پښتو ادب · شاعران
فریدون فطرت
د فریدون فطرت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
24 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
باڼه په سترګو شې را قات سړي ته خوب ورولي
د چا تصویر د چا خیالات سړي ته خوب ورولي
دخدای له ذاته ځار څه ښکلی یې دنیا جوړه کړه
بل ښکلي ښکلي کائینات سړي ته خوب ورولي
شونډې انار ، سترګې بادام ، او جوړ له خاورې وجود
څومره خواږه لکه د شات سړي ته خوب ورولي
بیابه شوخې نه کوم بیابه ترې لاس نه تاووم
دبعضو پېغلو دا جذبات سړي ته خوب ورولي
دهجر شپه " بله ډیوه " او تنهایې " فطرته!
یو وخت او درې رنګه حالات سړي ته خوب ورولي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
دا اومنه په زړه کې ټول جهان اوسیدای نه شي
بغیر له تا زما هم بل ارمان اوسیدای نه شي
بیګا چې دې زما له غیږې تاو کړل سپين لاسونه
والله چې هیڅ یو شی خوږ له انسان اوسیدای نه شي
رقیب او زه جانانه ستا د زړه په کور کې دواړه
جوړه لکه هندو ٬او مسلمان ٬اوسیدای نه شي
هغوې چې میکدې کې هم سجدې کوي الله (ج) ته
باور لرم چې دوې به بې ایمان اوسیدای نه شي
نن راغله چې په مخه د همزولو مخکې وویل!!
فطرته ! بې له تا مې بل جانان اوسیدای نه شي
۱۳۹۶/۱۰/۶
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
ما باندې د مینې خوږ نظر لرې که نه لرې؟
کیف د محبته څه هنر لرې که نه لرې!؟
نه زه ترې خبر یم نه هغه له ما خبره ده
ای ریباره! ته ترینه خبر لرې که نه لرې؟
دا چې زه لګيا یمه؛په تا پسې مې زړه خورمه
عشقه! نامراده! څه ثمر لرې که نه لرې؟
عقل او هوش په سر لرم وګوره په خود یمه
درده! لېونېه کوم اثر لرې که نه لرې ! ؟
وې ویل فطرته ! بې له تا ژوند نه تېرېږي بس!
ووایه راځې کنه! خاطر لرې که نه لرې؟؟
۱۳۹۶/۱۰/۲
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فریدون فطرت
زړه دې بد شي سم چې تاته په کاته شم
چې درنه شم، وايې څه شو؟ وايه څه شم؟
جګې جګې که مې ته په زړه کې زړه شې
درېغه درېغه چې دې زه په زړه کې زړه شم
څومره زه يم ياره ستا د ديدن تږی
چې دې مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم
هېرونکيه بيا به وايې څه مې ورک وو
لکه ياد کله درپېښ چې ستا په زړه شم
څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي
طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم
زلفې پرانيزه پرېشان يم د شوګير نه
په دې ګڼ سوري چې جمع زړه اوده شم
شمع رويه چې رقيب ته په خندا شې
لکه دود دې د محفل نه په واته شم
شور او زوږ مې حوصله د لوی منزل شي
ګڼې يم د همت زانړی چې په تله شم
جشن خال يې د محراب وروځو امام دی
حمزه نيت کړه که واهه او که باښه شم