي نو څه به کوې!
سړى به چرته اخر سر ږدي د سکون په لوټه
چې کلى کور کندې کپرې شي نو څه به کوې!
په محبت کې يو رقيب نيم څه خبره نه ده
خو رقيبان چې دې لښکرې شي نو څه به کوې!
ته خو ساختونه تعويزونه هسې ټوقې ګڼې
سياله چې سترګې جادوګرې شي نو څه به کوې!
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اکبر سيال
يه اسمانه تا د تندرونو لوبې ونکړې
تا د ظالمانو په سرونو لوبې ونکړې
داسې دم ختلي خو ددې وطن ځلمي نه وو
ولې لېونو په زنځيرونو لوبې ونکړې
داسې چا کافر د محبت لړونه وشلول
بيا د وطن پېغلو په ټالونو لوبې ونکړې
ټول عمر زمونږه په سرونو لوبې شوي دي
چرته مو په زړونو کې د زړونو لوبې ونکړې
سياله دغه يو ارمان مې پاتې شو د زړه په سر
سترګو مې د سترګو په جنګونو لوبې ونکړې