د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه

غزل

پوره دې نه کـــړلې وعدې راسره پاتې نه شوې
چې مې غوښتلې تر هغې راسره پاتې نه شوې

دهــېرولــو په چــل نه پوهېږم څه وکـــــړمه؟
دخــــپلــولــــو دې اسرې راسره پاتې نه شوې

ســـــتا د راتلو د انتظار څومره اوږده سلسله!
په شوګیرونو کــې ډیوې راسره پاتې نه شوې

غــــم د دنیا ته په نمجنو سـترګو څه وګورم؟ 
اوښکې خو ستا په غم کې تلې راسره پاتې نه شوې

ما په قیامت کې هم د یو ځای پاڅیدلو ویل!
ظـالمــــې!  ته تر هدیرې راسره پاتې نه شوې

درته پړ نه یمه ســـتا خـــپله فیصله داسې وه 
درپسې وه مې کړې نارې راسره پاتې نه شوې

د وخت بادونو رانه وړې (سباوونه) ښکاري
دخپل معصوم ارمان ایرې راسره پاتې نه شوې
د شاعر نور شعرونه ←