پښتو ادب · شاعران
نجیب تنها
د نجیب تنها پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
بس دی ګلونه راله مه راکوه
نوي زخمونه راله مه راکوه
په مخ مې اوهه قربان شمه خو
دا پیغورنه راله مه راکوه
زه خو به سوال کومه زړه مې ډک دی
خیر جوابونه راله مه راکوه
شابه تکړه شه تورې زغرې راکړه
او کتابونه راله می راکوه
زه په ځان نه یمه خوړلي به مي
خپل تصویرونه راله مه راکوه
هسې نه ساه مې له وجوده وځي
یاره، لاسونه راله مه راکوه
تنها غزل دې زخمي کړی یمه
اوس ټکرونه راله مه راکوه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
دومره خواري د چا لپاره کیږي؟
والله چې ظلم په هنداره کیږي
لږه زاري به درته نوره وکړم
چا ویل په غرونو کې هم لاره کیږي
بې باوري هم حد ته ورسیده
زما خو ویره اوس د یاره کیږي
دا د بابا زیارت دې ما اوخي
که به مې زړه دا ستا د ښاره کیږي
هسې خو غیږه درنه نه تاؤوم
په تا مې سود د چا چناره کیږي
تنها صورت ته د چا صله ګورې
د سړې پته له ګفتاره کیږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
نه پرې څوک ولې نه دې کیخود په کتاب ښکلیه
هسې دې وچ که په لاسونو کې ګلاب ښکلیه
په دې خبر یمه چې عقل پکې کار نه کوي
مګر په مینه کې هم ښه وي لږ اداب ښکلیه
چا راته ویل چې په مړوند باندې کوه خوبونه؟
پریده چې ځان په شوګیرو کړمه خراب ښکلیه
ځینې سوالونو ته خاموشه سړی ښه ښکارېږي
هرې خبرې ته څوک نه ګوري ځواب ښکلیه
ستا د بدن خوشبو مې خیال کې وي زنګیږمه زه
نه مې سګرټ خولې ته راوړی نه شراب ښکلیه
تنها ولاړ یمه حیران حیران ورګورمه زه
زما د اوښکو نه جوړ شوی دی دریاب ښکلیه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
د خپل وسواس او له ګمـانه سړی منډې وهي
څه لیونی دی چې له ځــانه سړی منډې وهي
ستاسو د ښار ټولې نقشې یې خپله وسیزلې
لاره ترې ورکه ده پښيمــانه سړی منډې وهي
چې دی په ټول عمر د چا پسې ژړلي نه دي
بیا خو ګرم نه دی چې له تانــه سړی منډې وهي
بغیر لمانه چې بل څوک دې په کوڅه کې وینم
لکه کعبې ته چې بې ایمانه سړی منډې وهي
د مُصویر دغه تصویر ته هيڅوک نه ورګوري
کانړي وریږي له آسمانه سړی منډې وهي
دښته ،صحرا ده بلاګانې دي، انسان نشته
خدای خبر ولې؟ او د چانه ؟سړی منډې وهي
یقین مې نشي چې منزل ته ریسیدل غواړي دا
تنـــها روان دی له کاروانه، سړی منډې وهي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
سپوږمۍ طرف ته ګوري کله یار ته سړی ګوري
چې زړه په کومه ځي ،هم هغه لار ته سړی ګوري
عکسونه کې لمبې وي او انسان پکې سوزیږي
تعلیم که د چا نه وي هم اخبار ته سړی ګوري
دردونه ده شاعر دلته هیچا هم احساس نکړل
ستار ته سړی ګوري او فنکار ته سړی ګوري
خبر نه یم د چا دنګه ځواني ور په یاد شوې
په سترګو کې یې اوښکې دي چنار ته سړی ګوري
هر څو که مې څهره ستا د لیدو قابله نه ده
خو مخ ته د چا نه ګوري کردار ته سړی ګوري
تنها په داسې وخت کې د غربت میرمنه واخلم
چا غوختي چې بنګړي وي او بازار ته سړی ګوري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
نظر په ځمکه او منزل یې د اسمان نیولے
څومره اوښیار دی څومره ښکلی یې ګمان نیولے
د مصور دغه تصویر ته ډیر خیران یمه زه
انسان لګیه دی انسان وژني او انسان نیولے
ته څه خبر یې بې وسي او ولږه څه ته وائي
ماته په هر قدم ژوندون یو امتخان نیولے
زه قضاوت او د انصاف طمه د چانه وکړم؟
څوک چې مې وژني هم هغه لاس کې قران نیولے
د خواهشاتو په هوس کې ړانده شوي خلق
چا خپل ضمیر په بعیه ورکه چا ایمان نیولے
تنها خلوص به دې ضائع شي داسې ولې کوې؟
هر چاله سوری ورکوې لمر ته دې ځان نیولے
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
بیا مې په تا پسې قدم اغیستی
ما خو په زوره ځانته غم اغیستی
زه دې کنځلو ته هم مینه وایم
تا مې سلام والله که سم اغیستی
زه له دښمن پسې راوتی یمه
ځان سره لاس کې مې قلم اغیستی
ستا انتظار دی مطمینه یمه
ما د راتلو درنه قسم اغیستی
مینې، یو زه دې ملامته نه یم
هر سړی، فکر د غنم اغیستی
تنها دا تاته چې تصویر ښکاريږي
دا مې زحمونو ته مرخم اغیستی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
څه د ورځې څه د شپې راټولومه
زه د خپل رزق دانې راټولومه
ما سیزلي ستا د لاس زاړه خطونه
اوس خفه یمه ایرې راټولومه
خپل وجود ټوټې ټوټې لیدلی نه شم
دا چې ماتې ائینې راټولومــــه
په کابل او پیښور کې مې یو حال دی
د چا لاس او د چا پښې راټولومه
له شوخۍ نه پس دې مات بنګړو ته ګورم
راټـــولیــږي مګــر نـــې راټولومــــه
تنها زه د خپل هنر له برکتــــه
هر غزل ستا په نامې راټولومــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
دا چې شرمیږي او حیا هم کوي
دغه جینۍ، د زړونو غلا هم کوي
څو ځله مات شو، په باور د ښکولو
زړه لیونی دی، غلطي بیا هم کوي
څراغ ته ګوره، او وفا ترې زده کړه
په اور سوزیږي، او رڼا هم کوي
لکه دا ستا به مې په لار کې پریږدي
یو ورځ به چل، راسره ساه هم کوي
زه د خپل مور مینه په څه وتلم؟
زه یې زړه مات کړم او دعا هم کوي
څه تا زلفان دي، خوارۀ کړي په مخ
څه نا څه ظلم، دا هوا هم کوي
منم چې ته هم ښه شعرونه لیکې
خو هسې حد ګوره تنها هم کوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب تنها
ما که هر چرته ساتل ستا تصویرونه
خو یو ورځ به چا لیدل ستا تصویرونه
د لونګو خوشبوېي ترې خوریدله
ما چې اور ته غورځول ستا تصویرونه
ما وایل چې څوک یې پټ نکړي په خوب کې
د بالخت لاندې مې ګدل ستا تصویرونه
خلک وایي د غزل استاد دې څوک دی؟
ما به چا چاته خودل ستا تصویرونه
ستا لیدل مې ډیر اسانه کړل دنیا ته
ٶي زما، هر یو غزل ستا تصویرونه
تنها ما خو په ښیښې کرخې راخکلې
ښه ترې ولې؟ جوړیدل ستا تصویرنه