د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه

غزل

باڼه په سترګو شې را قات سړي ته خوب ورولي
د چا تصویر د چا خیالات سړي ته خوب ورولي

دخدای له ذاته ځار څه ښکلی یې دنیا جوړه کړه
بل ښکلي ښکلي کائینات سړي ته خوب ورولي

شونډې انار ، سترګې بادام ، او جوړ له خاورې وجود
څومره خواږه لکه د شات سړي ته خوب ورولي

بیابه شوخې نه کوم بیابه ترې لاس نه تاووم
دبعضو پېغلو دا جذبات سړي ته خوب ورولي

دهجر شپه " بله ډیوه " او تنهایې " فطرته!
یو وخت او درې رنګه حالات سړي ته خوب ورولي
د شاعر نور شعرونه ←