پښتو ادب · شاعران
سميرا کوچۍ
د د اغلې سميرا کوچۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
28 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
ته لاړ شه اوس ويده شه په قراره، يم ولاړه
سپوږمۍ غوندې په سر ستا تر سهاره يم ولاړه
اوس ووايه جانانه دا چې څومره دي تصوير کړم
و مخ ته دي ريچې ريچې هنداره يم ولاړه
مودې وشوې بلا شپې تيرې شوي دي مګر لا
زه ستا په انتظار يم ستا د پاره يم ولاړه
که نن وي که سبا کراچۍ لاړه به شم تا نه
زه خواره د کابل يم بس په لاره يم ولاړه
رضا ستا ده خاونده واک هم ستا دى مګر زه خو
په وړاندې دي تور مخې ګناه کاره يم ولاړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
لمبه نه شي لېمه مې دومره سره نه شي اخير
او ستوري په کې وريت نه شي نينه نه شي اخير
لږ ودرېږه معطل شه سترګې بيا راواړوه
همدا مې دديدن وروستۍ شېبه نه شي اخير
ناسته يم د څو تورو پلو مې لپه کړى
تر نيمي ده اوښتې تېره شپه نه شي اخير
په پام پرې څڼې ږده د موره يو يې که منې
دا کاڼي د غليم په اراده نه شي اخير
پرده يې ربه وکړې دې زيارت ته هره ورځ
کوچۍ ځي او راځي چې پرې خوره نه شي اخير
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
کعبه ساتي په زړه کې هم منات ساتي په زړه کې
دا خلګ خو اوس څو رنګه حالات ساتي په زړه کې
دا سترګې مو کږې ورپسې ستورو غوندې نه شي
هر څوک چې دلته لمر غوندي عادات ساتي په زړه کې
پړوني که يې نوي شي په سر زموږ د پېغلو
غمي د ړنو اوښکو به لا مات ساتي په زړه کې
خاونده غليم چا په دې خبر کړو چې دا خلګ
نه چا پسې حساب کړې نه کسات ساتي په زړه کې
تر عمره مې تقدير نه شې د څو شېبو تصويره
کوچۍ دي له پخوا نه دومره زيات ساتي په زړه کې
د يوې مېرمني هيلهبشپړ شعر ولولئ
د يوې مېرمني هيله
د اغلې سميرا کوچۍ
وحشي لېوان را پسې ګرزي د مرګ
زما د زنې خاله و مې نه خوري
تر زړه دي ځار شم ماته مينه راکړه
چې دا څلور دېواله و مې نه خوري
--
تر ډيلي لاړ شه ټوله سيمه واخله
د هر يوه تخت دي هم ستا وي اشنا
يو په تندي کې ګونځي مه راوله
زما د زړه تخت دي هم ستا وي اشنا
--
ستا د زړګي دنيا وړه ده، که نه
له دې نه پرته بل مکان نه لرم
ستا په همدې دنيا کې شپې تېروم
زه هغه څوک يم چې جهان نه لرم
--
له لمانځه پس چې کله لاس پورته کړم
د خداى په لوري چې دعا لېږمه
يو څو خبرې بس د ځان لپاره
نورې خبرې په کې ستا لېږمه
--
دا چې زه څه لېږم د خداى په لورې
دا چې زه غواړم کوم جواز جانانه
ستا پر بدن داسې غوږونه نشته
چې ته په واورې دا اواز جانانه
--
چې هلته ليري چيرته ډز پورته شي
لکه هوسۍ غوږونه څک ونيسم
سل اندېښنې مې په زړه ځي او راځي
له خندا دواړه شونډان کلک ونيسم
--
دا اندېښنه په کې تر ټولو زور وي
نه چې ګلاب مې رژېدلى نه وي
دا د ټوپک تر خولې وتلى خزان
زما د ګلاب په لورې تللى نه وى
--
ستا په تندي زما نظر پاته وي
کله چې هم په ژوند کې سا اخلمه
ليک خو مې نه وي زده چې ويې لولم
لکه تصوير ځنې معنا اخلمه
--
نو اى زما د ژوند شېرين ملګريه
لږ خو و سترګو ته ړنا راوله
لږ په ړنو سترګو راګوره ماته
ستا ټول غمونه خداى په ما راوله
--
تر ډيلي لاړ شه ټوله سيمه واخله
د هر يوه تخت دي هم ستا وي اشنا
يو په تندي کې ګونځي مه راوله
زما د زړه تخت دي هم ستا وي اشنا
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
سهار چې سترګې رڼې کړو بې شماره وي زيات شوي
غمونه مو د رېګ غوندې باداره وي زيات شوي
يو څو تنکۍ ځوانۍ د تور ټوپک تر شپېلۍ ځار وي
په هره شپه د ستورو څو کتاره وي زيات شوي
چې وپوښتم د نوو زخمو وجه له تقديره
بس دومره شان مې پوه کړي له ديداره وي زيات شوي
اې خلګو تاسو ولې د رقيب لمنه نيسئ
غمونه په دې چم کې له دلداره وي زيات شوي
په برخه مو د اوښکو يو يو څاڅکى وي ليکلى
تر موږ پورې چې راشي په څو واره وي زيات شوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
جانانه ناز کوه جانانه چې ناز ښه پېژنم
ستا د رازونو خزانه يمه راز ښه پېژنم
که يې و نه خوړم جانانه معجزه يې ګڼه
زه له اوله ستا د سترګو انداز ښه پېژنم
د سترګو جنګ مې عادت نه دى له ما توره پوښته
پښتنه پېغله يم د توري اواز ښه پېژنم
ته را نه ځې او راته وايې کوچۍ بېرته راځم
لاليه زه دغه انجام او اغاز ښه پېژنم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
دغه ورځ را څخه واخله دغه شپه را څخه واخله
لا بې ياره چې غړېږي دا لېمه را څخه واخله
چې تنها يمه جانانه ستا يادونه په کې نه وي
دا شېبه مې په کار نه ده دا شېبه را څخه واخله
چې مې لوند په اوښکو نه وي زه يې ځان لره را کاږم
دا پلو مې دي ميرات شي دا شمله را څخه واخله
چې په ترنګ يې ويښه نه شي درخانۍ د ناز له خوبه
خدايه ګوتې مې قلم کړې دا نغمه را څخه واخله
موږ خو ستا پر لور در درومو که در و نه رسېدلو
بيا د مينې دعوه نه کړو افسانه را څخه واخله
دا چې ښخ د رقيبانو په ټټر کې نه شي خدايه
د ښېرا غشي مو مات کړې او لينده را څخه واخله
دا ټبر د پښتنو دى دا به تل په وينو پايي
چې شهيد يې غېږ کې نه وي هدېره را څخه واخله
چې رنګين په ستورو نه وي د هغه ماښام له مخې
لويه خدايه دا ړنا او دا ډېوه را څخه واخله
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
خاونده څنګه ورک شوه د خندا د قدم پلونه
تېرېږي پر دې لاره د ژړا د قدم پلونه
پر دې کوڅه چې راشې سا نيولى شانې درومه
اې باده چې وران نه کړې د اشنا د قدم پلونه
ستا در ته خو جانانه تنها زه نه يم راغلې
راغلي وه تر تا هم د ړنا د قدم پلونه
سپوږمۍ خو يې کړه لاندې ړنو ستورو ستاسو وار دى
کتار تللي فضا ته د بلا د قدم پلونه
په دې کوڅه کې نن چې دا د غم پلونه پراته دي
پرون ليکل کيدل په کې د ورا د قدم پلونه
د شپو اوږده لاسونه پر څنګلو به ماتېږي
پر لپو مو کرلي د سبا د قدم پلونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
يو ځواب در څخه غواړم ګرانه خوله لرې کنه
ته د مينې و مذهب ته عقيده لرې کنه
دا پر تا مين زړګي ته نو اوس کومه پلمه وکړم
د بيا راتلو جانانه اراده لرې کنه
پيکي ته مې ګل مه راوړه سپرلى دي ستا نصيب وي
و زړګي ته لاره راکړه جانه زړه لرې کنه
دا ستوري درته دود کړم که سپوږمۍ خبره نه يم
د شهيد د کور مېرمني کور ډېوه لرې کنه
له وخت سره دا جنګ د سرنوشت په جنګ بدلېږي
ته به هم په کې لاليه برخه ولرې کنه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
چې څراغ غوندې جانانه درته بل پاته وي
په هغو خلګو پسې تل پور د اجل پاته وي
په کومه شپه چې مې په تا پسې ژړلې نه وي
په هغه شپه مې الفاظ ګونګ وي او غزل پاته وي
زما د مينې افسانه به وي ژوندۍ تر هغو
څو پر دې لاره لا د تللې جانان پل پاته وي
دا ستا ارام زړه به يو وخت هم نا ارام شي اشنا
پر غلو حساب شي هغه څوک چې د غلو مل پاته وي
تقدير دي نه تړي دا لارې د اغزو په څوکو
لکه شبنم به پر اورېږم چې يار ګل پاته وي
زما په زړه کې دا ستا مينه ګرانه داسې برېښي
لکه د وران کلي په منځ کې څراغ بل پاته وي