پښتو ادب · شاعران
عبدالمعروف سباوون
د عبدالمعروف سباوون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالمعروف سباوون
چاره مې څه وه خو بس زړه چاودون ته غاړېوتم
ســکـونه! ځـــــه په مخ دې ښه جنون ته غاړېوتم
نه د راتلــــــــو انتظار پاتې نه د وصــــل تمـــــــه
څــــه بې مطلبه بې اســــرې ژوندون ته غاړېوتم
راســـــــره مل دی د چـــا یاد او څو میراتې هیلې
دوخـــــــــــت په لاره د خوښۍ لټون ته غاړېوتم
دزړه له درده ناخــــــــــبر مــلا کافـــــــر ګڼلــــــم
زه چــــــې د نن نیشه کې غرق پرون ته غاړېوتم
غلي نظــــــر کې مې د اوښـــــکو کتابونه کیسې
په خــــامــــوشیو کې د شور غبرګون ته غاړېوتم
زمــــا قامت یې (ســــــــــباوونه) ترپښو نه رسي
دزمـــــــــانې څـــــومره اوږده بېلتون ته غاړېوتم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالمعروف سباوون
رانه تللې چې ســتا ډېرې بېوسۍ وې
کنه! ته راپســـې څــومــره لېونۍ وې
دبیلتون هیبت وهــــــلی وم راغــــلی
ماګیلې درته کــــولـــې خو سلګۍ وې
رڼاګانــې وې د نــورو رســـــــېدلـــــې
خو زمونږه خوارې برخې تروږمۍ وې
د حــــالاتو پېچ وخـــــم هم عجیبه ؤ
چې مې ته پکې نه خپله نه پردۍ وې
لکه نم د چــــا نظــر کـې پاتې نه شوم
لکه اوښکه مې قسمت کې پردېسۍ وې
چــې ترڅـــــــو پناه کیدلــم راکتل دې
(څه په مُسکه خـوله ولاړه په بلۍ وې)
خــامـــوشي مې وه ګویانه( سباوونه)
دغـــــربت نښه مې ګوتو کې پولۍ وې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالمعروف سباوون
زه څــه نه وایـم ځـــه! ته یــې راپه یاد کړه
مــــامې خپله ځواني چــــــاپسې برباد کړه
راته پاتې زمـــــــــا خپلې اوښکې بس دي
ته دې غم ځان سره واخله خدای دې ښاد کړه
تیت وجـــود مې په نظـــرباندې راټول کړه
نړېدلــــــی یمــــــه بېرته مې اباد کړه
وخــــــته! زر کوه ډیوه په لاس کې راشه
دنصیب لــــه ترږمـــــــــیو مې ازاد کړه
زمـــــــانه به مــې دزړه لـــه درده ژاړي
رابهــر کـــــه مې ترې چیغه د فریاد کړه
ځینو ځینو ته به ځان پکې ښــــــکاره شي
(سباوونه) ته غـــــــــزل ورته ارشادکړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالمعروف سباوون
دیاد نشې د عشق خمار رانه ځواني وخوړه
راشه چې ستړي انتظار رانه ځواني وخوړه
ستا د وصال تشې وعدې د وفا مات لوظونه
په تا مې کړي اعتبار رانه ځواني وخوړه
قسمته ته مې یې شاهد چې د حالاتو چم کې
غربت ځپلی یم روزګار رانه ځواني وخوړه
اظهار یې هم وکړو اخر خو دانکار په ټکو
چاچې په تمه د اقرار رانه ځواني وخوړه
دغم پنډونه مې په شا سترګې له اوښکو ډکې
خدایږو د ژوند ازغنې لار رانه ځواني وخوړه
دآیئنې مخ کې مزدور پرون په چیغو ویل
کلي کې پاتې نه شوم ښار رانه ځواني وخوړه
حاصل یې څه وو (سباوونه) چې مې فکر وکړ
هسې د مینې کار اوبار رانه ځواني وخوړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالمعروف سباوون
هغې ته ووایئ ! ترڅو به مې ازار اخلي
چې رانه درومي نو قدم دې په کرار اخلي
سپېدې چې وچاودي ډیوه په لاس کې هله راشي
دشپې مې ووژني خبر مې بیا سهار اخلي
دوصل (می) دې د نظر په جام کې پټ وساته
معتاد دشونډو یمه بېرته مې خمار اخلي
څو به له یو بل نه جدا وي دغه دوه جسمونه!
څو به په زړونو کې لمبې د انتظار اخلي
ته خفه مه شې! دګلونو ډالۍ څه کومه؟
سپرلی خو ستا د ښایستونو نه سینګار اخلي
موخه یې څه ده (سباوونه) خو رقیب سوځوي
په ډک محفل کې چې زما نامه تکرار اخلي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالمعروف سباوون
څومره په نه زړه څومره ګرانه مخه ښه کومه
دا ستا له یاد سره جانانه مخه ښه کومه
دفلسفي جنون په داسې حد کې ودرېدم
ځان ته راځمه خو له ځانه مخه ښه کومه
په تا یې سپارمه خو پام ! ګوره رسوا مې نه کړې
اوښکې مې پټې کړه ګرېوانه مخه ښه کومه
چې له ما درومي بس همدغه د قیامت نښه ده
ځه کنه ! ولوېږه اسمانه مخه ښه کومه
زما په وران ګوګل کې ګونګه معماء پاتې شوې
پوره مې نه شولې ارمانه مخه ښه کومه
په سپین کفن راته د عطرو په ځای اوښکې توئ کړه
ځم ! (سباوونه) له دونیا نه مخه ښه کومه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالمعروف سباوون
دومره غمونه راکوي ژوند چې یې تاب نه لرم
په خوشحالیو کې قسمت خانه خراب نه لرم
له مایې څه پوښتې؟ دخپل هوس تابیا دې کوه
زه خو بغیر له تانه بل څه انتخاب نه لرم
غربت په هر قدم وژلي دي د وخت په لاره
دځوانیمرګو ارمانونو مې حساب نه لرم
چې د راتلو امید یې نه وي انتظار څه مانا؟
خدایږو د زړه دغې پوښتنې ته ځواب نه لرم
ګیله مې نشته ګناهکار د خپل نصیب پاتې یم
دچا په حسن کې چې برخه د ثواب نه لرم
سپرلی تېر شوی (سباوونه) ورته څه ډالۍ کړم
اوس خو په لاس کې د ځوانۍ تازه ګلاب نه لرم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالمعروف سباوون
پوره دې نه کـــړلې وعدې راسره پاتې نه شوې
چې مې غوښتلې تر هغې راسره پاتې نه شوې
دهــېرولــو په چــل نه پوهېږم څه وکـــــړمه؟
دخــــپلــولــــو دې اسرې راسره پاتې نه شوې
ســـــتا د راتلو د انتظار څومره اوږده سلسله!
په شوګیرونو کــې ډیوې راسره پاتې نه شوې
غــــم د دنیا ته په نمجنو سـترګو څه وګورم؟
اوښکې خو ستا په غم کې تلې راسره پاتې نه شوې
ما په قیامت کې هم د یو ځای پاڅیدلو ویل!
ظـالمــــې! ته تر هدیرې راسره پاتې نه شوې
درته پړ نه یمه ســـتا خـــپله فیصله داسې وه
درپسې وه مې کړې نارې راسره پاتې نه شوې
د وخت بادونو رانه وړې (سباوونه) ښکاري
دخپل معصوم ارمان ایرې راسره پاتې نه شوې