پښتو ادب · شاعران
جاويد ودان
د جاويد ودان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
ښاغلی جاويد ودان د ننګرهار ولايت د آچين ولسوالۍ د عبدلخيلو د چينې د کلي اوسيدونکۍ. تقريبا لس کاله کيږي چى شعر وشاعري کوي زده کړې یې اتم ټولګي پورې کړې دي.
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
همداسې اورې او یو څوک رایادوې بارانه
کړم دې په چا پسې د ځان په شان ته طوې بارانه
د ډیرو حلکو به په زړو څوک اوروې بارانه
ټک ټک دې خیژي څومره خوږ لګې د شپې بارانه
خوخ مې يي ځکه د يو چا په شان ته يي بارانه
د چا تصوير راته په څاڅکو کې راوړې بارانه
ما به نو خود کړلې د اور غوندې لمبې بارانه
تا چې وې کړې ګلابونو نه جامې بارانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
سم لکه په زخم کې چې درد وي په غذاب يو
ژونده لږ خواږه خواږه راوګوره خراب يو
نہ یې حرڅوو د بنگو بوټي نہ يې اخلو
مونږہ سوداگر د ژوند بازار کې د گلاب یو
مونږه د ټوپک موپک خبرې چاته نه کوو
مونږه د سيتار خلک يو مونږه د رباب يو
بدبخته پښتانه يو کم شومته يو ودانه
څوک چې په ماشه واړوي ګوته انتخاب يو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
اننګو کې دې انار پراته دي ياره
زمونږ زړونه په انګار پراته دي یاره
لاندې مه ګوره چې ځې خپې به پرې کیږدې
خپل باڼه درته په لار پراته دي یاره
انتظار کې کوم میین کرخې پرې کړي
يادګارونه په چینار پراته دي یاره
دغې کونډې کره هیڅ هم بیګا نه وو
ماشومان یی ټول نهار پراته دي يآره
د ودان غزل په ځمکه پسرلی دی
ټول لفظونه یی سینګار پراته دي ياره